جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد اوسپنې پټلۍ اداره: افغانستان تېر کال ۵۴ زره ټنه توکي سوداګري...

د اوسپنې پټلۍ اداره: افغانستان تېر کال ۵۴ زره ټنه توکي سوداګري لرله

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو چارواکي وايي، په تېره یوه اونۍ کې له دې لارې څه باندې ۵۴ زره مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

دغې ادارې پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د روانې سلواغې میاشتې له ۷مې تر ۱۳مې نېټې پورې د هېواد رېل‌‌پټلۍ له لارې په ټوله کې ۵۴ زره او ۳۰۱ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د تورغونډۍ رېل‌پټلۍ له لارې ۲۷ زره او ۶۳۵ ټنه، د حیرتان رېل‌‌پټلۍ له لارې ۲۱ زره او ۶۸۹ ټنه او د اقینې رېل‌‌پټلۍ له لارې ۴۹۷۷ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دغه اداره وایي، د یادو انتقالاتو له ډلې ۶۱۸۷ ټنه صادرات دي چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده.

د افغانستان د اوسپنې ‌پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ازبکستان د حيرتان بندر لا هم د افغان سوداګرو پر مخ تړلی او له دې کبله په پراخه کچه د افغان تازه مېوو او حاصلاتو د خرابيدو خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب