Homeخبرونهتازه ویډيو، ط انو د باميان پر بوتانو ډزې کړي

تازه ویډيو، ط انو د باميان پر بوتانو ډزې کړي

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه) ‏په يوه تازه رسنیزه شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو جنګيالي پر افغانستان له واکمنیدو وروسته، د‌باميان ولايت پر بوتانو ډزې کړي دي.

ويل شوي، چې دغه ویډیو د روان ميلادي کال په سپتمبر مياشت کې ثبت شوې ده.

په بامیان ولایت کې د بودایي دورې يو شمېر بوتان باقي پاتې دي، چې خورا تاريخي ارزښت لري.

طالبانو پخپله لومړۍ دوره واکمنۍ کې د باميانو څو ډېر مهم بوتان په بمونو والوځول، چې په نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شول.

پرون د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح، په يوه ټویټ کې طالبان تورن کړل، چې د پاکستاني استخباراتو لخوا د نورو اهدافو تر څنګ د افغانستان د فرهنګ د نابودولو لپاره رامنځته شوي او ګومارل شوي دي.

طالبانو د تازه خپرې شوې ویډیو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. دا به هغو خرو طالبانو کړې وي چې د پاکستان لپاره کار کوي. پاکستان پدې عمل هند خفه کول غواړي او د افغانانو سره یې اړبکي خرابول مقصد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...