شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهوال سټريت ژورنال: د ملي امنيت پخواني منسوبین داعش سره یوځای شوي

وال سټريت ژورنال: د ملي امنيت پخواني منسوبین داعش سره یوځای شوي

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه) ‏‏‏‏وال اسټریټ ژورنال په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د افغانستان د ملي امنيت لوی رياست ډېر پخواني کارکوونکي د طالبانو په ضد داعش ډلې ته ور روان دي.

د سرچينې په حواله، د ملي امنيت ډېرو ب

پخوانيو منسوبینو په داعش کې د غړیتوب لپاره نوم ليکنه هم کړې ده.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې د دغو پخوانيو استخباراتي کارکوونکو شمېر په کومه کچه دی او په کومو سيمو کې له داعش ډلې سره يو ځای شوي دي؟

طالبانو هم دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

ويل کيږي، چې د طالبانو لخوا د جمهوري نظام د استخباراتي او نورو دفاعي او امنیتي منسوبینو پر له پسې وژل او ځورونه د دوی خلاف داعش ډلې ته د هغوی د ورتلو سبب شوی دی.

داعش ډلې هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو د داعش ډلې د فعالیتونو او جلب او جذب د زیاتیدو راپورونه زيات شوي دي.

د طالبانو په ضد د مقاومت عالي شورا یوه غړي حاجي محمد محقق پرون وویل، چې داعش ډله به زر د طالبانو له منځه خپل بيرغونه پورته او د دې ډلې خلاف خپلو جګړو ته زور ورکړي.

طالبانو بيا داعش یوه مزاحمتي ډله ګڼلې او ويلي، چې جدي ګواښ نه دی.

خو د متحده ايالاتو او روسیې په ګډون ګڼ مهم قدرتونه په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتيا او پراختيا په اړه پرله پسې انډيښنې څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب