شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهسيګار: ط- ان له موسسو باج غواړي، ډېرو موسسو خپل فعاليتونه درولي

سيګار: ط- ان له موسسو باج غواړي، ډېرو موسسو خپل فعاليتونه درولي

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د افغانستان د بيارغونې له چارو د امریکا متحده ایالاتو د څارنې ځانګړې ادارې( سيګار) په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره له نړيوالو مرستندويه موسسو څخه په باج اخيستو تورنه کړې ده.

 سیګار د امریکا د پراختيايي مرستو د ادارې یو ایس ای ډي له قوله ویلي:(( طالبان په ناڅاپي ډول د مؤسساتو دفترونو ته ننوځي، مؤسسو نه د کاري پلان، بودیجې او د کارکوونکو معلومات غواړي او مؤسسو ته وايي چې په تصامیمو کې یې شریک کړي. سیګار وايي د صحت په برخه کې انجوګانو تقریبا ۱۰ ولایتونو کې له همدې امله کارونه درولي دي.))

د طالبانو د مالیې وزارت د سیګار دغه راپور بې بنسټه بللی.

‏یاد وزارت وايي؛ هغه بنسټونه چې د بشرپاله مرستو په برخه کې فعالیت کوي مالیه ترې نه اخیستل کېږي او په ټولو ګمرکونو کې یې د توکو پر واردولو ګمرکي تعرفه صفر کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه لويه برخه نورو موسسو دوی سره د ښځينه وو پر کار د طالبانو د بنديزونو له کبله په افغانستان کې خپل فعاليتونه درولي دي.

افغانستان د طالبانو له واکمنيدو وروسته، له شديد بشري او اقتصادي ناورين سره مخامخ دی او يوه لويه برخه خلک ېې د نړيوالو بشري مرستو په وسيله خپل ژوند او مهمې اړتياوې تامينوي.

د طالبانو له لوري د افغاني سرې مياشتې ټولنې لپاره ګومارل شوي عمومي رييس مولوي مطيع الحق خالص پرون وویل، چې ۱۰ ميليونه افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، دا مرستې که ژر تر سره نه شي، پ افغانستان کې د بشري فاجعې د رامنځته کیدو خطر موجود دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب