Homeخبرونهصالح ط ان د سلګونه ټپي افغان سرتېرو په وژلو تورن کړل

صالح ط ان د سلګونه ټپي افغان سرتېرو په وژلو تورن کړل

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د طالبانو د لوی درستیز مولوي هغو خبرو ته توند غبرګون ښودلی، چې ويلي: د سردار داود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د افغانستان د نړیدلي پوځ د سرتېرو له جسدونو ډک کانتينر ډک پاتې دي.

ښاغلي صالح ويلي، چې دا به د هغو ټپي سرتېرو له جسدونو ډک کانتينر وي، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته وژلي دي.

د صالح په خبره، دغه سرتېري د طالبانو لخوا په ۲۰۰۱ کې په شبرغان کې د خپلو وژل شویو جنګياليو په غچ کې وژل شوي دي.

مخکيني مرستيال ولسمشر، د طالبانو دا ادعا کړی عمل بشري جنايت ګڼلی او له نړيوالو بشري ادارو يې غوښتي، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

د صالح په وينا، په دې اړه څېړنو کې بايد بیړه وشي او تر هغې مخکې چې طالبان د خپل دغه جنايت ثبوت ورکوي، موضوع بايد سمه وڅېړل شي.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصيح الدين پرون په بدخشان کې د شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شويو طالب جنګياليو له کورنيو سره په ګډه غونډه کې وويل، چې طالبانو سره په جګړو کې د وژل شويو افغان جمهوري ځواکونو يو کانتينر جسدونه ورته په سردار داود خان پوځي روغتون کې پاتې، چې نه مخکينی حکومت او نه د طالبانو اداره د وژل شويو سرتېرو د کورنيو په موندلو بريالي شوي دي.

طالبانو د امرالله صالح تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...