پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهحقاني: علماوو ته د تحصیلي اسنادو ورکړه د یوې سترې ملي پروسې...

حقاني: علماوو ته د تحصیلي اسنادو ورکړه د یوې سترې ملي پروسې په توګه پیلوو

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د ازموينو د ملي ادارې لپاره د طالبانو عمومي رييس شېخ عبدالباقي حقاني وايي، چې دیني عالمانو ته د تحصیلي اسنادو د ورکړې لړۍ به د یوې سترې ملي پروسې په توګه پیل کړي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې اړه ېې د لوړو ﺯده کړو وﺯارت د ديني جامعاتو او تخصصاتو رئيس مولوي اسدالله فريد او مسؤلينو سره د دغې دورې د اسنادو ارﺯونې اﺯموينې ته د چمتووالي پر تخنيکي پروسو او مهمو فعاليتونو بحث وکړ.

حقاني زیاتوي:« ياده اﺯموينه به د يوې سترې ملي پروسې په توګه په ټول هېواد کې په منظم ډول واخيستل شي.»

د طالبانو دغه مقام په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم طالب جنګياليو ته د الوزولو ماينونو د شمېر په اساس، دوی ته د تحصیلي اسنادو د ورکړې اعلان کړی و.

2 COMMENTS

  1. دوکتور حقانی خپل سند د دکتورا واخیست ، اوس نورو طالبانو ته اسناد جوړوی ځکه چي د حقانیه مدرسی اسناد په حکومتی ادارو کی منل شوی ندی دوی غواړی دی کار سره خپل ملایی اسنادو ته رسمی چلند او اعتبار ورکړی خو دا کار د کانکور د ملی اداری کار ندی ۰
    مګر دا جناب د نورو افغانانو په بین المللی معیارو منل شوی اسناد لسانس ، ماستری او دکتورا نه منی او سپک ورته ګوری حتی پوهنتونونه بلا دلیل تړی او اهل تخصص او کار نه اداری تخلیه کوی
    او داسی ښکاری چی بی له طالب نه نور څلویښت میلیونه ملت په وړاندی نه یواځی احساس د مسئولیت نلری بلکی په تدریجی مرګ یی وژنی ؛ د وظایفو نه د نورو محرومول ،غیر شرعی او غیر انسانی قیودات وضع کول او د امارت نه کوتک،ټوپک او مصیبت جوړول دا نه انسانیت دی او نه
    اسلام۰
    د طالب تر عنوان لاندی سند اخیستل،کرسی اشغالول،دبیت المال نه کما فی السابق ناروا استفاده،دویم ـ دریم ـ څلورم واده کول او بهیمی غرایز اشباع کول ،
    ،اختطاف،وژنی او ملت فرار ته مجبورول دا امارت نه بلکی د اسلام،انسانیت او افغان سره لوبی دی
    مومن ، عالم او حتی جوالی سره هم نه ښایی چی هغه څه وکړی چي د طالب تر نامه لاندی کیږی د
    امارت او اسلام نوم کارول هم د اسلام سره خیانت دی او هم توهین دی افغان او انسان ته۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب