دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهکابل کې د استوګنځایونو او املاکو بیې ۶۰ سلنه پریوتي

کابل کې د استوګنځایونو او املاکو بیې ۶۰ سلنه پریوتي

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه)د کابل د معاملاتو د لارښوونې مالکان وایي، چې دلته د طالبانو له واکمنیدو سره د استوګنځایونو او املاکو بیې په بېساري ډول پریوتي دي.

د یوې لارښودې ادارې مسوول تمیم یوسف ویلي، چې مخکې په وزیراکبرخان سیمه کې د یوه کور کور منځنۍ کرایه په میاشت کې تر درې زرو امریکایي ډالرو وه، خو اوس هغسې یو کور له زر ډالرو څخه په لږې بیې کرایه شوی.

ویل شوي، چې د کورونو پېر و پلور هم تر ۶۰ سلنې پورې پریوتی، چې عمده دلیل یې د اقتصادي ستونزو شدت او له افغانستان څخه د پانګې او خلکو تېښته ده.

د کابل په مکرویانو کې د معاملاتو یوه لارښود محمد همایون ویلي، چې اکثرو خلکو خپل کورونه د خرڅلاو لپاره ورسره ثبت کړي، خو د ډېرو لږو بختورو کسانو کورونو ته پېرونکي پيدا کیږي.

پرون د ایران د خراسان ولایت یوه مقام وویل، چې یوازې په دې ولایت کې له څو میاشتو راهیسې تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې افغان پانګوالو پانګونه کړې ده.

له افغانستان څخه د پانګونې او سلګونه زرو خلکو فرار د طالبانو له واکمنۍ وروسته یوه لویه اقتصادي ضربه ده، چې دغه هېواد ته یې رسولې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب