جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ولسمشر اشرف غني سره د زړه خواله | عبدالباري جهاني

د ولسمشر اشرف غني سره د زړه خواله | عبدالباري جهاني

جلالتمآب ولسمشر ډاکټرصاحب اشرف غني سلامونه او احترامات مي ومنئ.

محترم ډاکټرصاحب! لومړی خو ستاسي له هغي خواخوږۍ څخه مننه چي زما سره مو زما د وروستۍ خطرناکي ټرافیکي پیښي څخه وروسته وښودله. خلک ښايي خبر نه وي چي زه او تاسي له زیات و کم پنځه څلوېښتو کالو راهیسي سره پیژنو او په مختلفو وختونو کي مو لیده کاته سره سوي دي؛ او یوه بل ته مو درناوی درلودلی دی. ماته همدغه، د اوږدې مودې، پېژندګلوي دا جرأت را کوي چي یو څه په خلاصه خوله درسره وږغېږم او خپل دردمن زړه درته پرانیزم.

جلالتمآب ولسمشر! افغانستان په ډېر بد، او حتی د خپل تاریخ په ترټولو خراب، حالت کي دی. هره ورځ، د دې جنګ ځپلي هیواد، تر پنځوس زیات بچي د جنګ او بې امنیتی قرباني کیږي او بده خو لا دا ده چي دا خراب او د نه زغملو حالت ورځ تر بلي بدتریږي او د جنګ او بې امنی د پای ته رسېدلو هیڅ درک نه معلومیږي. د امنیت ټینګېدل او د جنګ پای ته رسېدل د دې هیواد د ټولو مظلومو اولسونو تر ټولو لومړنۍ غوښتنه ده.

تاسي ته هره ورځ د طالبانو له خوا د ولسوالیو د نیول کېدلو او د حکومتي قواوو له خوا د بیرته فتح کېدلو او  لس ګونو او سل ګونو طالبانو د وژل کېدلو رپوټونه راځي. آیا تاسي دا فکر هم کړی دی چي د هري اولسوالی د نیول کېدلو او بیرته فتح کېدلو په ترڅ کي څومره بېګناه انسانان وژل کیږی. څومره خلک بې کوره کیږي او په سل ګونو او کله کله په زرګونو انسانان د خپلو اولسوالیو او کلیو پرېښودلو ته مجبوریږي؟ تاسي دا فکر هم کړی دی چي دا بې کوره سوي انسانان څه خوري، څه اغوندي او چیري ویدیږی؟

محترم ولسمشر! ستاسي به په یاد وي چي یوه ورځ مو زما سره په، یو په یو، مجلس کي د زړه له کومي آرزو څرګنده کړه چي غواړې سوله راولې. ما سمدستي درته وویل چي « زه شخصاً هر ډول قربانۍ ته حاضر یم. ما د سولي د لاري لومړنی قرباني وشمېره. ما هیلمند ته واستوه؛ پرېږده چي د سولي مقدس هدف ته د رسېدلو په لاره کي ووژل سم. ما عمر خوړلی دی» له دې خصوصي مجلس څخه څه باندي پنځه کاله تېر سوي دي. ستاسي هغه ژمنه څه سوه؟ تاسي په دې پنځوکلونو کي د سولي او امنیت د ټینګولو لپاره څه کړي دي؟

تاسي د سولي په نامه عالي شورا او په هغو کسانو کي چي د سولي د ټینګولو په حساسه موضوع کي مو صلاحیتونه ورسپارلي دي یو تن داسي څوک راښودلای سی چي د سولي ټینګولو ته ژمن وي او یا د جنګ په دوام کي شخصي ګټي ونه لري؟

آیا هغه کسان چي تاسي د سولي په چارو کي د خپلو ارشدو سلاکارانو او یا په قطر کي له طالبانو سره د سولي په خبرو کي د حکومت د استازو په حیث ټاکلي دي؛ یو تن را ښودلای سی چي هغه د سولي ټینګولو ته ژمن او یا په دغه حساسه موضوع کي د خبرو کولو صلاحیت ولري؟ زه به د نورو کسانو نومونه نه اخلم. څرنګه چي د کندهار اوسېدونکی یم نو یوازي به د کندهار خواته ستاسي توجه راواړوم. تاسي د سولي د ټینګولو لپاره د  کندهار څخه داسي بېسواده او بدنام کسان، د سولي په مسله کي د ارشدو سلاکارانو په حیث، ټاکلي دي چي سواد او شخصیتونه  یې ستاسي د خپلو دوستانو د خندا او ټوکو موضوع ده. باور وکړی ستاسي له علمي شخصیت او پوهي سره پر دغه راز بدنامو او جاهلو کسانو باندي تکیه نه ښايي.

که څه هم چي زه یقین لرم د افغانستان د هیڅ ولایت وضع به تر کندهار بهتره نه وي خو ټولي خبري په یوه لنډ لیک کي نه ځاییږي. محترم اولسمشر! نن ورځ د حبیبي، بېنوا، رشاد، محمدګل نوري او… د ویاړلي او بافرهنګه ښار کندهار د چارو واګي د بېسوادانو، غلو، قاچاقبرانو، بد اخلاقو او مفسدینو په لاس کي دي.

اداري فساد، بې امنیتی، هره ورځ د سړي تښتولو پېښو، غلا، قاچاقبری، نن ولاړ سه سبا راسه اداري اجرآتو خلک تر پزي رسولي دي. زه په پوړه زړه درته ویلای سم چي حکومت ته هیڅ دوست ورپاته نه دی. په ټول کندهار کي یو پاک، یو اهل یو لایق چارواکی نسته. زه یقین او اطلاع لرم چي د هیواد په ټولو برخو کي همدغه حال دی. د دې فاسدي ادارې څخه به خلک څه ښه زړه ولري چي ستاسي سره د طالبانو، داعش، ټروریسټانو او وسله والو غلو په مقابل کي ودریږي. په دې برخه کي ګیلې دومره زیاتي دي چي که ډېر مخته ځم کتاب ورڅخه جوړیږي.

 محترم ولسمشر! فاسد او بدنام عناصر د ټول هیواد دښمنان دي. د هغوی په لیري کولو د هیواد ټول خلکو خوشاله کیږي. دا د کاغذونو زمري په ټول هیواد کي یکي یو ملاتړ نه لري. که تاسي د هغوی په مقابل کي زړه ور اقدام وکړی نه یوازي هیڅ له لاسه نه ورکوی بلکه د ټول هیواد ملاتړ به ترلاسه کړی. له دې خټینو بتانو څخه وېره په کار نه ده. زړه ورباندي ورسی. ټول اولس، پښتون، هزاره، اوزبیک، تاجک او فرد فرد مو ملګری دی.

دا په یاد ولری چي ملت تاسي ته رایه درکړې ده. د ملت په مقابل کي تاسي مستقیم مسوولیت لری او ملت به نن او سبا ستاسي ګرېوان ته لاس اچوي. مخالفین نه آدرس لري او نه خلکو رایه ورکړې ده. پر ما اوس هم ګران یې. زه اوس هم د یوه اولسمشر په حیث نه بلکه د یوه عالم او سترګه ور انسان په حیث د زړه له کومي درناوی درته لرم. خدای مه کړه، بد نوم مي نه درباندي لوریږي.

محترم ولسمشر! ستونزي دونه ډیري دي او په هیواد او حتی حکومت او اداره کي دننه د سولي، امنیت او نظم دښمنان ، علیپور، شجاعي، خراساني، دوستم، امان الله ګذر او… نومونه دونه زیات دي چي یوه بشپړه کتابچه غواړي. د دونه ستونزو سره، د سولي او امنیت ټینګول غیر ممکن ته نیژدې مشکل دی. زه نه وایم چي دا ستونزي په آسانه حلېدلای سي خو اقدام باید ورته وسي چي، له بده مرغه، نه دی سوی. که ستاسي د قدرت دوره ختمیږي او یا خدای مه کړه وفات کېږی نو زه وایم راتلونکي نسل ته مو باید دومره څه پرې ایښي وي چي ستاسي نوم په نېکي یاد کړي. دا په یاد ولری چي افغانستان تر اقتصادي او تجارتي پرمختګونو، تر برېښنا او د اوبو تر بندونو حتی تر پوهني او معارف هم سولي او امنیت ته زیاته اړتیا لري.

تاسي یو وخت خپل ځان د اعلیحضرت امان الله خان وارث بللی وو. د اعلیحضرت امان الله خان پر شاوخوا باندي را ګرځېدلو فاسدو او غوړه مالو سلاکارانو او وزیرانو هغه وطن پالونکي ټولواک ته د وطن حالات او واقعیتونه نه بیانول او د هغوی غلطي مشورې او غوړه مال شخصیتونه د هغه اعلیحضرت د سقوط یو مهم عامل سو. ستاسي پر شاوخوا باندي هم، له بده مرغه دغه ډول نالایقه او غوړه مال کسان را ګرځېدلي دي چي خدای مه کړه یوه ورځ مو د تباهی کندي ته ګوزار نه کړي. تاسي تر ما ښه پوهېږئ چي نن ورځ د افغانستان مظلومو اولسونو او سبا ورځ تاریخ ته تر ټولو مسوول شخص یاست. نن اوسبا د هري بدی پوښتنه ستاسي څخه کیږي او د هري نېکی افتخار ستاسي دی. زه یقین  لرم چي زما دا آواز به تر تاسي ونه رسیږي او یا به یې څوک تاسي ته د رسېدلو اجازه ورنه کړي. خالق متعال دي ستاسي او د مظلوم وطن ملګری سي.

حافظ وظیفه تو دعا ګفتن است و بس

در بند آن مباش که نشنید یا شنید.

9 COMMENTS

  1. جهانی صاحب! اشرفغنی د یوڅو وطنپالو، صالح، دانش او … په رایو انتخاب شوی! اشرف غنی اوس د دوستمو نور ، محقق،خلیلی،او صالح په سر د قدرت خاوند دی! نه ګوند لري، نه سمتی زور لری حال دا چې تر غنی هر یو جلا جلا قوی دی او اشرفغنی به هیڅکله خپلسرۍ ته پری نږدي! اوس غنی او نجیب یو شان دی! نجیب هم پکتیا وال و نه منل او په ځای یې د جبل السراج د تړون قهرمانان و ټاکل! چې بالخره یې نجیب څه وکړل او د افغانستان سره یې څه وکړل! د غنی لویه تشه د هغه د ګوند نه شتون دی! بی له ګونده ملت بی اوبو سمنت او ریک دی چی هیڅکله به سخت نه شي!

  2. غنی ته ډیر بد میراث پاتی و، دا ټوله بدنامګی، ستونزی او اوږد جنګ د هغه میراث له امله ده چی بدبختی یی تر نن ورځې پورې راورسیده.

  3. محترم جهاني صاحب تاسو ښې خبري ور ته کښلې دي، خو ایا ته په دې لاندي جمله باور لرې؟
    ((دا په یاد ولری چي ملت تاسي ته رایه درکړې ده))

    تاسو د تاریخ په تړاو هم لیکني کوئ خامخا به د هیواد د نفوس کچه در معلومه وي. د اشرف غني جمع د امرالله خان ۱۷۰۰ پنجشیرۍ او پروانۍ رایي او د قانون پوه هم یو څو زره هزاره ګۍ رایي ګردسره تر یو ملیون ته لا ونه رسیدې!

    تاسو اوس هم د ښاغلي زیات مراعات کړی دی، پوهیږم چاپلوس نه یاست، خو له محافظه کارۍ لا هم نه یاست بېغمه. په وطن کې د وینو ویالې بهیږي، اشرف غني د امرالله خان، امان ګذر، عطاګي، د ارګ د ملالنډي او… په باټو لاهم د چوکۍ ساتلو په غم کې دی!
    طالبان تر کوه صافي، وردګو او لوګره را ورسیدل، له هلمنده تر کابله ټول کلي او اولسوالۍ د طالب تر حاکمیت لاندي ساه باسي… اوس ناوخته دی، د جنګ دوام په هرنامه چې وي، خیانت دی. لاهم د کابل، کندهار او نورو ولایتونو کوڅو ته جګړه نه ده راننوتي! ولي سم نه ورته وايي قدرت نیمی کړه، کورنۍ جګړې ته لمن مه وهه، ملیشې مه جوړوه…

  4. ((دا په یاد ولری چي ملت تاسي ته رایه درکړې ده))

    A typical opportunist poet while unable to write-even-a-word about real handler of Afghanistan.
    In a nation that a poet is falsely considered more knowledgeable that per se any scientist, Mr. Juhani’s ego blinding him a standard observation that Afghanistan is run by dozens of intelligence agencies.

  5. هو!
    ‘Mr. Juhani’s ego blinding him a standard o،bservation that Afghanistan is run by dozens of intelligence agencies.
    Die Letue von heute und die Leute von gestern
    اسخبارتی ډلې ،شبکې وسایل او ابزار. داستخباراتو مالی ،تخنیکی ،لوژیستکی او ککړو حلقو هلې او خلې دجګړې لید لوری داداو معامله ،دافغانستان دکړکېچ پروزه یی بنه هغه عوامل دی چې موږ یې. هره ورخ ازمایو

  6. سلامونه
    ښاغلی جهاني ساب! ستاسو شخصیت او د شعر او تاریخ څیړنو هنرونواوادب ته بیا هم سلام.
    که ستاسو تر نظر تیر سوي وي او د لوستونکو په یاد وي، ما د غني په اوله دوره کې دوه ځلي د زړه خواله ورسره کړي ول چې په ټول افغان او پشتونخوا کې چاپ ول. ۲۰۱۶م کال و. ماورته ویلي و چې ملي امنیتی نهادونه باید غیر سیاسي اوغیر تنظیمي کړي .
    کارونه اهل کار ته وسپاري ا.د.ن… خو ستا خبره خدایزده چې هغه وړاندیزونه به ده لوستي وي او یا څو درځنو مشاورینو به ورته ویلي وي ؛ بلکه ډېري دوستان په دې باوري دي چې کاڼټر – مشورې به ېې ورکړې وي
    اوس ، اوبه تقریباََ له ورخه تیرې دي. له سولې بېبي نه ټولو د بسوګۍ واده جوړه کړېده. له ټرمپ او پمپیو نیولې تر خلیلزاد، بایډن او بلنګټن نه تر عبداله ،عطا، دوستم ،محقق، سیاف او کرزی بابا ! ؛ د سیمې جهنمي او دسوپر پاورانو دوزخي مافیا او استخبارات او هغوی چې له یو $ نه ۲۰۰$$ جوړوي!! ( البته د م.اشرف غني غوندې متفکرینو ! پرې زور نه رسېژي!)ترې خپل سودپورته کړ او لا لګيا دي د خلګو سټرګو کې خاورې شيندي
    د کامنټرانو خو خپل نظر دی؛ مګر زما په فکر هغه شیطاني مثلث چې په یو او بل نوم د هیواد دنڼه او دباندې پټې او ښکاره معاملې لري او ملی خیانتونو ته د ملي جبهو نوم ورکوي ،او څارنوالۍ کې به دوسیې هم لري !!! ،چا په اسلامي جمهوري قانون کش کړل؟ او
    ا بله خوا کې هم چا ښه او بد طلبا الکرام!! تفریق کړل او قصاص ېې کړل . غیر له دې چې خارجیان د وتلو سره لا هم بمورئ کوي او دا نور د پنجاب او تهران او آل سعود ا.د.ن. په اشاره د ځوانانو وینې بهوي او د وطن اقتصادي او دپرمختیا ستنې نړوي چې بیرته د ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۵ او بیا د دوی له نکبته له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ دشر او فساداتو او .. عبدل نیک بد معروف.. او بیا بیرته د ۲۰۰۱تر اوسه د همهاغو شر او فسادو پړسیدلي ، جمع یو څو غربزده سیکیولرانو افغانستان دې حال ته راوستهء!
    همهاغه د چرچل خبره ده “( د بادارۍ لپاره د یو ملک اکثریت په فقر،جهل، جنګ…کې او یو نا اهله لږکی په قدرت کښې وساتئ!)”
    -د ګوند مساله! ډ. نجیب خو ښه ونپال ګوند او مجهزه اردو لرله ولې د بنین سیوان او جبلسراج وغولیده؟ او صدام هم ګوند درلوده
    مرسي هم د مسلمانانو وروڼو له خوا (ګوند)قدرت ته ورسید!!!. لاکن ټولو کې پنځم ستون او نا اهله پخپلو کې پسات وي!)(.

  7. ” اسخبارتی ډلې ،شبکې وسایل او ابزار. داستخباراتو مالی ،تخنیکی ،لوژیستکی او ککړو حلقو هلې او خلې دجګړې لید لوری داداو معامله ،دافغانستان دکړکېچ پروزه یی بنه هغه عوامل دی چې موږ یې. هره ورخ ازمایو”

    Quite likely Mr. Jahani knows all that but he had settled for being a nominal minister and his request for being Helmand governor was rejected.

  8. ‌Bitte,sprechen Sie langsam Jahani
    Different scenario and different players that students ask
    Without U.S. troops on the ground, U.S. intelligence agencies will face an entirely different and more chaotic operational environment and will do so with significantly fewer resources. The U.S. military’s infrastructure and quick-reaction ground, air, and medical support will be gone, leaving American personnel stationed in the country, and their foreign agents, mostly on their own. This means incurring greater risk and being without the safety net of rescue by the U.S. military should they need it. And success will be confined to the shadows whereas failures will be public and potentially catastrophic.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب