دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکايي وزیر: اوسني افغان حاکمان موږ واک ته ورسول

امریکايي وزیر: اوسني افغان حاکمان موږ واک ته ورسول

تاند:( دوشنبه، د عقرب لسمه)د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو په اړه له ځینو رازونو پرده پورته کړه.

نوموړي تېره شپه په یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل، چې د امريکا متحده ايالاتو د پلان مطابق، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ يو ټول ګډونه حکومت بايد جوړ شوی وای.

د هغه په وينا، د جمهوري نظام له سقوط څخه مياشتې مخکې له ولسمشر غني سره په دې اړه په اړیکه ول، چې واک په سوله ييزه توګه طالبانو ته وسپارل شي.

د امريکايي وزير د معلوماتو له مخې، د جمهوري نظام له سقوط څخه يوه شپه مخکې هم په دې اړه ولسمشر غني سره په ټلیفون غږيدلی و.

د بلینکن په خبره، په وروستۍ ټلیفوني مکالمه کې افغان ولسمشر ورته وويل، چې که طالبان ورته پخپله مشرۍ په جوړيدونکي ټول ګډونه حکومت کې د ټولو لوریو ګډون تضمين ونه کړي، تر مرګه به ورسره وجنګيږي.

امريکايي وزير د داسې څرګندونو باوجود، له هېواده د ولسمشر غني ناڅاپي وتل حیرانوونکې ګڼلې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو ډېر منتقدین ادعا لري، چې دوی ته د افغانستان واک د يوې مرموزې معاملې په اساس سپارل شوی دی، خو طالبانو په څرګندو ټکو له امریکا سره په دې اړه معامله نه ده رد کړې.

2 COMMENTS

  1. دا خو ښکاره خبره ده چې طالبان امربکا قدرت ته ورسول کنه طالبانو په زر کاله هم بیا افغانستان نیولی نشو. خو اشرف غنی هم خاین و چې د ملت نه یې هر څه د خپلې ګټې لپاره پټ ساتلی و او بیا لکۍ په کونه وتښتید.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب