Homeخبرونهد هرات –کابل په یوه الوتنه کې د چاودنې مخه ونیول شوه

د هرات –کابل په یوه الوتنه کې د چاودنې مخه ونیول شوه

تاند (جمعه د سرطان ۱۱) د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دې ریاست منسوبینو د هرات –کابل په یوه الوتنه کې د ترهګریز برید مخنیوی کړی او بریدګر یې نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست نن جمعه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یوه بریدګر د موسیقۍ په اله کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې چې د الوتکې د پرواز پر وخت چاودنه ورکړي.

اعلامیه زیاتوي، «د هنرمند په جامه کې یو ترهګر سید ادریس د رجب علي زوی د موسیقۍ په اله کې یې له RDX چاودېدونکو توکو جوړ شوی لاسي بم او کیمیاوي مواد په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي و او پلان یې درلود چې د پرواز په وخت کې چاودنه ورکړي.»

د اعلامیې له مخې، د ملي امنیت منسوبینو او د خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګر پولیسو په وخت اقدام وکړ او بې له دې چې د مسافرو منځ کې کومه وېره او ډار خپور شي د سید ادریس له لوري د رباب په منځ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي یې کشف او شنډ کړل.

د ملي امنیت ریاست وايي، وسله والې ډلې په پرله پسې ډول ملکي خلکو او ټولګټو تاسیساتو ته د زیان اړولو په هڅه کې دي، خو زیاتوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په قاطعیت او وړتیا سره د هغوی پلانونه شنډوي.

د ملي امنیت ریاست د نیول شوي کس او د الوتنې د وخت په هکله چې ټاکل شوې وه کابل ته وشي، نور جزئیات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...