سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+د اتلانو په نوملړ کې يو بل اتل ورزيات شو

د اتلانو په نوملړ کې يو بل اتل ورزيات شو

ليکوال: ح حقوېش،
اتل هغه چاته ويل کيږي کوم څوک چې د خپل قام او وطن لپاره داسې سرښندنه وکړي چې خپل دوښمن ورته حيران پاتې شي، په افغان تاريخ کې له پېړیو پېړیو داسې ډير اتلان راتېر شوي چې د خپل وطن او قام د ساتنې په خاطر يې قربانۍ ورکړې دي، لکه مېرویس خان نيکه، احمد شاه بابا، امير امان الله خان، ډاکټر نجيب الله. خو اوس په دې تاريخ کې همدا ډول د وطن او قام په خاطر اشرف غني هم قرباني ورکړه، افغانان يې له وينو تويولو وژغورل، د وطن او قام په خاطر له خپلې منظمې واکمنۍ تېر شو، يو روغ جوړ اداري سيسټم، په پښو ولاړ نظام، يو اقتصادي له نړۍ سره اړيکه لرونکی هېواد يې د افغانانو په خاطر روغ جوړ طالب ته پرېښود.
اشرف غني که د واک حرص اخیستی وای نو دا مالومه خبره ده چې پرځای د پاتې کیدو لپاره به يې جنګ ته ادامه ورکړې وه، ورسره شته اردو، وسله، تجهيزات، ټيکنالوژي او نوري ټولي لاري به يې د طالب پرضد تر وروستي حده کارولې وې، او دا که بل څوک وای ممکن دا کار يې کړی وای، په دې کار سره به يې هېواد په کنډواله بدل شوی وو. بلخوا امريکايانو همدا غوښتل چې اشرف غني د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، او په افغانستان کې يوځل بیا خپلمنځي جنګونه پیل شي، خو غني برعکس بله لاره غوره کړه چې امريکا ته يې پکښې سياسي ماتې ورکړه، او افغانان يې د خپلمنځيو جګړو څخه وژغورل.
اشرف غني تر وروستۍ ګړۍ پورې چې طالبانو ته يې ارګ پرېښوده ښه منظمه افغانستان په لاس کې درلود، او هغه افغانستان يې طالب ته پرېښود، اوس مسوليت د طالب دی چې افغانستان په څه ډول اداره کوي، د افغانانو غوښتنې پوره کولی شي کنه؟ هماغسې منظمه اردو ساتلی شي؟ که د پنجاب لپاره يې له منځه وړي؟ اشرف غني ډک بانکونه او بودجه ورته پرېښودله چې د کرنسۍ ارزښت يې تر ډيره لوړ وو، اوس طالب پوه شو چې ارزښت يې تر کومه حده رسوي؟ خلکو ته روزګار څه ډول سموي؟ له نړۍ سره اړيکي څه ډول پالي؟ پاليسي او تګلاره خپله جوړوي که يې د بل په خوله مخته وړي؟ او داسې نور ډیر کارونه مخته ورته پراته دي. خو طالبان به هرڅه له اشرف غني څو چنده ښه او په معياري ډول افغانانو ته کوي، چې پرې قانع يې کړي. او افغانانو په لومړيو کې تمه هم درلوده چې طالبان به پخواني تعليم يافته او تجربه لرونکي خلک له ځان سره ملګري کړي، او د افغانستان د جوړولو لپاره به لاس په کار شي، خو کله چې دوی د تعليم يافته خلکو په ليري کولو لاس پورې کړ او د ملا هغه اخوند ملا دغه اخوند ګومارنې يې پيل کړې په دې سره د افغانانو تمه ورنه وشکېده.

2 COMMENTS

  1. عني خو بیشکه قهرمان دی خو نجیب خودکشي کړې او هغه دا چې: کله چې د کارمل د پرچمیانو او ستمیانو سره د روس په اوږو سپور راغی او ټول قدرت یې پرجمی ستمیان ته ورکړ چې په نتیجه کي بندي او قتل شو!

  2. سلامونه،
    د غني بابا اتلواله به مو هغه وخت سل په سلو منلې وای چې “” ۴۵۰۰۰ زیات و کم افغان مسلح قواوې مو د تش په نامه نیویارک او نورو ساتنې لپاره قرباني کړي!)”” نه وای ویلای!.
    زما په نظر شهيد میوندوال؛شهيد سردار داوود خان .. جنرال عبدل جبار قهرمان او….. په لسهاوو نومورکي(ګمنام) قهرمانان هم اتلان دي .
    اصل اتل ولس دی!.افغانه ادې ده چې دا اتلان ېې روزلي!.
    په درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب