دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان بيا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ

پاکستان بيا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه) ‏په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان په يوه تازه تلويزوني مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که افغان سياسي لوري د يوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو په وسيله د اوسنيو ننګونو په حل ونه توانیږي، افغانستان به له کورنۍ جګړې سره مخ شي.

پاکستاني سفير د يک ټلوېزيون سره په دې مرکه کې دا ټينګار هم کړی، چې له ګاونډيو، سيمې او نړۍ سره ښې اړيکې افغانستان د ښې راتلونکې پر لور وړلای شي.

پاکستان د جمهوري نظام له سقوط مخکې هم په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پيښيدو خبرداری ورکاوه او ټينګار يې و، چې د دې جګړې د مخنيوي لپاره بايد طالبان په واک کې شامل کړل شي.

اوس د پاکستان يو شمېر منتقدین باور لري، چې دغه هېواد له يوې خوا طالبان د واک انحصار او استبداد ته هڅوي او له بلې خوا يې د ادارې له نه په رسميت پېژندلو سره ځان د دغې ډلې د واک ته رسولو له مسووليت څخه غواړي خلاص کړي.

طالبانو د پاکستاني سفير خبرداري ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دا خبره چی ” طالب تر اوسه د سفیر ددې څرګندونی په هکله غبرګون نه دئ ښودلئ “.
    د غبرګون انتظار او توقع به داسی مثال ولری لکه یو څوک چی ووائی:
    د پاکستان سفیر تر اوسه د خپلی څرګندونی په هکله کوم غبرګون نه دئ ښودلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب