شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د اتڼ صحي ګټې | ډاکتر محب زغم

د اتڼ صحي ګټې | ډاکتر محب زغم

اتڼ د انسان جسمي او روحي روغتیا ته ګټور دی. اتڼ مو د بدن عضلات، پلې، مفصلونه، او زړه غښتلي کوي، له خپګان/ ډپرشن او اضطراب څخه مو ساتي، د ځینو جسمي ناروغیو مخه نیسي او ذهن مو پیاوړی کوي.

اتڼ فیزیکي فعالیت دی او ټول بدن په کې خوځېږي. کله چې سړى دغسې فزيکي فعالیت کوي د وينې جريان او د زړه ټكان يې گړندي کېږي. دې سره ټول بدن ته آکسیجن او غذايي مواد ښه رسېږي او د حجرو له شاوخوا څخه اضافي مواد ژر ژر راټولېږي او اطراحي غړو ته وروستل کېږي. اتڼ هغه باد دی چې د بدن له سکروټو نه اېرې په هوا کوي او ټول بدن تازه کوي.

که څوک اتڼ د سپورټ غوندې منظم مثلاً هره ورځ نیم ساعت وکړي نو د وينې د غوړو اندازه يې کمېږي، د رگونو د تنگېدا مخه یې نيول کېږي، په وینه کې یې د ګلوکوز یا شکرې مقدار کمېږي او پلې او عضلات يې غښتلي کېږي. دغه شيان سړى د زړه له حملې، دماغي سکتې او د وینې د لوړ فشار له ناروغيو ساتي. همدارنګه د شکرې د ناروغۍ درملنه او مخنیوی آسانوي. اتڼ د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ميکروبي ناروغيو په وړاندې د بدن مقاومت زياتوي.

فزيکي فعالیت وار له واره له ډېرو چټکو حرکتونو بايد شروع نشي ځکه چې يو خو عضلات او پلې ورته چمتو نه وي او د شلېدو خطر يې وي او له بلې خوا زړه دې ته چمتو نه وي چې وينه بدن ته په کافي اندازه پمپ کړي. اتڼ په دې لحاظ ډېر ښه طراحي شوی دی. اتڼچيان اتڼ له ډېرو ورو حرکتونو څخه پيلوي. ښه موده همداسې سوکه سوکه خوځېږي او بیا ورو ورو څرخېږي. وروسته د ډول له تدریجي تېزېدو سره دوى هم گړندي کېږي. په دې توگه لومړى پلې او عضلات گرمېږي او بدن د چټکو حرکتونو لپاره چمتو کېږي. څنگه چې په اتڼ کې د غړو فعاليت په مدار مدار زياتېږي؛ نو زړه هم ورته ځان تياروي او ټکانونه یې وار په وار سره زیاتېږي. دا د منظمو ورزشونو د ګرمښت یا ګرمکارۍ د مرحلې غوندې ده.

انسان باید دومره ګړندی فعالیت ونه کړي چې د زړه تر زوره یې پورته وي. که څوک ډېر چټک کار وکړي او د زړه ټکان یې له حده واوړي نو مغزو ته یې پوره وینه نه رسېږي او نسکورېږي. عمومي قاعده دا ده چې هر څوک دې له (۲۲۰) څخه خپل عمر منفي کړي، څومره چې پاتې شول هماغه یې په یوه دقیقه کې د زړه د ټکانونو آخري حد دی. مثلاً که شل کلن ژڼی سپورټ کوي، د سپورټ پر مهال یې د زړه ټکان په دقیقه کې تر (۲۰۰) باید زیات نشي، بلکې دوو سوو ته هم باید ونه رسېږي. خو د پنځوس کلن لپاره دغه حد بیا (۱۷۰) کېږي [220-50=170]. هر ورزشکار چې ویني د زړه ټکان یې دغه حد ته نژدې شوی دی، خپل سرعت باید بېرته کم کړي چې په زړه باندې یې فشار را نه شي. په اتڼ کې هم معمولاً دغسې کېږي او د سوکه او سریع حرکتونو وارونه په کې وي. له یوې خوا تر هر څرخي پړاو وروسته، په دایره کې د څلور ضربي وړاندې وروسته تګ حرکتونه راځي او له بلې خوا هر ځل چې ساز او ورسره د اتڼچیانو ګډېدا تېزېږي، څو شېبې وروسته بېرته سوکه کېږي. دغه تناوب له یوې خوا زړه ته ضروري دمه ورکوي او نه پرېږدي چې ټکان یې له حده زیات شي او له بلې خوا زړه وار په وار سره ډېر کار ته اړ باسي او قوي کوي یې.

اتڼ د بدن حرکي سیستم (عضلات، پلې، هډوکي او مفصلونه) پیاوړي کوي. په اتڼ کې پښې، لاسونه، ولي، ورمېږ او ملا ټول په موزون ډول خوځېږي او د بدن اکثره لوی او واړه عضلات په کې حرکت کوي او غښتلي کېږي. عضلات چې غښتلي وي، پر ټیټکیو او ملا باندې ډېر زور نه راځي نو د مفصلونو د سولېدو او خرابېدو مخه نیسي. همدارنګه اتڼ د مفصلونو حرکت آسانوي او له زیانمنېدو څخه یې ساتي. د هډوکو د ورستېدو مخه هم په منظم اتڼ سره نیولی شو.

اتڼ زړه او تنفسي سیستم سخت کار ته چمتو کوي. زړه هم د نورو عضلاتو غوندې د سخت کار لپاره باید وروزل شي چې د تېز فعالیت پر مهال خپل ټکانونه زیات او حرکي غړو او مغزو ته کافي وینه ورسولی شي. د چټکو حرکتونو په وخت کې تنفس هم باید تېز شي چې ژر ژر تازه آکسیجن بدن ته ننه باسي او کاربڼ ډای اوکسایډ ترې وباسي. څوک چې په اول ځل یا ډېره موده وروسته منډې وهي، ساه یې ژر سوځي او ستمی یې کېږي خو که هره ورځ منډې ووهي، ساه یې پخېږي. هره ورځ اتڼ هم ساه پخوي.

وګړو د جگړې او پګړې یا اشر تر پيلېدو مخکې ولې اتڼونه کول؟ اتڼ د جنګي احساساتو د پارولو غوره لاره ده. هغه جنگيالي چې تر جگړې مخکې اتڼ کوي، مورال یې لوړ وي. د پګړې یا اشر لپاره هم پیاوړي عضلات او منعطف مفصلونه او ورسره خوشحاله زړه په کار دي. اتڼ د سپورټ يا د نني کومانډويي تمرينونو حيثيت لري. په جگړه کې منډې ترړې او ورسره د غشو او تورو وارول هم وو. څوک چې ساه يې پخه نه وه، منډې یې نه شوای وهلى او که یې منډه وهلای بيا یې نښه نه شوای ويشتلى ځکه چې د ستړيا په وجه به يې لاسونه رېږدېدل او د نښې ويشتلو په وخت کې به یې  ساه بندولى نه شوای.

اتڼ مو اروايي روغتیا ته هم ګټور دی. اتڼ له یوې خوا د بدن د حرکتونو په وجه زموږ په مغزو کې د خوشحالۍ هورمون زیاتوي او خپگان مو ختموي او له بل لوري له اتڼ سره مله موسیقي د سرور او خوښۍ احساس راکوي. اتڼ د زړه تنګون او د خپګان چاره هم ده او د مخنیوي وسیله یې هم ده. دا چې په اتڼ کې مغزو ته د وینې بهیر تېزېږي نو د ذهن  فعالیتونه لکه ادارک، تفکر، حافظه او یادول هم ورسره ښه کېږي.

د اتڼ د دې ټولو ښېگڼو سره سره يوه خبره بايد په پام کې ونيسو. په اتڼ کې د غاړې ډېر چټک تاوول ممکن خطرناک وي. دغه خطر په تېره بیا کم عمرو او زړو اتڼچیانو او همدارنګه هغو کسانو ته چې د ورمېږ عضلات یې غښتلي نه دي، زیات وي. د دغو حرکتونو د زغملو لپاره د غاړې عضلات باید ښه روزل شوي او پیاوړي وي. همدا رنگه که د اتڼ په پاى کې کششي حرکتونه (غزونې) هم وشي؛ نو وروسته بیا د عضلاتو د درد او شخ پاتې کېدو مخه به ونيسي.

1 COMMENT

  1. سلامونه ،
    ډ.صاحب زغم !ډیره خوندوره څیړنه ده.
    خو پوښتنه داده څې،بې له ډُهل او سُرني به اتڼ څنګه وشي؟ مګر لکه دچړیانو ترنم مرنم په خولې ورته ووهي!
    ټول هیوادونه خپل کلتوري افتخارات راژوندي کوي او زیاتوي او نوښتونه په کښې راولي؛ زمونږ ط ط صاحبان په خلاصه او قطبي کې بند پاتې دي.

    * محترمو تاندوالو! زما آبله تبصره کې څې په تورکي ژبې می تسلیت وړاندې کړی و، د مشر ورور غ.حضرت خان څخه د زړه له کومې مڼنه کوم چه د ورور( افغان )تعجب ته ېې ښایسته ځواب ورکړی. مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب