پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهقرارد حضرت علي تر شا د حضرت لنډه غر کیسه/ د مجید...

د حضرت علي تر شا د حضرت لنډه غر کیسه/ د مجید قرار لیکنه

د حضرت علي زوی د ملي اردو د سرتېري سپکاوی کړی دی. دا مسأله داسې سطحي مه اخلئ. د دې تر شا یو لوی بحث پروت دی چې د افغانستان د ملت جوړونې په تړاو په تینک ټانکونو، تحقیقاتي بنسټونو، اوږدو مضامینو او تالیفاتې کې بحثونه پرې کېږي. بحث دا دی چې آیا تر شل کاله متواترې سرمایه ګذارۍ وروسته لنډه غر انسانان شوي دي او کنه؟ د دوی اولادونه هم لنډه غر دي، که نه، د لنډه غرو اولادونه له پلارانو بدل دي.

وارلارډ یا ټوپکسالار په ټوله نړۍ کې تعریف شوې اصطلاح ده. په قاموسونو او دایره المعارفونو کې خاص تعریف لري. په افغانستان پورې محدوده پدیده نه ده. وارلارډ په ټولو تر جګړې وروسته ټولنو کې وي. د دوی خواص، سرچینه، ریښې، رول، هرڅه په مفصلو مقالو، کتابونو او بحثونو کې شرحه شوي دي. د افغانستان لنډه غر هم د نړۍ پوهانو، انټراپولوجیسټانو او څېړونکو د نړیوال لنډه غر یا وارلارډ تر تعریف لاندې منلی دی، خو د افغانستان وارلارډ د یوې سترې توطیې یا سترې غلط پامۍ پر اساس دوه غلط امتیازات اخیستي او لا یې هم اخلي.

لومړی دا چې ځان ته یې د جهاد په نامه دیني مشروعیت ورکړی دی.

دوهمه دا چې ځان ته یې د محلي رهبر په نامه ولسي او قومي مشروعیت ورکړی دی.
زموږ بحث دلته له ټولو پوهانو سره همدا دی چې د افغانستان وارلارډ هم د سومالیا او بل هر ځای د وارلارډ په څېر، یو جرم پېشه، بې ریښې، بې وفاء، خشن، او له کرکې او کینې ډک مخلوق دی. ده ته د قوم، دین، او ولس په نامه مشروعیت ورکول د نړیوالې ټولنې اشتباه ده.

موږ کله کله پر دې موضوع مفصل او په ساعتونو بحثونه کوو.

ځینې خلک چې لا هم په افغانستان کې د وارلارډانو دفاع کوي، استدلال یې دا دی چې د دوی یو نسل مخ پر ختمېدلو دی. راتلونکي نسل یې چې ښه پوهنتونونه لوستي، تعلیمونه یې کړي، عصري دي، ازاد خیاله دي، ریښتینې رهبران کېدای شي.

له بده مرغه ولسمشر غني هم پر همدې باور د وارلارډانو دوهم نسل اکوڼي پر لوړو څوکیو وګومارل چې زما په نظر، تاریخي اشتباه وه.

زما پر اند، د وارلارډ بچی که زغمل کېږي هم، د یوه عادي افغان ځوان په حیث دې وزغمل شي. دا چې د ولسمشر له راتګ سره سم د وارلارډانو د اکوڼو یو دوهم نسل پر اذانونو راغی. زبیر مسعود، د فهیم زوی، د مطلب بېګ زوی، د جنرال جرأت زوی، د هغه زوی، د دغه زوی پر معاونیتونو، معینیتونو وګومارل شول، له یوه طرفه د عدالت منافي کار و او له بل پلوه، د لنډه غریزم د ریښو لا غښتلي کول و.

د افغانستان وارلارډ نه یواځې دا چې دیني مشروعیت نه لري، مجاهد نه دی، قومي مشروعیت هم نه لري او د قوم استاځی هم نه دی.

بلکې پر دې دوو سربېره، یو تر ټولو غټ مشکل چې لري، هغه یې د ملي ارزښتونو شعوري دښمني هم ده.
په نوره نړۍ کې ډېر کله داسې شوي چې جرم پېشه خلک په پوځ او استخباراتو کې هغو دندو ته استول کېږي چې خطرناکې وي او ترسره کول یې جرمي او لا ابالي ذهنیت غواړي. د دې خبرې یو لامل دا و چې د هغو ټولنو جرم پېشه وګړي یواځې مجرمان و، خو د وطن شعوري دښمنان نه و. برېتانیا پر خپلو سمندري غلو وطنونه لاندې کړل، خو د هغوی سمندري غله د برېتانیا ګټو ته ژمن و.

د افغانستان د لنډه غر تر ټولو اساسي ستونزه دا ده چې له دوو اړخونو له ملي ارزښتونو سره شعوري او بنسټیزه دښمني لري:

۱) اکثره یې د افغانستان د نظریې، نامه، جوړښت، تاریخ، تاریخي اتلانو، کلتور، ژبو، او ارزښتونو په مقابل کې شعوري او ژور روزل شوي دي.

۲) اکثره یې د قومي او سمتي فاشیزم د ناروغۍ تر څنګ په شدید سیاسي او مذهبي فاشیزم مبتلا دي. یعنې اکثره وارلارډان پر یوه وخت دری ډوله فاشیزم: الف) قومي او قبیلوي، با) مذهبي او افراطي ج) سیاسي او ایډیالوژیک فاشیزم مبتلاء دي چې دا دری ډوله فاشیزم د افغانستان وجود او ملي ګټو ته اساسي خطرونه متوجه کړي دي.

ښایي ځینو ته دا جالبه وي چې وارلارډ غوندې لوچک او بې اخلاقه کرکټر مذهبي فاشیست وګڼل شي، خو حقیقت همدا دی چې دوی په جرایم پېشه توب سربېره بدترین مذهبي تعصب هم لري، او د خوارجو افکارو ته ډېر په اسانه تسخیرېدای شي چې یوه ښه نمونه یې د فرخندې د لنډه غرو قاتلینو ده چې اکثرو یې د لنډه غرو په شبکو پورې تړاو درلود.

دا چې لنډه غر قومي فاشیسټ دی، د دې معنا نه لري چې د کوم قوم استاځی دی. بالعکس، لنډه غر په ټولو قومونو کې شته او د تر بل هر چا مخکې د خپل قوم ګټو ته ګواښ دي. دوی ته د قومونو استاځي د دې ضرورت پر اساس ورکړل شوې ده چې ګواکې په قومونو کې رهبرۍ نشته. باید د رهبرۍ خلا ډکه شي. دا خبره یو څه وزن لري، خو بل اړخ ته دا ستونزه هم باید جدي ونیول شي چې د دوی په وجود کې سالمه رهبرۍ هیڅکله ظهور نشي کولای او ولسونه د دوی د بد اخلاقۍ، غلاوو، غصب، او ظلم له امله ورځ تر ورځې د نورو افراطي ډلو منګولو ته لوېږي. دغه راز، د دوی غلاوې، غصب، زورګویۍ او بد اخلاقۍ نظام ننګوي، نظم او ډسپلین ته ګواښ دی، د قانون حاکمیت ګواښي، اداره کمزورې کوي، د عوایدو را ټولېدل ګواښي، د خلکو رواني امنیت ګواښي، سرمایه ګذارۍ ته خنډ او د حالت د بهترېدلو په مقابل کې تر ټولو لویه ننګونه ده.

دا د افغانستان د ځوانانو اساسي او تاریخي رسالت دی چې د ټوپکسالار او جرایم پېشه لنډه غر له لاسو څخه د جهاد په نامه دیني، او د قومونو د استاځۍ په نامه ولسي مشروعیت واخلي، نړۍ ته یې رسوا کړي، نړیوال قانع کړي چې لنډه غر ونه پالي او بالآخره، په ټولو سیاسي، اخلاقي، تبلیغاتي او فرهنګي ډګرونو کې د ټوپکسالاریزم پر خلاف غږ پورته کړي.

د حضرت علي د زوی لخوا د ملي اردو د سرتېري د سپکاوي پېښه نه یوه ده، نه یو ځل پېښېدوکې ده، او نه یواځې د ننګرهار یا کابل ستونزه ده. دا د رهبرۍ په کچه د افغانستان لپاره یو ستر او ژور بحث دی چې باید جدي غور پرې وشي.

10 COMMENTS

  1. د لنډغرو او جنګسالارانو د رسوایی لپاره که دولت ، ځوانان ، سیاسی فعالین او مطبوعات شپه او ورځ کار وکړی دومره به ګټور نه وي لکه خپله د بدمعاش یا لنډغر شخصی ، فامیلی رویه .
    دا همهغه لنډغر دی چې د حضرت علی له خوا هره میاشت یو لک پونډه په لندن کې د هغه شخصی حساب ته وراضافه کېدې چې زمونږ دهېواد لپاره په راتلوکې کې یو مضر ، جاسوس ، بدمعاش د قوم سپکونکی او د خپل پلار ځایناستی لنډغر وروزل شي.

    د ننګرهار د یو لنډغر زوی احمدعلی خپل پلار دومره دهیوادوالو په زړونو کې منفور کړ چې دا کار مطبوعاتو ، ځوانانو او سیاست مدارانو په یوکال دوامداره موده کې نشو ترسره کولای.
    د افغانستان د دفاع وزارت مکلف دی دخپلو سرتیرو او د هېواد د مدافعینو له حیثیت ، شرف او عزت نه په هر حالت کې دفاع وکړی ، موضوع څارنوالۍ ته راجع کړي، چې بل داسې پوچ مغزی او د پردیو جاسوس خپل زړور سرتیری ته په کږو سترګو ونه ګوري.

  2. GOVERNMENT/DEFENSE MINISTRY/INTERIOR MINISTERY ALL PROFILL
    MUST SEND TO JUSTICE,AND GAVE TO THEM FUNISHMENT BY THE LAW/
    AFGHAN ARMY AND POLICE ALWAYS RIGHTS;
    WARLOARDS ARE MILLIONAIRE THEY DONOT ACCEPT RULLS AND LAW,
    THANK YOU

  3. باید دغه لنډغر بچیه زر تر زره محکمی ته کش شی
    افسوس به هغه سرتیری چی دا یی وهلو او کنزه یی ورته کولی او دغه سرتیری ورته اثره کولا.مرګ یوه ورځ راځی نه هر وخت. لعنت دی وی پر لنډغرو

  4. خورا کره شننه، خو ای کاش چې زموږ غږ تر چا رسیدای، کرزی دغه داړه ماران دومره وپړسول او ولس حاکم کړل چې خلاصون تری ان ناشونی برېښي…اوس یې غني په خورا سیستماتیک ډول پر ولس تپي چې ښایي پیړۍ پیړۍ او په سیستماتیک ډول پر ولس واکمني وکړي… د نا امنیو زیاتره ستونزې له مخالفو سره د یو ځای کیدو یو ستر لامل په نظام کې دغه لنډ غر دي..

  5. خو مونږ حیران دې ته یو، چې ولسمشر خو د نړۍ دویم متفکر دی ، نو بیا ولې د لنډغرو زامن په لوړو څوکیوګماري،څه مجبوریت لری، که دی په ځان کې وس نه ویني نو ولس ته دې مراجعه وکړي، زما د به خدای قسم وي که په نورو ملکونویو عادی ماموریت هم، د ربانی ، فهیم ضیامسعوداو نورو زامنو ته پیدا شي، خو زمونږ ولسمشر یې د ملي امنیت ، بهرنیو چارو وزارت او داسې نورو لوی موقفونو باندې ګماري، څه شو ستا هغه تفکر؟ ولې متفکر نو داسې وي؟د هیواد سرنوشت دې به لوی لاس د داسي نا اهله خلکو په لاس کې ورکړ، زه د یوې صحنې شاهدیم یو وزارت کې ازموینه واخیستله شوه چې پښتانه نسبت نورو ته ډیر کامیاب وو له اتو نهو میاشتو را دیخوا زمونږ متفکر صاحب د هغوی تقرر ځنډولی دی وايي چې پښتانه ولې ډیر کامیاب شویدی. که تاجک یا هزاره ګان کامیاب وای نو به ویل کیدل چې دوی خو درسونه وایی، خو پښتانه چې کامیاب شول نو د متفکر صاحب سره هم سوال دی؟
    افسوس پښتنو په دې رای درکړه چې ګویا ته به زمونږد درد دوا شی، تاخو منع نه کړل لا نور دې هم راباندي دا چای نخورده جنګ نمیشه بخاری فراریان راباندي را وخیژول. قدرت دی نا اهله ته ورکړ، وایی چې کوس یی د شپنو په لاس ورکړ هغوی پکې خاورې واچولي.

  6. دا خلک د سپی د لکۍ خواص لری که سل کاله د علم تمدن او پیش رفت په جامه ونغاړی او بیا را وباسی بیا هم کږه وی ځکه دا یی ارثی خواص دی چه علم، تمدن او پیشرفت سره نه لمنځه ځي

  7. پکار دہ چہ دا لنڈہ غر پہ فوری طور ونیول او جیل تہ واچول شی او پورہ پورہ سزا ورکڑل شی .

  8. په دری ژبه کې وایی (ذات ماهی-خطانیایی) عاقبت ګرګزاده ګرګ شود ،ګرچی باآدمی بزرګ شود

  9. سلام
    مونږ د ٢١ پېړۍ په بهير کې اوسيږو . مونږ څو زره کلن تاريخ لرو .مونږ د انګريازنو په وړاندې کلکودريدو ،روسان مو په ماتې له خاورې وشړل.له جاپان سره د خپلواکي په اخيستلوکې همزولي يو او له هرڅه نه مهمه خبره داده چې مونږ يو مسلمان ولس يو. زمونږ د سياست مدارو يعني سياست لوبوکونکو لافې او ګواښ دومره لوړ ده چې د هر پوهنتون لپاره مناسبه جي پې اې لري. توپير ېې په څه کې دى
    مونږ په ١٩ لسمه پېړي کې شاته پاتې يو،مونږ نور تاريخ نه لرو زمونږ د امنيت، سړيتوب، سکون او فلاح لپاره د نړۍ بې شميره هېوادونه دلته راغلي دى مونږ له خپل همزولي نه پور اخلو او يا دهغه مرستو ته سترګې په لاړه يو. مونږ رښتيا په خپل عمل کې رښتيني خلک يو که بل ډول؟ مونږ د يوه عادي لومړنى ښوونځي جي پي اې هم نه لرومونږ بيګانه پرست يو او بې لاسه اوپښو هېواد رانه جوړ شوى
    اوس راځي چې بيسواده شاړئ حضرت نه حسرت ، علي نه الي وڅيړو نوموړئ د ننګرهار په شان فرهنګي ولس کې دومره بې ادبي کوي چې له لنډه غري هم اخو اوړي او بل زمونږ د بهرنيو چارو ماشوم د رباني پرکټى خپله پارلمان څو ميا شتې مخکې استيضاح اومشروط کړي ېې دى خو دى لا خپلې لارۍ پورې کلک نښتۍ د لنډو او اوږدو مارانو او لنډغرو سرپرست ولې د اسلام مبارزه کوي؟ داخو په نوم لکه چرګ په زور او کرار نيولوکې
    چيغي وهي .دلته د اصولو، عقايدو،ارزښتونو، اخلاقو، پوهې معيارونو هغه برخې مطرح کيږي چې مونږ ټول پرهغو باور لرو او منو يي همدارنګه په دې باور لرو چې د هرفساد، خيانت، سهامي شرکت، فتني ، چل او فريب نفس به لا اله الا الله کلک نيسې او په ټولنه کې به يي رسواکوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب