تجرید عربي لفظ دی، موږ یې په عمومي ډول خپله محاوره کې کاروو؛ البته د مطالعې یا عمل تجرید زموږ په ټولنه کې یا نه شته یا د نشت تر کچې کم دی.
تجریدي مطالعه او عمل دادي چې پر یوه خاص کار او ځانګړي فن تمرکز وشي. انسانان د خپل ژوند په لومړیو کی عمومیات یا کلیات زدکوي، کله چې يې عمر زیاتېږي، د زدکړو سویه يې لوړېږي او د تخصص درجې ته ځي نو له کلي او عمومي جزئي او خاص ته سیر کوي چې اخر یې پر یوه خاصه نکته ټول تمرکز راټول شي. همدغه کار که په عملي بڼه وي؛ نو د عمل تجرید ورته وايي، که په مطالعه کې وشي د مطالعې تجرید او که تعلیم کې وشي د تعلیم تجرید یې بولي او دا د هر انسان لپاره اړین څه؛ بلکې له دې پرته پرمختګ او اختراع ناشونې ده.
پخوا چې به خلکو زیاتره عمومیات زدکول، نو هغوی چندانې اختراعات هم نه لرل. تر یوه کلي لاندې حتمي جزئیات وي، که یوڅوک د کلي د پېژندلو هڅه کوي باید جزئیات يې لومړی وپېژني او بیا د هغوی له خواصو معلومولو وروسته د کلي پر پېژندلو د توانیدلو شونتیا زیاتېږي، اما که جزئیات معلوم نه شي او د هر یوه ځانګړې پلټنه ونه شي له دې په صرف نظر کولو د کلي پېژندنه که څوک وړاندې کړي هم به مبهمه وي او هم به خاصه ګټه پر مرتبه نه وي؛ د دې په نسبت به د هغه چا معلومات او نظر ډېر د اعتبار وړ او حقیقت ته نژدې وي چې د کلي تر جزئیاتو وروسته یې هم د جزي په اړه او هم د کلي په اړه نظر ور کړی وي.
هر څونه چې تمرکز زیاتېږي په هماغه کچه د اختراع او ټولنې ته د نوي شي د وړاندې کولو شونیا ډېرېږي، تر اوسه مې د چا په اړه نه دې لوستي او نه مې اوریدلي دي چې د شلو علومو او فنونو ماهر و او په پلاني پلاني علم و فن کې يې دغه نوي کارونه کړي دي؛ اصلا د شلو علومو ماهر نه شته څوک چې ځان د ګڼو فنونو ماهر ګڼي حقیقت کې تشې خبرې وي. په نننۍ نړۍ کې دا کار سخت ځکه دی چې د هر فن ساحه پراخه شوې ده او په ټوله معنا پر دې یوه ساحه غیږ را ګرزول او ځان د مهارت تر کچې په پوه کول که ناشونی نه دی نو سخت کار خو له شک پرته دی.
د طب په برخه کې موږ د یوه انسان د بدن لپاره په لسګونو متخصص ډاکټران لرو، په ټولنه کې د دغه ډول حقیقت وجود خپله د د عملي و تعلیمي تجرید اهمیت داسې په ګوته کوي چې انکار یې ناشونی دی.
دغه مهم ټکي ته نوره نړۍ په ډېره ښه توګه متوجې شوې ده، هغوی که د یوې موضوع په اړه څوک ږغوي هم هر کاره نه راغواړي او نه يې نظر ته اهمیت ور کوي، بلکې د متخصص په لټه وي که یې د نړۍ په هر کونج کې پيدا کړ په هره ژبه يې پر دې موضوع خبرې کولای شوای هغه ورته مشکله نه ده دوی ترجمه کوي اما یو غیر متخصص کس ږغول ورته ستونزه ده.
که دوه کسان عملا په سیاست کې ښکیل وي؛ یوه یې سیاست هم ویلی او عملي سیاست هم کوي، نو د ده ږغول نسبت هغه کس ته ګټور دي او دی يې د هغه په پرتله وړ هم دی چې یوازې عملي سیاست کوي، ډېر امکان لري چې په دې برخه کې د عملي سیاست والا له تیوریکي پلوه له افلاس سره مخ وي، په عملي سیاست کې ممکن هغه یوازې په محلي کچه سیاستوال وي؛ خو هغه بل کس د سیاستپوه په توګه له نړۍ وال سیاست څخه خبر دی او په تیوریک لحاظ د نړۍ د سیاستونو په اړه معلومات لري چې تر څنګ يې د عملي سیاست محلي یا سیمه ییزه تجربه هم لري، نو طبعا به تر هغه بل د ده ږغول هم ګټور وي او هم به يې مناسب شخص انتخاب کړی وي، دا قاعده که کلي نه وي نو پر اکثریت د تطبیق وړ ده.
که موږ په دې نظر یو چې ټولنې ته خدمت وکړو یا حد اقل ځانونه جوګه کړو؛ باید له کلیاتو او عمومیاتو ور شوه او له خپل ذوق او اړتیا سره سم د تخصص یو مسند د ځان لپاره غوره کړو چې په دغه وخت کې هم ځان د خدمت جوګه بللای شي او هم يې خدمت په ټولنه کې موثر واقع کېږي.
هره خبره نوې نه وي او نه هره خبره پر اوریدونکو تاثیر کوي، څوک چې له خپل زمان و مکان سره مناسب د خدمت ابزار ونه لري هغه به څه نوې خبره یا نوی کار وکړي؟ د نن عصر نوي ابزار د فنونو او علوم تخصصي کول دی چې له عمومیت او هر کاره ګۍ څخه باید ووزي. یوه بل مثال ته چې نن ښه سره لګېږي او مهم هم دی به راشم:
زموږ د دیني او شرعي متن علماء ولې د دین په اړه د یوه داسې تعبیر له افلاس سره مخ دي چې د مکان، زمان او ټولنې پر شرایطو برابر وي؟ ځکه دوی د دې برخې له حالاتو سره مناسب او لازمي ابزار نه لري؛ له پښ سره که د اهنګرۍ وسایل نه وي هغه به څه وکړای شي؟ ګیله هم نه ځنې کېږي. زموږ دیني علماء که ځانونه د دین او شریعت متخصصین بولي بیا يې باید له حالاتو، زمان او مکان سره د تطبیق مناسب فورمولونه هم زدکړه کړي، د هغه تعبیر وړتیا هم په ځان کې پيدا کړي چې وخت يې ځنې غواړي که يې وړاندې نه کړي نو دیني ارزښتونه به په ټولنه کې د ملنډو شي او په دې برخه کې به ټوله پړه د هغه معبر پر غاړه وي چې لازم و مناسب ابزار يې نه در لودل خو بیا يې هم د یوه داسې ټولنیز کار د انجامولو اقدام وکړ چې نه يې وړتیا لرله او حتا نه یې دا فکر کړی وو چې دغه هر څه ورته لازم او ضروري دي. نن چې د نړۍ په هره برخه کې د دیني مفکرین شته خو موږ يې نه لرو، ستره وجه يې همدغه ده چې موږ يې ابزار نه دي تیار کړي، زموږ علماء تر اوسه د تجريدي عمل او تعلیم په اهمیت نه پوه دي او نه ارزښت ورته لري. تر هغو به له افلاس سره مخ یو چې دغه عيني شرایطو زېږولي ټولنیز جبري شرایط مو نه وي پوره کړي او دا قاعده ده چې شرط نفي شي مشروط بیخي وجود ته نه شي راتلای.
ټولنې ته خدمت هغو کسانو کړی دی چې د تجرید په اهمیت پوه شوي او عملي کار يې هم له دې ځایه پيل کړی دی، په انساني ټولنه کې باید د تخصص ساحې وټاکلې شي او هر متخصص د خپل فن په ساحه کې کار وکړي چې که نوی کار ونه کړي نو هغه زوړ له اسلافو راپاته چوکاټ خو حد اقل ونه شرموي، اما که څوک تجرید ونه کړي پر هغه پرمختګ او اختراع د طې ټکی دی بلکې د نورو ثابت شوي اصول او چوکاټونه به هم په شرمونو وشروموي. دا اوس یو بهترین اصل دی چې که څوک د خدمت چیغې وهي خو تجرید نه کوي، نو اصلا خدمت نه غواړي بلکې یوازې يې کار تر شعاره دی. راځئ تجرید تجربه کړو او بیا يې له ګټو څخه برخمن شو!
۲۰۲۰/اګست/۱۰