جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمجاهد د ديپلومات په توګه د القاعده د غړي ټاکنه رد کړه

مجاهد د ديپلومات په توګه د القاعده د غړي ټاکنه رد کړه

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هغه راپورونه ردوي، چې ګواکې طالبانو په پاکستان کې نوي ديپلوماتان ټاکلي.

مجاهد وايي، چې دوی تر اوسه هيڅوک په اسلام اباد کې د نوي ديپلومات په توګه نه دی ګومارلی.

مخکې رويټرز خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي و، چې طالبانو له القاعدې ډلې د سره د تړاو په تور يو نیول شوی افغان او خپل تبليغاتي مبلغ سردار محمد شکيب په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د یادو راپورونو په اړه بې خبري ښودلې وه.

طالبان، چې پر افغانستان یې د واکمنۍ نيږدې درې مياشتې پوره کيږي، تر اوسه د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون يې د نړۍ هيڅ يوه هيواد په رسميت نه دي پېژندلي.

په زوره او نا مشروع ډول واک ته رسیدل، د بشري، ښځينه او نورو انساني حقونو پراخ نقض او دغه راز د واک انحصار او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې د طالبانو په اړه هغه جدي ملاحظې دي، چې نړيوال يې د طالبانو د نه په رسميت پېژندلو لپاره مطرح کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب