شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د پوځي اصطلاحاتو لنډ تعريفونه (دویمه برخه)| جنرال دولت وزیري

د پوځي اصطلاحاتو لنډ تعريفونه (دویمه برخه)| جنرال دولت وزیري

د  جګړې (حرب) ډولونه، جګړه څو ډولونه لري.

. ګرم جنګ:

په ګرم جنګ کې تل له ډول- ډول وسلو څخه کار اخیستل کیږي.

ګرم جنګ کېدای شي په سپکو وسلو، درنو وسلو، یوازې د هوايي بريدونو په شکل او يا هم اتومي، کيمياوي او يا بيالوژيکي وسلو جنګ وي.

. سوړ جنګ

په ساړه جنګ کې وسلې نه استعمالېږي او په سیاسي، اقتصادي او سایکلوژیکي یا رواني برخو ویشل کیږي.

په ساړه جنګ کې تر ډېره له پروپاګند، پنځم ستون او له رواني جګړې څخه ګټه پورته کېږي.

. په سوړ جنګ کی دښمن له خپلو دوستانو جلا کوي، په سیاست او اقتصاد کې د پروپاګند او رواني جګړې له لارې خپل حریف ته ماته ورکول کېږي. په دې وخت کې ستره موخه يې تودې جګړې نه د لارې خلاصول دي.

څرنګه چې په تود جنګ کې د جګړې مختلفې بڼې رواج لري لکه يرغل، مدافعه، کمين او نور، په ساره جنګ کې هم تعرضي او تدافعي برخې موجودې دي.

په یرغلیزه برخه کې د دښمن ټول کړه وړه تر برید لاندی نیول کېږي او په تدافعي برخه کې د دښمن د یرغلیز ساړه جنګ د مخنيوي لپاره هلې ځلې کېږي.

ملي یووالی:

 د یوه ملت د ټولو اقشارو تر منځ نظري او عملي وحدت ته ملي یووالی وايي.

هېواد:

د يوې ټوټې ځمکې هغې برخې ته چې څلور خواوې ولري، يو واحد ملت په کې ژوند وکړي، د خپلواکۍ تر څنګ دولتي حاکميت په کې موجود وي، ویل کیږي.

دولت:

یو سیاسي جوړښت دی چې پر یوه ټاکلې جغرافیه واک چلوي او د حکومت، د قضائيه او مقننه قواوو څښتن وي.

حکومت:

هغه جوړښت ته وايي چې د یوه دولت د موخو لپاره کار کوي.

مقننه قوه:

د ملت له استازو جوړېږي او د قوانينو د تصويب واک لري او د حکومت په کارونو څارنه کوي.

قضائيه قوه:

په بې پرې توګه د اصولو او قوانينو په رڼا کې د حقوقي مسايلو د څېړلو او پرېکړو واک لري.

ملت:

د یوه هېواد مختلف افشار چې د يوه واحد قانون لاندې ژوند وکړي ملت ورته ويل کيږي.

حاکميت:

د يوه دولت د نفوذ یا واکمنۍ ساحې ته حاکمیت وايي.

د وضعیت محاکمه:

له لوړ مقام څخه د دندې د اخيستلو وروسته قوماندان د وضعیت محاکمه کوي.

په محاکمه وضعيت کې دغو مسالو ته پاملرنه کوي:

د دښمن د محاربوي فعالیت په هکله،

هغه هدف چې دښمن يې د تر لاسه کولو هوډ لري.

د دښمن د ځواکونو په هکله.

د دښمن د عمل په مقابل کی د خپلو خلکو حساسیت او د ده خپل اجرات.

قرار:

قوماندان د وضعیت له محاکمې وروسته خپل قرار ور کوي.

په قرار کې دغه مسالو ته پاملرنه کوي،:

استخباراتي معلومات تکمیلوي.

خپله سړه سینه ساتو.

له حوصلې کار اخلي.

د خلکو اذهان روښانه کوي.

د پنځم ستون مخه نيسي

د ملت مورال او معنويت لوړوي.

د اقتصاد په هکله فکر کوي.

سياسي مسایلو ته پاملرنه کوي.

د حرب تکامل،:

  د قبيلو تر منځ جنګونه

د حکومتونو تر منځ جنګونه

د دوو ملتونو تر منځ جنګونه

د هیوادونو د دوه ګروپونو تر منځ جنګونه

د تاريخي دورو په اساس د جنګ تقسیمات:

د پخوانيو جنګونو تاریخ

 چې له میلاد څخه مخکې په ۳۷۰ کې پيل او په ۱۷۴۱ کې پای ته ورسېده.

د فریدریک کبير او ناپلیون د جنګ تاريخ، له اوسنۍ زمانې د جنګ تاريخ تر دوهمې نړيوالې جګړې پورې.

علم:

چې په ثابتو اساساتو ولاړ وي هغې ته علم وايي.

صنعت

په جوړولو کې يې د انسان لاس تاثير لري.

عسکري صنعت:

هغه څه دي چې د هغې په واسطه د جنګ احضارول او اجرا کول تر سره کیږي او په واسطه يې د جنګ اوپراسيونونه تدقیق او مطالعه کیږي. په درې برخو يې وېشلای شو:

. ستراتيژي د جنګ احضارولو او سوق و ادارې ته وايي

د اداره کولو غله ته هم وايي.

په جنګ کې د قوتونو حرکاتو ته هم وايي.

یا هغه علم او صنعت ته وايي چې د هغې په واسطه د وقایعو، حوادثو او د مختلفو قوانینو په هکله معلومات تر لاسه کیږي.

ستراتیژی د وسله والو ځواکونو سوق و اداره او د مختلفو ځواکونو تامیناتو ته وايي.

اوپراتيف:

د اوپراسیونونو احضار او اجرا ته وايي.

د اوپراسیونونو د اجرا صنعت ته هم اوپراتيف وايي.

تکتيک:

د محاربی احضار او اجرا ته وايي.

اوپراسيون

د هغو عملیاتو مجموعې ته وايي چې د محل، هدف، هوايي ضربې، توپچي ضربې او نورو ځواکونو استعمال پر يوه وخت تر سره کیږي.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب