شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمشرف څوک و؟

مشرف څوک و؟

تاند- د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور پروېز مشرف نن (یکشنبه) د دوبۍ په یوه روغتون کې ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.

جیو تلویزیون وايي هغه وروسته له دې روغتون ته یووړل شو چې حال یې نازک شو.

مشرف په نوي ډیلي کې زېږېدلی او کورنۍ یې له ملیونونو نورو هندي مسلمانانو سره د هند د جلا کېدو په مهال نوي جوړېدونکي هیواد پاکستان ته مهاجره او په کراچۍ کې مېشته شوه. مشرف د ۱۹۴۳ د اګست په ۱۱ مه په ډیلي کې زېږېدلی او پاکستان ته په ماشومتوب کې له مهاجرت وروسته په اتلس کلنۍ کې په پوځ کط شامل شو.

ده د کراچۍ په سنټ پاتریک ښوونځي کې له لومړنیو زده کړو وروسته په کراچۍ کې د پاکستان په پوځي اکاډیمي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۶۴ کې له اکاډیمۍ تر فراغت وروسته په پوځ کې شامل شو.

پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کې له کودتا وروسته واک په لاس کې واخیست او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د ولسمشر په نوم واکمن و.

مشرف په ۲۰۰۱ کې په نیویارک او واشنګټن کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې له بریدونو او د امریکا د هماغه مهال د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر له پټکې وروسته د تروریزم پر ضد په جګړه کې د امریکا متحد شو خو څو کاله لا تېر نه و چې د افغانستان د جمهوري حکومت او امریکا پر ضد یې د طالبانو پټ ملاتړ پیل کړ.

3 COMMENTS

  1. وایی بهترین سړی هغه دی چی پس د هغه له مرګه خلک ووایی چی ښه سړی وه. مشرف یا بیشرف دی الله نه بښي. جهنم یی ځای کړې ـ

  2. سید پرویز مشرف الدین پاکستان ته د مهاجرت پر وخت څلور کلن وو. دی د ډیلی د ساداتو یوې کورنۍ ته منصوب وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب