پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+افراط او تفريط/ زهير سپېڅلی

افراط او تفريط/ زهير سپېڅلی

موږ بايد هر څه په حد کي وپالو/وساتو او په دوستۍ و دښمنۍ کي هم حد ولرو.
ډېر کله دوستان، دښمنان او دښمنان، دوستان شي.
وايي:
«مه له دوست سره دومره ښه کوه، چي سبا دي دښمن شي؛ پر خپلو ښو ارمان درځي او مه له دښمن سره دومره بد کوه، که سبا دي دوست شو؛ بيا پر خپلو بدو پښېماني کوې.»
موږ بايد منځلاري واوسو.
حتا که مينه هم تر حد واوړي؛ نور لېونتوب دی.
ځيني وختونه له حده زياته مينه، په وينه بدله شوې ده.
موږ بايد حد او اندازه وپېژنو.
هيڅکله چا ته دومره زړه نژدې نه کړو، چي بيا ئې په ليري کولو ستړي شو.
هيڅوک دومره زړه ته تېر نه کړو، چي بيا بغير له هغه ژوند راته ګران او تياره  شي.
داسي هم و نه کړو، چي له څه/چا سره دومره سرسري او برسېرن چلن وکړو، چي بيا وروسته ځان ته ملامت شو، ځان ته ځواب نه لرو  او پر خپل کړي چلن پښېمانه يو.
موږ په داسي زمانه کي اوسو، چي ډېر ښه هم درته بد شي.
خپلي نېکۍ، بدۍ راته وزېږوي.
خپل اخلاص راته پېغور شي.
پر خپله دوستۍ پښېمانه شو.
په هر څه کي اخلاص مهم او شرط دی، خو دا ياد لرئ! که مو ځيني ځايونه/وختونه زيات اخلاص کاوه؛ شايد وواياست، چي دومره اخلاص نه و پکار.
دا ئې ښه ويلي دي:
«ډېر اخلاص مه کوئ، بيا مو خلک يا پر عقل شک کوي، يا پر نيت.»
ښه دا ده، چي
له افراطه او تفريطه ځان وساتو.
موږ ډېری وخت په افراط او تفريط ځان برباد کړی دی. حتا کله، کله مو له ځان سره نورو ته هم ضرر رسولی وي.
کله،کله په افراط او تفريط کي دې حد ته ورسېږو، چي يا نه غواړو يا نهه سره زامن غواړو.
افراط او تفريط لکه مالګه که کمه شي که ډېره، د ښو خوړو خوند خرابوي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    داستعمار او استعباد فرهنګ
    دافراط او تفریط یوازینی عامل دعقل په کار نه اچول دی دنفس اونفسانی غوښتنو تندروی او کند روی دی .دحقیقت او واقعیت بې لاریتوب هغه وخت رامنځ ته کیږی چې زموږ عمل د« ایاک نعبد وایاک نستعین»سره سازګار نه وی نو طبیعی خبره ده چې موازنه
    خبل توازن نشی ساتلی.افراط او تفریط په اسلام کې« نهی »دی خو انسانان دی چې دافراط اوتفریط تر شا هرڅه کویخ اوپه ځان یې هم نه راوړی.
    ډیر مهم مطلب دی زموږ خلک باید له افراط او تفریط څخه علما او عملا خانونه وژغوریی چې ډیر ناوړه عواقب لری او ټولنه افراط یا تباهی ته بیایی. دعلم اوپوهې دروازې تړل. کرکه او تبعیض ته لاس اچول، سالمو دانشمندانو ته منافق ویل له افراطه اوری. افراط = تفریط

  2. سلام
    داستعمار او استعباد فرهنګ
    «وکذلک جعلنا امة وسطا لتکونو شهداء علی الناس ویکون الرسول علیکم شهیدا. البقره ۱۴۳ ایة»
    دافراط او تفریط یوازینی عامل دعقل په کار نه اچول دی دنفس اونفسانی غوښتنو تندروی او کند روی ده .دحقیقت او واقعیت بې لاریتوب هغه وخت رامنځ ته کیږی چې زموږ عمل د« ایاک نعبد وایاک نستعین»سره سازګار نه وی نو طبیعی خبره ده چې موازنه
    خبل توازن نشی ساتلی.افراط او تفریط په اسلام کې« نهی »دی خو انسانان دی چې دافراط اوتفریط تر شا هرڅه کوی اوپه ځان یې هم نه راوړی.
    ډیر مهم مطلب دی زموږ خلک باید له افراط او تفریط څخه علما او عملا خانونه وژغوری چې ډیر ناوړه عواقب لری او ټولنه افراط یا تباهی ته بیایی. دعلم اوپوهې دروازې تړل. کرکه او تبعیض ته لاس اچول،په احساساتی بحثونو کې له هر ادرسه اولقب نوم لاندې سالمو دانشمندانو ته منافق ویل له افراطه هم اوری. افراط = تفریط

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب