دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهازبک سوداګر: ط ګمرکي فساد ورک کړی، خو په کار نه پوهیږي

ازبک سوداګر: ط ګمرکي فساد ورک کړی، خو په کار نه پوهیږي

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه)د افغانستان په شمالي سوداګریز بندر(حیرتان) کې چې ډېری ازبکستاني سوداګر پرې افغانستان ته سوداګري کوي، د طالبانو له واکمنیدو سره سوداګرۍ هم نوی رنګ غوره کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې د ازبکستاني سوداګرو په حواله ویلي، چې دوی له طالبانو سره د نوي چال چلند په زده کولو او تعامل اخته دي.
د رفیق خوجاکوف په نوم یو ازبکستانی سوداګر، چې په منظم ډول مزار شریف ته لوبیا واردوي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په ګمرک کې فساد کم شوی، خو چارې یې ډېرې ټکني شوي دي.
د هغه په خبره، له دې کبله چې طالب مامورین په کمپیوټر او نورو چارو سم نه پوهیږي، د درې ورځو کارونه یې اوس په یوه اونۍ کې هم نه خلاصیږي، چې سوداګري یې ورسره اغېزمنه شوې ده.
دغه سوداګر دا هم ویلي، چې طالب چارواکي د یو بل کار په ډېر دقت سره څاري، یانې پر یو بل بې باوره دي، چې دا کار یې د سوداګرو د چارو د ځنډیدو سبب شوی دی.
یو بل سوداګر، چې روسی دی او په افغانستان کې زیږیدلی، د احمد د مستعار نوم له کارولو سره یې یاد شوي اژانس ته ویلي، چې د طالبانو واکمنیدو هیڅ كوم مثبت ټکی په سوداګرۍ کې ورته نه دی پيدا کړی.
د طالبانو لخوا د حیرتان ګمرک لپاره ټاکال شوي مسوول عبدالستار رشید بیا د سوداګرو د نارضایتۍ ادعا رد کړې او ویلي، چې ټول ورڅخه خوشاله دي.

افغانستان او ازبکستان په ۲۰۲۰ ې د کال ۷۷۶ میلیونه ډالره سوداګري لرله، چې د ۲۰۱۹ په پرتله پکې څلورمه حصه زیاتوالی راغلی و.
د افغانستان پرځول شوي جمهوري نظام له دغه هېواد سره تر ۲۰۲۳ پورې دوه میلیارده ډالرو ته د کلنۍ سوداګرۍ د رسولو پلان درلود.
خو طالبانو تراوسه د هیڅ کومې برخې لپاره خپله تګلاره نه ده په ډاګه کړې او افغانان نه پوهیږي، چې دې سخت دریځې او له مدرسو فارغو شویو کسانو سره به یې له اوج ته رسیدلي بشري ناورین او ناڅرګندې راتلونکې سره برخلیک نور کوم لوري ته رسیږي؟

1 COMMENT

  1. دا قاتل او چور کوونکی تربیه شوی تنظیمونه او قاتل تربیه شوی طالبان د امریکا او انګلیس ظالمانه پروژه دی چی د ملت تدریجی تباهی لپاره کله د تنظیمونو بی سواده ګروپونه په ارګ کښی داخلوی او کله بیا دا کاملآ بی سواده طالبان ، امریکا او انګلیس پدی وحشیانه عمل سره کوشش کوی چی افغان ملت ددی مکروبونو په وسیله د تام فقر سره مخامخ کړی ( دا حالت اوس راغلۍ دی ) او د افغان ملت د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال عشق ددی تربیه شوو مضرو مکروبو په وسیله له مینځه یووړل شی او د وچی ډوډی پیداکولو پسی سرګردانه وی او مرتجع منورین د نفاق په فتنو مشغول دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب