Homeخبرونهکابل ته پنجشېر نه د اوبو د لېږد پروژه پیلیږي

کابل ته پنجشېر نه د اوبو د لېږد پروژه پیلیږي

تاند( يکشنبه ، د اسد دويمه ) په کابل کې د څښاک اوبو له کمښت سره هم مهاله، طالب چارواکو ويلي چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه ‏‏پيلوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزير عبداللطیف منصور ويلي، چې په کابل کې د اوبو سطحه ورځ تر بلې ښکته ځي او حتا د څښاک اوبو د نه پيدا کيدو وېره رامنځته شوې ده.

 د هغه په وينا، پنجشېر نه به کابل ته د اوبو د لېږد پر پروژې ۳ ميليونه امريکايي ډالره لګښت وشي.

پنجشېر نه کابل ته د اوبو د لېږد د پروژې په اړه په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان د وزيرانو شورا بحث کړې او پريکړه ېې کړې وه، چې د جاپان په همکارۍ به دا پروژه عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...