جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د افغانستان سياسي بن‌بست؛ ننګونې او حل لارې

د افغانستان سياسي بن‌بست؛ ننګونې او حل لارې

ليکوال: فيض محمد ځدراڼ

د افغانستان اوسنيو شرایطو ته په کتو، په دې تحليلي لیکنه کې د تېرو څلورنيمو لسيزو سياسي وضعيت، په اوسني وضعيت کې د افغانستان د سياسي قضيې بن‌بست، مخکې پرتو ننګونو او د افغانستان اوسنۍ معضلې د پايته رسېدو لپاره پر منطقي حل لارو مې بحث کړی دی.

د يادونې وړ ګڼم، چې دغه لیکنه په بشپړه بې طرفۍ او د افغانستان د تېرو اشخاصو او نظامونو د تبرئه کولو او تنبيې په نيت نه ده، بلکې د هېواد تېرو څلورنيمو لسيزو څخه زما شخصي لیدلوري او حقايقو ته په کتو ليکل شوې ده.

افغانستان د لرغوني تاريخ او فرهنګ په درلودو سره د آسيا په زړه کې پروت د پراخو طبيعي زېرمو لرونکی هېواد دی. د جيو پوليتيک له نظره لکه څنګه چې د آسيا په زړه کې پروت دی، په دې هېواد کې سياسي ثبات د سيمې او نړۍ د سياسي نقشې د بدلون لامل ګرځېدلای شي، څرنګه چې په تېرو کې د ختيځ او لويديځ بلوکونو په توازن کې د قدرتونو د عطف ټکی ګڼل شوی دی.

د افغانستان ټولنيز جوړښت، جيو ستراتيژيک او جيو ايکونميک موقعيت

افغانستان د ټولنيز جوړښت له اړخه يو ښکلی او د ښکلي طبعيت لرونکی هېواد دی، چې د بېلابېلو قومونوڅخه رامنځته شوی دی. افغانستان د لرغوني او متنوع فرهنګ په درلودو سره د بېلابېلو او ورونو قومونو حضور دې هیواد ته يوه ځانګړې ښکلا ورکړې ده. خو دغه ښکلاوې کله ناکله د پردیو توطئو ښکار ګرځېدلي او د فرصت طلبو سياستوالو لپاره د ښکارپه مړۍ بدلې شوي دي.

د جيو ستراتيژیک له نظره افغانستان د لویو قدرتونو او سيمې هېوادونو لپاره د ډېر اهميت وړ دی او په دې هېواد کې د ثبات نشتون د دې لامل ګرځېدلی چې لوی قدرتونه د خپلو ګټو په پار دلته تګ راتګ وکړي او کله ناکله هم پرته له اټکله تګ راتګ د دوی لپاره درنې سیاسي، پوځي او اقتصادې بیې هم لرلي دي.

د جيو ايکونميک له نظره دغه هېواد د پریمانه کانونو او طبيعي زېرمو لرونکی دی، چې د ثبات نشتون د دې لامل ګرځېدلی څو افغانستان د اوږدو کلونو لپاره د يو بې وزله هېواد په توګه پاتې شي.

د افغانستان تېرو څلورنيمو لسيزو ته لنډه کتنه

د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د پاچايۍ له پرځېدو څخه وروسته چې د افغانستان نوي تاريخ کې د سياسي او ټولنيز ثبات يو زرين پړاو ګڼل کېږي، افغانستان کې ګڼ نظامونه تېر شوي، خو له بده مرغه له دې نظامونو څخه هېڅ يو يې هم د افغانستان او د دغه هېواد د ثبات لپاره مطلوبه پايله نه ده لرلې.

د دې تراژيدۍ پيل د سردار محمد داوود خان له کودتا وشو چې تر اوسه پورې دوام لري. سره له دې چې سردار محمد داوود خان يو وطنپرسته افغان او په کلکه د يو پرمختللي او باثباته افغانستان پلوی ؤ، خو د وخت شوروي اتحاد سره يې په تعامل کې تېروتنو د دې موکه ورنکړه څو د يو پرمختللي او باثبات افغانستان لپاره يې هيلې پوره شي او بلاخره د شوروي اتحاد په ملاتړ د خلق ډيموکراتيک ګوند له لوري د ۱۳۵۷ کال د غويې مياشتې په ۷مې نېټې خونړۍ کودتا هغه له واکه لرې او نور محمد ترکی يې د واک په ګدۍ کښېنوه.

د نور محمد ترکي په مشرۍ د خلق ډيموکراتيک ګوند له لوري د واک اخيستو موده د ۱۳۵۷ کال د غويې مياشتې له ۷مې نېټې پيل او دې سلسلې په ترتيب سره د حفيظ الله امين، ببرک کارمل او ډاکتر نجيب‌الله د واکمنيو په تېرېدو سره د ۱۳۷۱ کال د غويې مياشتې تر ۸مې نېټې دوام وکړ. د نوي افغانستان په تاريخ کې دغه ۱۴ کنله دوره په وژنو، لويو مهاجرتونو، د ټولنيز ثبات او د افغانستان د خلکو په پاشل کېدو مشهوره ده. له بل پلوه د دې سلسلې د وروستي ولسمشر ډاکتر نجيب‌الله له لوري د يو او بل منلو، د ملي مصالحې او ملي ګرايۍ  په شمول وروستيو تصميمونو د افغانانو تر منځ ډېر پلويان وموندل چې تر ننه پورې هغه ته د يو ملي سياستوال په توګه درناوی کوي.

د ۱۳۷۱ کال د غويي مياشتې ۸مه چې د مجاهدينو له بريا او د ۷ګونو او ۸ګونو ګوندونو واک ته رسېدو سره برابره ده، مجاهدين د ډاکتر نجيب‌الله حکومت له پرځېدو وروسته واک ته ورسېدل، خو د افغانستان لپاره د کورنيو جګړو د یو بل پړاو پيل ؤ، چې له بده مرغه کورنی ګټونکی يې نه درلود او د لوبې ټټو د دې ګوندونو د طراحانو په تله ورمات شو. چې له امله یې افغانستان په کنډوالې بدل شو، بنسټونه له منځه ولاړل، سمتي، نژادي، قومي او ژبنۍ تربګنۍ پيل شوې، ميليونونه افغانان مړه، شهیدان، ټپيان او معيوب شول او يو ځل بيا د افغانستان د خلکو يوه لويه برخه بهرنيو هېوادونو ته کډواله شوه.

بلاخره د مجاهدينو تر منځ اختلافات د دې لامل شوه څو په ديني مدرسو کې د طالبانو څخه جوړې ډلې د “د طالبانو اسلامي تحريک” ترنامه لاندې د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د ۱۳۷۳ کال په وږي مياشت کې د شر او فساد د له منځه وړلو او د حنفي فقې پر بنسټ د يو اسلامي نظام د رامنځته کولو په موخه د کندهار له سپين بولدکه سر راپورته کړ او په چټکۍ سره يې خپلې ريښې وځغلولې. دغه تحريک په لوموړيو کې د ۱۳۷۳ کال د تلې مياشتې په ۱۱مه کندهار تر خپلې ولکې لاندې راوست او ورپسې يې ۱۲ ولايتونه په پرلپسې ډول ونيول او بلاخره د ۱۳۷۵ کال د تلې په ۶مه کابل ونيوه. د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي ؤ، ښځو په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې د کار اجازه نه لرله، د بیان ازادي او افغانستان کې ډېری فردي حقونه يا منعه او يا هم محدود شوي ؤ او ټولې چارې د ديني شعايرو پر بنسټ تنظيم شوې وې.

په امريکا متحده ايالتونو کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې نېټې بريدونو او په دې بريدونو کې د اسامه بن‌لادن په مشرۍ د القاعده ډلې لاس لرلو افغانستان کې د طالبانو حکومت وپرځوه. افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر حضور او له اسامه بن‌لادنه د ملا محمد عمر مجاهد ملاتړ د دې لامل شو څو د امريکا متحده ايالات او د ناټو سره پيمان لرونکي هېوادونه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپله پاملرنه افغانستان ته واړوي. بن‌لادن په ۱۹۹۸ کال کې په افريقا کې د امريکا پر سفارت خونو د بمي بريدنو او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مې په نيويارک کې د بريدونو په تور د امريکا له لوري تورن ؤ. سره له دې چې د سپټمبر ۱۱مې نېټې ټول بريدګر د سعودي عربستان هېواد وګړي ؤ، خو په افغانستان کې د دې ډلې د مشر حضور امریکا ته پر افغانستان د بريد بهانه برابره کړه. بلاخره د ۱۳۸۰ کال د تلې په ۱۶مه نېټه د امريکا او برتانيا له لوري پر افغانستان درانه راکټي بريدونه پيل شوه او کابل ښار د طالبانو په تېښتې سره د ۱۳۸۰ کال د عقرب په ۲۳مې نېټې سقوط وکړ.

د طالبانو په سقوط سره د استاد برهان‌الدين رباني حکومت د دويم ځل لپاره کابل کې واکمن شو.

د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ په ۶مه نېټه د ملګرو ملتونو په مشرۍ په جرمني کې د بُن ناسته د ۱۴ ورځو لپاره ترسره شوه. د بُن د هوکړې پر بنسټ د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان مؤقت او نوی حکومت رامنځته شو او د ۱۳۸۰ کال د جدي په لومړۍ نېټه يې د کابل واک ترلاسه کړ.

د ۱۳۸۱ کال د جوزا په ۲۱مه د بُن د ناستې پر بنسټ بېړنۍ لويه جرګه په کابل کې جوړه شوه او د حامد کرزي په ولسمشرۍ دوه کلن انتقالي حکومت وټاکل شو. د اساسي قانون لويه جرګه د ۱۳۸۳ کال د لیندۍ په ۲۳مه نېټه جوړه او له ۲۲ ورځني بحث او خبرو اترو وروسته، د بهرنيو څارونکو تر فشار لاندې د افغانستان نوی اساسي قانون تصويب شو.

ورپسې د اساسي قانون پر بنسټ د ۱۳۸۳ کال د تلې په ۱۸مه نېټه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې او په پايله کې يې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان نوی دولت د پنځو کلونو لپاره جوړ شو.

د طالبانو د حکومت د پرځېدو په پيل کې، د افغانستان بېلابېل ولايتونه د سيمه‌ييزو قوماندانو په کنټرول کې ؤ او پر کابل واکمن دولت پر ولايتونو دومره تسلط نه لره.

په تدريج سره د امريکا تر امر لاندې د آيساف نړيوال ځواکونو په مرسته د کابل دولت وشو کولای چې ورو ورو پر ولايتونو خپل کنټرول پراخ کړي. خو وروسته له څو کلونو د طالبانو جنګي ډلې بياځلې منسجمې شوې او د افغانستان په ختيځو او سويلي برخو کې يې خپل فعاليتونه پيل کړل او ورو ورو يې د افغانستان شمال او لويديځو څنډو ته ځانونه ورسول.

د حامد کرزي حکومت ۱۳ کاله دوام وکړ. په دې موده کې د نړيوالو مرستو دروازې د افغانستان پر مخ پرانيستې وې او افغانستان ته د نړيوالې ټولنې له لوري د ميلياردونو ډالرو د مرستو جوپې روانې وې، خو د مديريتي ظرفيت نشتون، پراخ فساد او جګړې د دې مرستو لويه برخه ضايعه کړه او ډېره لږه فيصدي يې د افغانستان په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او بيا رغونې ولګول شوه.

بلاخره د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۷مه نېټه وروسته له لانجمنو او په فساد مشکوکو ټاکنو او د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير (جان کيري) په منځګړيتوب واک له حامد کرزي څخه ډاکتر محمد اشرف غني ته ولېږدول شو او ډاکټر غني له خپل مخکښ ټاکنيز سيال ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ملي وحدت ګډ حکومت رامنځته او په افغانستان کې یې د ولسواکۍ لمنه ټوله کړه. ورته قضيه د ۱۳۹۹ کال په ټاکنو کې هم تکرار شوه. دا په داسې حال کې وه، چې مخکې له ټاکنو امريکا متحده ايالتونو او د طالبانو تحريک (د افغانستان اسلامي امارت) له اوږدو خبرو اترو وروسته د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه نېټه د دوحې تړون لاسليک کړ. دغه تړون د افغانستان د ولسواکۍ پر تابوت وروستی مېخ وټکوه او د طالبانو بيا واکمنېدو ته يې لاره هواره کړه.

بلاخره د هېواد د ولسواليو او ولايتونو له پرلپسې سقوط وروسته، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه نېټه د يوې څو اړخیزې توطيې په پايله کې د جمهوریت نظام سقوط او طالبان واکمن شول او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چورلکې په واسطه لومړی ازبکستان او بيا په ملکي الوتکې کې متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د جمهوريت شل کلن نظام د ډېرو امکاناتو او بې مخينې فرصتونو په موجوديت سره بيا هم ونه توانېد چې خپلې ستنې غښتلې کړي. د جمهوريت دوو لسيزو کې د فرصتونو سربېره فساد، ډله‌ييز او تنظيمي جوړجاړي، د سياسي اجماع نشتون، د قانون نه پلي کېدل، د ټولنيز عدالت نشتون او د يوې واحدې سياسي موضع نشتون د افغانستان لپاره د نوي کړکېچ لامل شو. له بل پلوه دې دوه لسیزو لاسته راوړنې هم لرلې چې له ډلې يې د بيان ازادي، د ښځو لپاره د تحصيل او کار حق، اقتصادي پرکټسونه، ټکنالوژۍ ته لاسرسی، د نوي ځوان نسل ويښتيا، د ولسواکۍ تمثيل (سره له دې چې لږ کيفيت يې لره)، نړيوالو سره د اړيکو رامنځته کېدل، د مطبوعاتو ازادي او نور پرمختګونه د دغو دوو لسيزو لاسته راوړنې ګڼلی شو.

په تېرو څلورنيمو لسيزو کې د افغانستان د سياستوالو غلط او نفعه غوښتونکي سياستونو افغانستان لپاره نه جبرانېدونکي زيانونه رامنځته کړل. دا چې افغانستان د اسلامي امارت تر ولکې لاندې دی او نړۍ د افغانستان سره اړيکې د دې نظام د نه مشروعيت او د دوی له لوري د نړيوالې ټولنې د غوښتنو نه منلو له امله ځنډولې دي، د دې فرصت رامنځته شوی، څو د افغانستان پوه، پاک نفسه او تحصيل کړې طبقه د عمل ابتکار په لاس کې واخلي او هېواد له وژونکې بې وزلۍ، سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ او نامالومې راتلونکې څخه وژغوري.

د افغانستان سياسي بُن‌بست

افغانستان داسې مهال يو ژور سیاسي بُن‌بست سره مخ دی – چې افغانانو نور د يو غښتلي، با ثباته او ډيموکراتيکه نظام لپاره چې خپله د افغانانو له لوري مخ ته يوړل شي – هيله له لاسه ورکړې ده. د دې هيلې د له لاسه ورکولو مصداق دا دی چې نور د هېواد دننه او بهر افغانان په دې اړه بې تفاوته دي، چې پر افغانانو او افغانستان کې اوسمهال څه روان دي.

د افغانستان دننه خلک د دې په لټه کې دي چې د شپې لپاره يوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي څو هسې نه د بې وزلۍ له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي. خو هغه افغانان چې له افغانستانه بهر دي له لږ توپیر سره کله ناکله غږ پورته کوي او يا هم په انلاين ډول ګوند يا خوځښت اعلانوي او يا په ټولنيزو رسنيو کې د هېواد د وضعيت په تړاو غبرګونونه ښيي. يو شمېر هم د دې په هڅه کې دي چې که په راتلونکي کې د افغانستان لپاره کوم جوړښت جوړېږي، چې نومونه يې د قلم له قيده پاتې نه شي.

سربیره پر دې يو شمېر لوستي او وطنپرسته افغانان چې پر هېواد له راغلي وضعيته اندیښمن دي او غواړي يو کار وکړي، خو ځانونه په مطلق ډول په اقلیت کې ګوري او شاوخوا کسانو يې په بېلابېلو مسیرونو حرکت کړی دی. په حقيقت کې همدوی دي چې کولای شي د افغانستان برخليک ته بدلون ورکړي، البته په هغه صورت کې چې دغه اقليتونه يا لږکي يوځای شي او يو غښتلی اکثريت رامنځته کړي. دغه اقليتونه په هره برخه کې موجود دي، لکه: متخصصين او دوکتوران، روشنفکران، د دين واقعي عالمان، د پوهنتونونو ښوونکي، پوهان، ټولنيز فعالان، عدالت غوښتونکي، پرمختګ غوښتونکي، فرهنګيان، تمدن غوښتونکي او نور هغه کسان چې د هېواد د وضعيت درک کول يې روح او روان زوروي او د ناتوانۍ په نړۍ کې په ناهيلي او خواشينۍ سره ژوند کوي.

د هېواد سياسي بُن‌بست د لاندې عوامل په پايله کې رامنځته شوی دی:

  • د هېواد دننه او بهر د څلوېښت ميليوني نفوس په درلودو سره د سياسي نخبه‌ګانو قحط‌الرجال
  • د افغانستان د قضيې په تړاو د کورنۍ اجماع نشتون
  • د افغانستان د قضيې په تړاو د سيمه‌ييزې او نړيوالې اجماع نشتون
  • د جنګي افکارو او راديکالي قوت لرونکو حاکميت چې له ديني وسيلو کار اخلي
  • له واکمنې ډلې سره د سياسي تقابل او مبارزوي برنامو وړاندې کولو نشتون
  • اوسني وضعيت کې د عامو خلکو ډوبوالی
  • او دې ته ورته موارد…

په اوسني وضعيت کې دوه لانديني موارد د افغانستان راتلونکې په اړه د وړاندوينې وړ دي:

الف: بد وضعيت چې پايله به يې کورنۍ جګړې وي.

ب: ښه وضعیت، چې په ملي او نړيواله کچه د سياسي تعاملاتو او لابي ګريو په پایله کې د يو پايداره نظام د واکمنېدو لپاره زمينه برابره کړي.

د افغانستان د قضيې اړوند مخکې پرتې ننګونې

د هېواد اوسني وضعيت پر وړاندې جدي ننګونې پرتې دي، چې لرې کول يې اوږده لاره او لابيګرانه مبارزو ته اړتيا لري. دغه ننګونې په لاندې ډول دي:

  • پر افغانستان د اسلامي امارت واکمني
  • په هېواد او سيمه کې د داعش، القاعدې او نورو ترهګريزو ډلو شتون
  • د افغانستان په چارو کې د پاکستان علني لاسوهنه
  • په افغانستان کې د ایران د ګټو په ځانګړي ډول کلتوري ګټې او د اوبو په برخه کې د دې هیواد مداخله
  • سيمه‌ييز لوبغاړي
  • نړيوال لوبغاړي
  • د افغانستان د سياسي قضيې پر سر د بېلابېلو افغاني ډلو او خوځښتونو، لکه: اسلامي امارت، د مقاومت جبهې، تکنوکراتانو، ملي ګرايانو، ښي اړخو او کيڼ اړخو، واک غوښتونکو او د افغانستان په قضيه کې د نورو دخيلو ډلو د توافق نشتون
  • د ډلو تر منځ د ګډ تعریف نشتون
  • اقتصادي ننګونې
  • او نور موارد.

حل لاره

د افغانستان د قضيې په تړاو يوې منطقي حل لارې لپاره د افغانستان د تېرو څلورنيمو لسيزو له پېښو څخه يو رښتيني درک او د هېواد اوسني وضعيت ارزونې ته اړتيا محسوسېږي. د افغانستان د قضيې د حل لپاره اړتيا ده څو له هر څه وړاندې پر ملي ګټو ولاړ او د افغانستان د خلکو غوښتنو مطابق يو ګډ تعريف پيدا او هوکړې ته پرې ورسېږو. ورپسې داسې يو پړاو ته د دننه کېدو اړتيا ده چې د يو غښتلي، پايداره، قانونمنده، ټوله شموله او ولسواک نظام واکمنېدل پکښې نغښتي وي.

یادو شویو مفاهیمو ته په کتو، غواړم لاندې میکانیزم د افغانستان د قضیې د حل لپاره وړاندیز کړم:

الف: د افغانستان د قضيې د حل لپاره يو مشترک تعريف:

د افغانستان د قضيې د حل لپاره لومړی بايد ملي ګټې تعريف شي، د افغانستان د خلکو غوښتنو ته لومړيتوب ورکړل شي، د افغانستان د مشرۍ لپاره يو ګډ سياسي واحد چتر رامنځته شي او د دې چتر تر سيوري لاندې ټولې افغاني ډلې سره یوځای او د ملي ګټو په نظرکې نیولو سره خلک په تصميمونو کې شریک کړي.

د پورتني تعريف د تفصيل او شننې لپاره اړتيا ده، څو لاندې جزئياتو باندې بحث وشي:

د افغانستان د مشرۍ لپاره واحد سياسي چتر: افغانستان په تېرو څلورنيمو لسيزو کې د سردار محمد داوود خان له جمهوريته نيولې بیا د خلقيانو او پرچميانو تر جمهوريتونو، د مجاهدينو حکومت، د اسلامي امارت لومړنۍ دورې، د ولسواکۍ تر سيوري لاندې د جمهوريت دوو دورو او د اسلامي امارت اوسنۍ دورې پورې بېلابېل نظامونه تجربه کړل، خو دغه ټول نظامونه د توطيو له امله ړنګ شوه او افغانانو ونه شو کولای هېواد کې سياسي ثبات ټينګ کړي.

په اوسنيو شرايطو کې چې د افغانستان خلک په ډلو ټپلو، ګوندونو، بهيرونو، د قوميت، ژبې، مذهب، سياسي ګرايشونو پر بنسټ پر بېلابېلو خوځښتونو او تنظيمونو وېشل شوي، اړتيا ليدل کېږي څو ټول د يو او بل ترڅنګ راټول او د مشرۍ تر يوه چتر لاندې د جنجالونو او ناسالمو رقابتونو څخه پاک سوله‌ييز او ډيموکراتيک چاپېريال کې سره راټول شي.

نو د تېرو تجربو پر بنسټ د افغانستان د باثباته مشرتابه لپاره مناسب سیاسي چوکاټ مشروطه شاهي نظام کېدای شي. دغه شاهي نظام به د پخوانیو شاهي نظامونو څخه توپیر ولري ځکه چې پاچا به یو سیاسي، کلتوري او د هېواد لپاره د ملي یووالي سمبول وي. په هغو هېوادونو کې چې بېلابېل توکمیز ګروپونه او مختلف کلتورونه لري، مشروطه شاهي نظام کولای شي پر يو ګډ ټکي باندې واوړي.

مخکې له دې چې د مشروطه شاهي نظام پر جزئياتو وغږېږم، اړتيا ده په لومړي قدم کې د افغانانوتر منځ ملي اجماع رامنځته شي او د نړيوالې اجماع لپاره هڅې ترسره شي. د نړيوالې اجماع له جوړېدو څخه وروسته دې رهبري پلاوی د رايو په اکثريت سره وټاکل شي او د لېږد پړاو دې ترتيب شي.

ب: د لېږد پړاو:

د لېږد پړاو د ملي مشر (پاچا) له ټاکلو وروسته پيلېږي، هغه په دې ډول چې ټول اړخونه پاچا سره خپل بيعت – چې سياسي، فرهنګي او د ملي وحدت سمبول لرونکی شخصيت وي – تازه کړي.

وروسته له هغې چې پاچا د هېواد د مشرۍ مسؤليت پيل کړ، نو په لومړي قدم کې به د هېواد بېلابېلو سياسي بهيرونو له مشرانو د هېواد سياسي شورا په جوړولو لاس پورې کوي چې په فساد، وژنو او ملي خيانتونو تورن نه وي. د سياسي شورا غړي بايد تخصص، د ملي ګټو د پیژندنې وړتيا، نېک شهرت، سياسي درايت او ورته ځانګړنې ولري. سياسي شورا د لېږد پړاو لپاره ځيني وړاندیزونه، لکه: د مؤقت حکومت جوړول (چې د دوو کلونو لپاره به وي)، د اساسي قانون لويې جرګې دايرول، حکومتي جوړوښتونه، په ملي او نړيواله کچه د برنامو وړاندې کول او د هیواد په کچه نور موارد پاچا ته وړاندې کړي او پاچا به په پوره بې پړيتوب او د ملي مصالحو او ملي وحدت پا پام کې نيولو سره اجرايي فرمانونه صادر کړي.

د لېږد په پړاو کې د واک وېش يو له بلو هغو مواردو دی چې بايد ورته پاملرنه وشي، هغه داسې چې ملي ګټې او د ملت غوښتنې په لومړيتوبونو کې ونيول شي او ټول اړخونه په کې ځانونه وګوري او وېش په مساويانه ډول سره تر سره شي.

د لېږد په پړاو کې بايد دوه مواردو ته پاملرنه وشي، لومړی د نوي اساسي قانون تصويب او بل د دولتي جوړښتونو ډیزاین.

ج: د لېږد له پړاو وروسته نظام جوړونه

د لېږد له پړاو وروسته، د نوي اساسي قانون په رڼا کې نوی قانونمنده نظام به جوړ شي چې لاندې بنسټونه به په کې شامل وي:

  • شاهي مقام چې له دولتي چارو بهر کېږي او د ملي وحدت يوه مرجع به ګرځي او په هغو لویو ملي مصالحو کې چې د دولت د صلاحيته بهر وي، تصميم نيسي.
  • پارلمان او ولايتي شورا ټاکنې به ترسره او لومړی وزیر به وټاکل شي.
  • د ولايتونو، ښارواليو، ولسواليو څوکۍ به د واليانو، ښاروالانو او ولسوالانو د ټاکلو لپاره رامنځته شي.
  • د سناء مجلس رامنځته کېدل
  • د علماوو د مجلس رامنځته کېدل
  • د قضايه قوې جوړېدل
  • د حکومت او کابينې جوړېدل

د پورتنيو بنسټونو دندې او صلاحيتونه به اساسي قانون کې تشریح او وټاکل شي او د هغې له مخې به اجراأت ترسره کوي.

موخې

نوی شاهي مشروطه نظام به په ملي او نړيواله کچه لاندې موخې څاري:

الف: په ملي کچه موخې

  • د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو تأمين
  • د ولسواکۍ تأمين
  • د ټولنيز عدالت تأمين
  • د هېواد د اتباعو د حقونو برابري
  • قانونمندي او د بنسټونو وده
  • اقتصادي وده
  • د افغانستان د زېرمو مديريت
  • د وسله‌وال پوځ رامنځته کېدل
  • د بې وزلۍ او بې کارۍ له منځه وړل
  • او نور موارد

ب: په نړیواله کچه موخې

  • له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اړيکو بيا جوړول
  • له نړۍ سره د افغانستان د ډيپلوماتيکو او ستراتيژيکو اړیکو وده
  • له ګاونډيو او سيمې سره د اړيکو تعريف او تأمين
  • له نړۍ سره د اقتصادي اړيکو وده
  • له نړۍ سره د فرهنګي اړيکو وده
  • افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ميکانيزم رامنځته کېدل
  • په بېلابېلو مواردو کې له نړيوالې ټولنې سره ګډه هڅه
  • او نور موارد…

راټولونه:

د افغانستان له اوسني کړکېچه د وتلو لپاره او د افغانستان د لوړو او ژورو لرونکي تېر وخت او هغو ستونزو ته په کتو چې د افغانستان خلکو په تېرو څو لسيزو کې ورسره لاس او ګرېوان شوي، لازمه ده چې له بېلابېلو لارو منطقي حل لارې په پام کې ونيسو. دا د افغانانو دنده ده چې د هېواد ښه برخليک لپاره لاس په کار شي تر څو له دې خلاص شو چې پردي دې موږ ته نظام جوړ کړي او موږ ته لارې چارې راوښيي. خو دا هم ناممکنه ده چې پردي دې د خپلو ګټو په پام کې نيولو پرته د افغانانو لپاره د ګټې او ستاينې وړ کار وکړي. موږ په تېرو کې څو ځلې داسې مواردو سره مخ شوي يؤ، خو په پايله کې نه يوازې دا چې ثبات، پرمختګ او سعادت ته نه يو رسېدلي، بلکې نورو کړکېچونو کې هم ګیر شوي یؤ.

بناءً هغه مسايل چې ما په دې مقاله کې بحث پرې کړی د هېواد عيني واقعيتونو ته په کتو مې په کې هغه حل‌لارې وړاندې کړي چې د هېواد اوسني ترينګلي وضعيت ته ځواب ویونکي کېدای شي او ثبات، يو او بل منلو، ملي وحدت او په ټوله کې غوره ملت جوړونې او دولت جوړونې ته له نورو هرو لارو مو په ښه توګه رسولی شي.

له حوصلې او زغمه مو يوه نړۍ مننه او هيله لرم هغه مطالب چې دې لیکنه کې مې راټول کړي، د خوښې وړ مو ګرځېدلي وي.

په پای کې غواړم د ښاغلي محمد عزیز پردیس څخه هم مننه وکړم چې د دې لیکنې د ژباړې په برخه کې یې راسره مرسته کړې ده. دا چې دغه لیکنه ما لمړی په دري ژبه کړې وه او د وخت د کمۍ له وجې مې نشوه کولای ویې ژیاړم، نو ښاغلي پردیس په دې برخه کې راسره مرسته وکړه.

په درناوي

فيض محمد ځدران

د جنورۍ ۲۰مه، ۲۰۲۳

توليدو – هسپانیه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب