جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د اشرف غني لخوا یو پيل شوی هوایي دهلیز بیرته پرانیست

طالبانو د اشرف غني لخوا یو پيل شوی هوایي دهلیز بیرته پرانیست

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه)طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته، په لومړي ځل د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني لخوا د یوه جوړ شوي هوایي دهلیز دویم ځلي پرانیسته او د فعالیتونو پيل وکړ.

بیا پرانیستل شوی هوایي دهلیز د افغانستان او چین ترمنځ دی، چې له افغانستان څخه پکې پرون یو ځل بیا د جلغوزیو یوه لویه محموله چین ته واستول شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ګډون ګڼ چارواکي ورغلي وو.

 په مراسمو کې طالب چارواکو د دغه هوایي دهلیز په بیا پيل خوښي او هیله مندي وښوده، چې یاد شوی هوایي دهلیز به د افغانستان د سقوط ته نیږدې اقتصادي او بشري وضعیت د مهارولو لپاره ګټور تمام شي.

چین ته د افغانستان د جلغوزیو صادرات بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پیل کړل، چې د افغانستان اقتصاد ته يې ډېره ګټه وکړه.

د هغه په مشرۍ د جمهوري نظام له سقوط سره، دغه صادرات هم په ټپه ودريدل او سخت تاوان یې وکړ.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان د ملي بنسټونو او اداري نظام تر څنګ اقتصادي نظام هم سقوط شو، چې له کبله یې افغانستان له سخت بشري ناورين سره مخامخ شوی.

پرون د ایران د خراسان ولایت یوه مقام وویل، چې یوازې په دې ولایت کې له څو میاشتو راهیسې تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې افغان پانګوالو پانګونه کړې ده.

له افغانستان څخه د پانګونې او سلګونه زرو خلکو فرار د طالبانو له واکمنۍ وروسته یوه لویه اقتصادي ضربه ده، چې دغه هېواد ته یې رسولې ده.

په تازه راپورونو کې راغلي، چې د افغانستان ۲۳ ميليونه خلک دا اوس ډوډۍ نه لري، ۳ میلیونه ماشومان د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره لاس و ګریوان دي او هره ورځ ګڼ افغانان له لوږې مري، خو رسنۍ يې د سانسور او نه لاسرسي له کبله رسنيز کولای نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب