جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپروېز مشرف ومړ

پروېز مشرف ومړ

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د پاکستان پخوانی پوځي ديکتاتور جنرال پرويز مشرف د متحده عربي اماراتو په يوه روغتون کې له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی.

د نوموړي د مرګ خبر ځينو پاکستاني رسنيو ورکړی او ویلي، چې مشرف د دوبۍ په يوه روغتون کې مړ شوی.

د مشرف عمر ۷۹ کاله ښودل شوی.

هغه په وروستيو کلونو کې له سختو ناروغيو ځوريده، خو تر کله چې پاکستان کې و، له دغو ناروغيو سره په پرله پسې ډول محکمو ته غوښتل کيده او د خيانت په تور فيصلې ورباندې کيدې.

مشرف د ۱۹۹۹ د اکتوبر په دولسمه، د پاکستان د پوځ د مشر په توګه پر صدراعظم نواز شریف کودتا وکړه او تر ۹ کلونو د دغه هېواد ولسمشر و.

مشرف د طالبانو د تېرې واکمنۍ په نسکورولو کې امريکا او متحدينو سره يې اساسي رول درلود، خو وروسته ېې د طالبانو په بیرته پورته کولو او انسجام کې هم اساسي ونډه لرله او له دې کبله يې د افغانستان له هغه مهالي ولسمشر حامد کرزي سره ډیرې ناندرۍ وې.

6 COMMENTS

  1. مړ نه شو بلکه مردار شو هغه دې یوه هندو کورنی نه وه په اصل هغه هندو وه مسلمتن هم نه وه

  2. پرويز مشرف هندو نه خو په هندوستان کي زيږدلي او پنجابی ده، د هندو د بلا پري وګرزي هندوان د قدر خلک دي له افغانانو سره تل خواخوږي پاته شوي.
    دا خاين د سرطان ناروغي درلودله کومه چي له ډيرو ويسکي يعني د جګو درجو الکهول له چيښلو ورته په برخه شوي وه
    طالبان به دانن ورځ په افغانستان ماتم نيسي چي نيکه يي مردار شوي دی.

  3. سید پروېز مشرف د ډیلی د ساداتو څخه وو او د هندوپاکستان د تقسیم په وخت په ۱۹۴۷ کي یې پاکستان ته مهاجرت کړی وو او په کراچی کی میشت سوی وو. هر پاکستانی پنجابی نه دئ. د پاکستان غټ قومونه دا دي: پنجابي، سندي، پښتانه (د افغانستان دو چنده)، سرایکي یلوچ او مهاجر.

  4. د پنجابیانو ای اس ای د نفوسو په شمیرنه کی هم استخباراتی چلونه کوی. او تل د پنجابیانو په شمیر کی زیاتوالی راولی.
    اصلی شمیرنه په لاندی ډول ده :
    پنجابی = 30 فیصده
    پښتون = 25 فیصده
    سیندی = 10 فیصده
    سرایکي = 8 فیصده
    هندو = 5 فیصده
    بلوڅ = 4 فیصده
    نور قومونه = 18 فیصده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب