سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونههندي مقام: که طالبان مو وګواښي، ژر به هوایي برید ورباندې وکړو

هندي مقام: که طالبان مو وګواښي، ژر به هوایي برید ورباندې وکړو

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه) ‏‏‏‏د هندوستان د اوتارپرداش ایالت اعلی وزیر په یوه تازه وینا کې خبرداری ورکړی، چې پاکستان د طالبانو واکمنۍ ته خوشاله دی، خو که دا ډله د هند د ګټو د ګواښلو نیت ولري، دوی به یې ژر تر هوایي بریدونو لاندې ونیسي.

نوموړي په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې هندوستان اوس د نریندرا مودي په مشرۍ یو ځواکمن هېواد دی او هیڅ ورته په کږو سترګو نه شي کتلی.

 ویل شوي، چې دغه هندي مقام د صدراعظم مودي له نیږدې او مخکښو کسانو څخه دی.

هند تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ اندیښمن و، خو د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په منځګړتوب ورته طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو مخکې ډاډ ورکړی و، چې له افغانستان څخه به ورته خطر نه پېښیږي.

له دې سره بیا هم، په وروستیو کې د هند صدراعظم نریندرا مودي د متحده ایالاتو د ولسمشر له هندي الاصله مرستیالې سره په لیدنه کې د طالبانو او افغانستان په اړه خپلې اندیښنې له نوموړې سره شریکې کړې وې.

هندوستان ظاهراً طالبانو سره ښکاره کومه ستونزه نه لري، خو پاکستان سره د دې ډلو ژورو اړیکو نه ښه احساس نه کوي.

طالبانو بیا – بیا ویلي چې د افغانستان له خاورې به د سیمې او نړۍ هیڅ کوم هېواد ته خطر نه پېښیږي.

څه موده مخکې په پلازمېنه کابل کې د افغان هندو باورو پر درمسال د طالبانو په جامه کې د یو شمېر وسله والو برید د هندوستان سخته غوسه پارولې وه.

1 COMMENT

  1. بغیرته هندوستان
    دوی بو کله هم دافغانستان ملګری نشی
    یواوزی خبری کوول شی نور
    پنجابیان او هندیوان دواړه یوه وینه دو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب