Homeخبرونهنیوزیلنډ هم د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

نیوزیلنډ هم د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱۱ مه) د نیوزیلنډ حکومت په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره.

نیوزیلنډ په داسې حال کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی چې لا هم دا هیواد یو شمېر افغانان او نیوزیلنډیان له افغانستانه باسي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تایید کړه چې حکومت یې له افغانستانه په وروستیو اوونیو کې د ۵۷ تنو له ایستلو سره مرسته کړې ده. خو د اګست له پنځلسمې را په دې خوا یې د هوا له لارې ۳۹۳ تنه له افغانستانه ایستلي دي.

د ویاندې په وینا د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرېNanaia Mahuta نانایا ماهوتل پرېکړه کړې چې په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر ماتیو هاوکینز د افغانستان لپاره د نیوزیلنډ ځانګړی استازی وګوماري او دا دنده د دې لپاره ورسپاري چې له افغانستانه د نیوزیلنډیانو او هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته وکړي چې د نیوزیلنډ وېزې لري.

نیوزیلنډ تر دې پخوا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی نه درلود.

د نیوزیلنډ حکومت تر ۱۲۰۰ ډېرو افغانانو ته، چې په افغانستان کې یې له نیوزیلنډي ځواکونو سره کار کړی او همداراز د هغوی د کورنیو غړیو ته وېزې ورکړي دي.

نیوزیلنډ په بامیان کې د ولایتي بیارغونې ټیم درلود او اکثره وېزې یې هم د دغه ولایت اوسېدونکو ته ورکړي دي.

د افغانستان لپاره د نیوزیلنډ ټاکل شوی استازی هاوکینز تېره اوونۍ په دوحه کې و چې له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

د قطر هوايي شرکت له نیوزیلنډ سره له افغانستانه د کسانو په ایستل کې مرسته کړې ده.

1 COMMENT

  1. نیوزیلنډ په نړۍ کی یو بشردوسته او انسان خواخوږی هیواد دی چی همیشه يی د ملګرو ملتونو په چوګاټ کی د سولی او خبرو له لاری د نړیوالو ناورینونو د هوارولو هڅی کړی دی.

    د افغانستان اوسنی ناورین چی عام بی وزله وګړی دلوږی او فقر له لا سه د ژوند او مرګ سره لاس او ګریوان دی د افغانستان لپاره د نیوزیلند د خاص استای ټاکل یوه ښه او په ځای پریکړه ده.

    تالبان باید خپل تور جهالت یو خوا کیږدی او بی وزلو افغانانو ته د نړیوالو د بشری مرستو په رسولو کی هیڅ ډول خنډونه پیدا نه کړی. او بی وزله او ناداره افغانان د خپلو سیاسی لوبو ښکار نه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...