یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونههند: پاکستان کې روزل شوي افغان طالبان پرهندي اهدافو د برید پلان...

هند: پاکستان کې روزل شوي افغان طالبان پرهندي اهدافو د برید پلان لري

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۰) هندي رسنۍ د یاد هېواد د استخباراتي ادارې له قوله وایي ، چې د پاکستاني کمانډویانو له لوري روزل شوي افغان طالبان په جمو کمشیرکې پرهندي اهدافو د برید پلان لري.

انډیا ټوډی ورځپاڼې هند د استخباراتي له قوله زیاتوي، چې دوی ته رسېدلي تازه راپورونه ښیي، چې

«آی ایس آی» د افغان او پاکستاني طالبانو یوګروپ جوړکړی څو په کشمیرکې پرهندي اهدافو باندې بریدونو کې ترې ګټه واخلي.

سرچینه وایي، چې په یاده ډله کې له ګرځنده ټیلیفونونو ګټه ډېره محدوده ده او په خبره یې یاد ترهګر به کشمیرکې د ناداره خلکو کورونو کې ژوند کوي.

دهند استخباراتي اداره زیاتوي، چې پاکستان به تر ۳۰ سلنه ترهګرو ته د کنټرول کرښې له لارې هند ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.

پاکستان حکومت بیا د هند د استخباراتي ادارې د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. کله چی عمران خان له ټرمپ سره خبری کولی نو ټرمپ غوښتل چی کشمیر په اړه ورسره بحث وکړی مګر عمران خان ورته د افغانستان د سولی خبری وړاندی کړی چی موږ حاضر یو طالبان له تا سره خبرو او سولی ته حاضر کړو نو پاکستان کوښښ کوی چی افغانستان کی بیا د طالبانو نظام جوړ شی او له همدی طالبانو څخه د کشمیر او ایران او روسیی پر ضد کار واخلی ځکه ویل کیږی چی اوس د قطر ټول طالبانو ته امریکا له لومړی ورځی تر ننه پوری معاش ورکوی او ټول مصارف یی دقطر هیواد له لاری ورکوی

    هند باید دا ډول شکایتونه ملګری ملتونو امنیت شورا ته مخکی لدی چی دا کار وشی وړاندی کړی ځکه بیا چی کوم کار وشی او بیا شکایت کول بی معنا ده او نړیواله ټولنه د هند خبرو ته غوږ نه نیسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب