شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپښتانه فعالان ايمل ولي خان قهرولي، منظور پښتین حوصلې ته وبلل

پښتانه فعالان ايمل ولي خان قهرولي، منظور پښتین حوصلې ته وبلل

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د پاکستان د پښتنو ضدو سياستونو خلاف د پېښور له پروني ولسي پاڅون وروسته، د نيشنل عوامي ګوند ايالتي مشر ایمل ولي خان د پاکستاني حکومت پر ځای د معترضینو خلاف توندې څرګندونې کړي.

ایمل ولي خان پر ټولنيزو رسنيو يوه خپاره کړي پيغام کې ويلي:« عوامي نېشنل پارټي د پاکستان دننه سياست کوونکې آئيني پارټي ده او زمونږ غوښتنې تل تر تله آئيني دي۔ مونږ که د امن، په خپله خاوره د خپل اختيار او داسې نورې غوښتنې کوو هغه هم آئيني دي او زمونږ سياست هم په دغه اډانه دے۔»

ایمل ولي خان دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو پښتنو ملتپالو ادرسونو په اړه په کنايوي ډول ويلي:« نن کۀ څوک د پښتنو د جذباتو نه غلطې فائدې اخلي او کوشش کوي چې پښتانه او رياست په يو شکل او بل شکل کښې يو بل ته مخامخ کړي نو دغه نه زمونږ لار ده او نه ئې مونږ مرستيال يو۔ مونږ هم د پاکستان دننه د پښتنو لپاره ګټې کړې دي او نن هم د پاکستان په چوکاټ کښې د پښتنو امن او ژوند غواړو.»

ليکوال او فعال صادق ترابزي د نوموړي په غبرګون کې ویلي:« منظور پښتون دې ژوندی وي، تاسو هر کله د ایین تر عنوان لاندې پښتانه خرڅ کړي دي.دا نن چې کوز پښتنو کوم فکر او جرات پیدا کړی، دا ستاسو د پارټۍ تګلاره نه ده بلکې د منظور پښتون او د غورځنګ د لارویانو ستړې ورځې دي چې نن پښتون په یو غږ راوځي.تاسو باندې کوزو پښتنو باور له لاسه ورکړی دی، ځکه هر ځل مو د پنجاب د ګټو لپاره پښتانه خرڅ کړي دي.

که نن پي ټي ایم نه وی دومره پښتانه د پښتون په خاوره کله راوتل.تاسو د پارټۍ زور په الیکشن کې مالوم شوی چې دوه څوکۍ له پښتونخوا نه شئ ګټلی خو د غورځنګ له قطاره دوه کسان پارلمان کې دي.هیله ده چې نور د شخصي ګټو پرځای د پښتون قام ګټو ته ترجیح ورکړې، تاسو هیڅکله د ریاست نه خپلیږئ، یواځې د تشناب کاغذ استفاده درڅخه کوي او بس.»

ډیرو نورو پښتنو فعالانو هم د ايمل ولي خان څرګندونو ته توند غبرګونونه ښودلي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین ټول صبر او حوصلې ته بللي دي.

ښاغلي پښتين په يوه پيغام کې ويلي:« د تحریک ملګری به د ټول قام او وطن فکر کوی.

که مونږ ته چا ډیر بد رد هم وائل خو تاسو به بیا هم نه چا ته پیغور ورکوئ او نه به چا ته سپک وائې.که ډیر هم ضرورت پیښ شو باید په ډیر مثبت مدلل او د روروالې په انداز کې خبرې وشی.د اوس وخت د قام وطن د اتحاد د پاره ډیر اړین دې باید خپله ټوله انرجی د امن د پاره د قام په راپاڅولو کې ولګوئ.

تر اخری حد پورې به کوشش کوو چې د پښتون وطن هر مکتبِ فکر خلق په یو ځائ متحد کړو. ټول پښتون وطن او پښتون قام زمونږ خپل دې، یو کیږو.»

خلکو د ښاغلي پښتين لويي او تدبیر ستايلی او ويلي، چې هغه ريښتيا لوی فکر لري، پښتانه يو کوي او دا غبرګون يې تر ټولو ښه مثال دی.

‏ ‏په پېښور کې زرګونو پښتنو پرون د پاکستان د پښتون ضدو سياستونو او په مرموزو پېښو کې د پښتنو د وژلو پر ضد پراخ لاريون وکړ.

په دې لاريون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند استازو او نورو پښتنو ملتپالو فعالانو ګډون کړی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د دغه لاريون پر مهال وويل:« پاکستان د پښتنو د وژنو د پېښو پر ضد د حقيقت موندنې کمېسيون نه جوړوي، خو موږ د پښتنو عدالتي جرګه جوړوو او هر جنرال ته چې پښتنو مشرانو کومه سزا وټاکله قوم به پسې راوځي او هيچاته د پښتنو وينه او يو څاڅکی اوښکه هم نه معاف کوو. »

په دغه لاريون کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د « لر او بر يو افغان» شعارونه ورکړل، چې د پېښور زرګونو پښتنو ورسره بدرګه کړل.

په دغه لاريون کې د پېښور پوليسو هم ګډون کړی و او له پاکستاني چارواکو څخه يې د دوی د وژنو د زياتو شويو پېښو د ځواب ويلو غوښتنه وکړه.

پاکستاني چارواکو د پښتنو دغو غوښتنو او اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب