Homeخبرونهغزني کې د عامو خلکو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

غزني کې د عامو خلکو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۰) د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړونده بالای سیمه کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ نښته روانه ده.

د غزني د والي ویاند، وحیدالله جمعه زاده وایي جګړه درې ورځې وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ د عشر او ذکات پر سر اختلاف رامنځته شو.

د غزني د والي ویاند وایي په جګړه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په یاده نښته کې د طالبانو د کمیسون د مشر په کډون دوه وسله وال وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

مقابل لور ته د ځایي اوسیدونکو چې منګل او ځدراڼ دي دوه تنه وژل شوي او ۴ نور یي ټپیان دي.

ویل کیږي چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه لاهم دوام لري.

1 COMMENT

  1. همدغه شان چي عام خلک د ٹاليب مرده گاو پر ضد راپاسي ٹاليب به ڈير زر له دي پاكي خاوري ورک شي.
    ٹاليب د افغانانو د ناموس دوشمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...