شنبه, اپریل 20, 2024
Home+منیر اکرم خپله ماته ومنله | احسان الله ارینزی

منیر اکرم خپله ماته ومنله | احسان الله ارینزی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی ښاغلي منیر اکرم خپله هغه خبره بیرته واخیسته چې ویلی و: په ننني افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل دینی توجیه نه لری؛ خو دا پښتون هڅوب( کلتور/ فرهنګ) دی چې د دوی د زدکړو مخه نیولي ده!
منیر اکرم هرومرو فکر کړی و، کوم روایتونه چې د دوی استخباراتو په افغانستان کې، د کتاب په ضد، د قلم په ضد، د ښوونکي په ضد او د ښوونځي او پوهنتون او درس او تعلیم په ضد خلق او بیا د حزب او جمعیت او حرکت او پیر او حضرت او دعوت او فلاکت د لاری عملي کړي، حالت دومره بدل کړی، چې هیڅوک به د ده په وینا غبرګون و نه ښیي؛ خو د افغانستان ټولو خلکو، په تېره بیا پښتنو روڼ اندو، لیکوالو او فرهنګي او ټولنیزه فعالینو دومره چټک، عقلاني او منطقي غبرګون وښود، چې منیر اکرم بښنه وغوښته او د بهرنیو چارو وزارت یې وویل چې د نوموي خبره غلطه تعبیر شوی ده!
داقعیت دا دی چې منیر اکرم همغه څه ویلی و چې موږ پرې پوه شوي یاستو؛ خو یوموټی غبرګون دا دیپلومات اړ کړ چې له ستر افغان ملت څخه عفو وغواړي. هغه ملت چې که څه هم اوس نیم وږی دی؛ خو په تیرو دوو پیړیو کې د دریو سترواکیو د ماتې ویاړ لری او که بل څوک هم په بده سترګه ورته وګوري، ورته ( مشابه) برخلیک به ولری.
زه له خپلو ګرانو هیوادوالو څخه په درنښت هیله کوم چې په ګډه ښاغلی اکرم دې ته اړ کړو چې د خپلې تویتري بښنې تر څنګ، دا خبره په همغه تالار کې وکړی چیرې چې لومړی ( تور) لګولی و!
https://taand.net/?p=220408

2 COMMENTS

  1. یک عالم پاکساانی مولانا محمد یوسف اصلاحی در کتاب خویش قفه آسان جلد اول مینویسد: رنان فامیل خور را دوشادوش مردان نامحرم در همه عرصه های زندگی در کار و فعالیت دیدن و بر این وضع فخر نمودن و زنان اصیل و مسلمان فامیل خود را در حالت دست دادن و در حالت سخن گفتن بی مهابا و بی مورد و در بر قراری روابط دوستانه با مردان نا محرم دیدن و بر آن فخر نمودن و این امر را پیشرفت و ترقی دانستن بی دینی و بی غیرتی شرم آور بوده و در موجودیت ایمان این اعمال برای مسلمان گوارا نخواهد بود. اینست نظراتی که در مدرسه های پاکستان درس داده میشود. منیر اکرم باید بداند که این افکار ار وطن خودش منشأ گرفته است و در اسامبلهٔ عمومی به سهو خویش اعتراف کند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب