یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورسینماد هند مشهور ممثل کپل شرما په یوه ټلویزیوني خپرونه ۵ میلیونه...

د هند مشهور ممثل کپل شرما په یوه ټلویزیوني خپرونه ۵ میلیونه روپۍ اخلي

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۱ مه)  د هندوستان هېواد مشهور ممثل او د تفریحي خپرونې پیاوړی او د ډېرو مینووالو څښتن اداکار کپل شرما چې د کورونا وبا له کبله یې خپرونه بنده شوې اوس یې د بیا پیل راپورونه ورکړل شوې دي.

کپل شرما چې خپرونه یې هم د کپل شرما شو په نوم له سوني ټلویزیون څخه اوونۍ کې دوه ځلې خپریږي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینووال لري.

د هغه دا ټلویزیوني خپرونه ډېره برخه تفریحي ده چې د بالیووډ سینما پیاوړي اداکارن پکې ملمانه او هغوی سره د هغوی د ژوند کارونو او اداکارۍ په اړه خبرې او ټوکې ټکالې کوي.

د معلوماتو له مخې، شرما به پخوا د یوې خپرونې په سر درې میلیونه هندي کلدارې اخیستی خو اوس یې دا نرخ پنځه میلیونو ته پورته کړی دی.

په هند کې د کورونا له امله د فلمونو ثبت او خپرېدو سره سم د کپل شرما خپرونه هم بنده کړای شوې وه خو اوس ویل کېږي چې دا خپرونه به ډېره ژر بیا پیل شي.

په لومړي سر کې کپل شرما ویلي و چې دوی غواړي یو څه ارام وکړي او همدا راز خپل ټول پام کورني مصروفیتونو ته کړي چې له کبله یې خپرونه بندوي.

اوس یو ځل بیا داسې خبرونه خپاره شوي دي چې د یادې خپرونې د بیا پیل لپاره چمتووالی روان دی او دا د کپل شرما د مینه والو لپاره ستر زېری دی.

کپل شرما چې د بالیووډ له اداکارنو سره ښې اړیکی او ټولو سره ډېری ټوکې کوي هغوی هم خوښوي او تر ډیره په دې موخه ډېر تشویقیږي چې خلکو او ولس ته خندا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب