سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ملي مقاومت جبهه وايي، احمد مسعود په تاجکستان کې دی

د ملي مقاومت جبهه وايي، احمد مسعود په تاجکستان کې دی

تاند (دوشنبه، د عقرب۱۰مه) د روسیې تاس خبري اژانس وايي، د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په تاجکستان کې دی.

د ملي مقاومت جبهې یوه ویندوی کبیر وثیق تاس ته وویل «احمد مسعود اوس په تاجکستان کې دی، خو ځینې وخت افغانستان ته ځي چې په سیمه کې د مقاومت له ځواکونو سره وویني.»

ده همداراز وویل چې احمد مسعود هڅه کوي چې د طالبانو پر ضد د بېلابېلو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

وثیق زیاته کړه «مسعود هڅه کوي چې د طالبانو پر ضد د جګړې د ملاتړ لپاره د سیمې هیوادونو او درستې نړۍ ته قناعت ورکړي.»

واثیق وايي چې د ملي مقاومت جبهه د تاجکستان له حکومت سره ښې اړیکې لري او تاجکستان د طالبانو پر ضد په جګړه کې له افغانانو سره د پام وړ مرسته کړې ده.

که څه هم د ملي مقاومت جبهې ویندوی ادعا کړې چې مسعود کله کله افغانستان ته هم ځي خو راپورونه وايي چې مسعود وروسته له دې چې طالبانو پنجشېر ونیوه او دی تاجکستان ته وتښتېده، بیا افغانستان ته نه دی راغلی.

خو مسعود په بېلابېلو هیوادونو کې د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅې کړي دي.

په وروستیو کې امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې مسعود د امریکا په کانګریس کې لابي توب پیل کړی او ځینې کسان یې دې کار ته ګومارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب