Homeخبرونهپکتيکا کې د زلزلې ۴۱ ټکانونه؛ ملګري ملتونه ېې څېړلو ته مسلکي...

پکتيکا کې د زلزلې ۴۱ ټکانونه؛ ملګري ملتونه ېې څېړلو ته مسلکي ډله لیږي

تاند( يکشنبه ، د اسد دويمه ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (يوناما) چارواکو خوست ته د سفر پر مهال د طالبانو د لوی پکتیا د ډلې ( حقاني شبکې) مشر او د دوی د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني سره لیدلي.

نوموړي د دغې لیدنې پر مهال د پکتیکا د وروستیو زلزلو زیانمنو ته د مرستو رسولو په اړه طالب چارواکو سره بحثونه کړي دي.

يوناما وايي په دې لیدنه کې دواړو لوريو د بشري مرستو د چټکولو او نورو موضوعاتو په اړه د بحث تر څنګ د دوی چارواکو ويلي، چې د وروستیو زلزلو د لاملونو د مسلکي ارزونې لپاره به پکتیکا ته د کارپوهانو یوه ډله استوي.

دا په داسې حال کې ده، چې باختر اژانس پرون په پکتيکا کې د زلزلو د پیل شوې لړۍ د ۴۱ م ټکان د محسوسیدو خبر ورکړی.

په پکتیکا کې سختو زلزلو شاوخوا یوه میاشت مخکې تر یو نیم زړو پورې کسان مړه، زرګونه نور ټپيان او لسګونه زره تنه سخت زيانمن کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...