جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمتقي: ۱۰ هېوادونو ته مو ديپلوماتان ليږلي

متقي: ۱۰ هېوادونو ته مو ديپلوماتان ليږلي

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د‌ طالبانو د رژيم د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي وايي د دوی رژيم د نړۍ لسو هېوادونو ته خپل دیپلوماتان ليږلي.

نوموړي پاکستان، روسیه، ایران، ازبکستان، چین، سعودي عربستان، قزاقستان، ترکیه، ترکمنستان او قطر هغه هېوادونه وبلل، چې د طالبانو د رژيم ديپلوماتان يې منلي دي.

متقي دا هم وويل، چې په ځينو نورو هېوادونو کې له پرزول شوي جمهوري نظام څخه پاتې ديپلوماتان او افغان سفارتونه هم طالبانو سره په اړيکه کې دي او د دوی په خوښه خپلې چارې سمبالوي.

طالب وزير د دغو افغان ديپلوماتانو په اړه نور جزییات ورنه کړل.

د ملا متقي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د‌ بیا واکمنيدو څه باندې يو نيم کال کيږي، خو تر اوسه د نړۍ هيڅ کوم هېواد د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

ډېرو هېوادونو د طالبانو له واکمنيدو وروسته، په افغانستان کې خپل سفارتونه او ديپلوماتيکې نمايندګۍ هم تړلي او ځينې پرانيستي سفارتونه هم له امنيتي ننګونو انديښمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب