تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه) د سعودي عربستان هېواد په کابل کې له دې کبله خپل سفارت تړلی، چې طالبانو حاکمې ادارې یې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوله.
د سعودي د سفارت څو ښځینه کارکوونکو ویلي، چې طالبانو دندې ته د دوی د ورتلو مخنيوی کړی و.
سعودي عربستان د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو د ادارې له لوري، پوهنتونونو ته د ښځو د نه ورتلو پرېکړه غندلې وه.
د اسلامي همکاریو سازمان، چې سعودي عربستان پکې مهمه ونډه لري، تېره مياشت د طالبانو له ادارې وغوښتل څو په پوهنتونونو کې د شاملیدو لپاره د ښځو پر نوم لیکنې لګولی بندیز بېرته واخلي.
سعودي عربستان له محدودو هېوادونو څخه و، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته ېې په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور ساتلی و.
راپورونه وايي، چې د طالبانو تر ټولو نیږدې ملګري هېواد پاکستان هم د پېښور له وروستي ځانمرګي برید څخه وروسته، چې د طالبانو اداره ېې عاملینو ته په پناه ورکولو تورنوي، په کابل کې خپل کونسلي خدمتونه درولي دي.
د سعودي عربستان حکومت او د طالبانو ادارې په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د تړل کیدو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.