چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په بلوچستان ایالت کې چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله...

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چاودنې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( دوشنبه، د اسد ۲۰) د پاکستان په بلوچستان سرحدي ښارچمن کې یوې بمي چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني پولیس وايي، چې په دې چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او۱۰ نور ټپیان شوي دي.

پولیس زیاتوي، چې ټپيان یې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدولي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودلی دی.

بل لورته د چمن روغتون چارواکي وایي، چې له یادې پېښې روغتون ته پنځه جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي دي.

دوی د ځينو ټپيان حالت د اندېښنې وړ بولي.

ځایي خبریالان بیا وایي، چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکیان دي.

خو بل لورته یو شمیر راپورونه وایی، چې نن سهار د بلوچستان چمن په مال روډ سیمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

سرچېنې وايي چې چاودېدونکي توکي په یو موټرسايکل کې ځای پرځای کړل شوي وو.

د پېښې پړه د حزب الاحرار ډلې په غاړه اخیستې ده او ګڼو پاکستاني پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب