دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+انګلیسي کیپتان د اصغر ریکارډ مات کړ

انګلیسي کیپتان د اصغر ریکارډ مات کړ

تاند- د انګلیستان ایون مورګن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د اصغر افغان او د هندوستان د میهندرا سینګ دوهني د کیپتانۍ په مهال د ګټلو لوبو د شمېر ریکارډ مات کړ.

انګلیستان پرون د نړیوال شل اوره جام سیالیو په لړ کې پر له پسې درېیمه لوبه وګټله.

مورګن په ۶۸ شل اوره سیالیو کې تر خپلې کیپتانۍ لاندې ۴۳ مسابقې ګټلې دي، د هند دوهني، چې تېر کال تقاعد شو، په ۷۲ سیالیو کې ۴۲ ګټلې وې.

خو د افغانستان اصفر افغان (ستانکزي)، چې د یکشنبې په ورځ په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې د نامیبیا له ماتې وروسته د افغانستان په ملي لوبډله کې له لوبو استعفا اعلان کړه، په ۵۲ سیالیو کې ۴۲ ګټلې وې.

د مسابقو شمېر ته په کتو اوس هم اصغر افغان د نړۍ تر ټولو بریالی کیپتان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب