پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهپېښور وروسته مومندو کې د پاکستان د پښتون ضد سياستونو خلاف...

پېښور وروسته مومندو کې د پاکستان د پښتون ضد سياستونو خلاف لویه غونډه وشوه

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏له پېښور نه وروسته نن د ډيورنډ فرضي کرښې تر څنګ، مومندو قبايلي سيمه کې زرګونو پښتنو فعالانو د پاکستان د پښتون ضدو سياستونو خلاف ستره غونډه کړې ده.

نننۍ غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین، د عوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا څانګې مرستيال سردار حسين بابک، د جماعت اسلامي ګوند سناتور مشتاق احمد او يو شمېر نورو مشهورو پښتنو فعالانو ويناوې وکړې.

د راپورونو له مخې، د امن پاڅون په نوم دغې غونډې ته له باجوړ، مومند او نور سيمو نه هم ګڼ خلک راغلي وو.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وويل پښتانه د ډلو ټپلو ښکار دي، د ترهګرۍ مخنيوي لپاره بايد ټول سره يو لاس شي.

د جماعت اسلامي ګوند سناتور مشتاق احمد وويل پښتون قوم د مايوسۍ ښکار دی او د پاکستان نظام د ظلم نظام دی.

‏ ‏په پېښور کې زرګونو پښتنو پرون د پاکستان د پښتون ضدو سياستونو او په مرموزو پېښو کې د پښتنو د وژلو پر ضد پراخ لاريون وکړ.

په دې لاريون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند استازو او نورو پښتنو ملتپالو فعالانو ګډون کړی و.

ياد شوی لاريون په پراخه کچه د خلکو هرکلي سره مخ شوی او د بیلابیلو پښتنو ډلو د يو لاس کيدو په اړه يې هيله مندي ښودلې ده.

2 COMMENTS

  1. ALL PASHTOONS NEED TO BECOME UNITED.
    YOU MUST UNDERSTAND,PAKISTAN BECOME PAGEL NEED TO DOLLARS,

    FOR ONE MORE TIME WANT TO BUSINESS ON PUKHTOONS.
    UNDER NAME OF TERRORISM WANT GET MONEY FROM AMERICA AND FROM WELT.
    PLEASE WEAKUP,PAKHTOONS MUST BE SMART
    MANANAH
    UNTED PUKHTOONS

  2. پښتانه د فرنګیانو د دښمنی په اور کی سوزی ، د ډيورنډ کرښه په اصل کی د دی غیور ملت د تدریجی مرګ او ورکولو نقشه وه ، دی کرښی په وسیله کوزه پښنونخوا د ستر روښا ن او ستر خوشحال ټاټوبی د انګریزانو د دښمنی او د جاهله امیرانو د ناپوهی له وجهی له مونږ څخه بیله شوه ، وروسته د بزدلو، عیاشو او ډارنو پاچاهانو په بی پامی او د کوزی پښتونخوا د مزبذبو او دوه مخی مشرانو له لوری یی داعیه له پرمختګه پاتی شوه خو ختمه یی نشوه کړای .نن هم د انګریزانو لاټیان او مزدوران شته چه د د کرښی د تحقق لپاره دسیسی جوړوی . د ډیورنډ کرښی د دواړو خوا پښتانه د مجبوریت ژوند تیرولو ته اړایستلی او د پښتنو د تدریجی ورکی شرایط برابروی ، نو ځکه اصیل پښتانه به دا داعیه هیڅکله نه پریږدی او یو خت به یی که خدای ج کول په لاس راوړی ، انګریزان او لاټیان به ضرور یو وخت ماتی وخوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب