لیکوال: عبدالباری عارض
دریمه برخه
د ثور، د۷ کودتا ۱۳۵۷
د خلق دموکراتیک ګوند د یو خونړی اقدام په پایله کی چی سردار محمد داود اود هغه ټوله کورنۍ پکښی ووژل سوه د چارو واګی په لاس کی واخیستی هڅه یی وکړه وښیی چی ګواکی دوه رقیب اړخونه یعنی د خلق جناح او پرچم جناح سره متحد سوی دی د کارګری انقلابونو په دود وړاندی د حکومت تر اعلان یی انقلابی شورای د هیواد د عالی ترین ارګان په حیث معرفی کړه چی په راس کی یی نور محمد ترکی د ګوند د عمومی منشی او انقلابی شورا ریس، او ببرک کارمل د ګوند د منشی او د انقلابی شورا د معاون په حیث معرفی سوه. حفیظ الله امین د کودتا د قدرت د تمثیل مرکزی غړی او د لوړ عملی واک خاوند و صالح محمد زیری، دستګیر پنجشیری، سلیمان لایق، داکتر شاولی، نور احمد نور، سلطانعلی کشتمند، بارق شفیعی، دکتور نجیب الله، اسدالله سروری، فرید مزدک، او نور د ګوند رهبری غړی وه.
د کودتا د ځمکنی ځواکونو قوماندان اسلم وطنجار او د هوایی ځواکونو قوماندان عبدالقادر و چی شیرجان مزدور یار، رفیع، انورالحق علومی، عبدالحق علومی، هاشم خان څارنوال، نبی عظیمی، سیدمحمد ګلاب زوی او نور هغه کودتاچیان وه چی د محمد ظاهر شا د سلطنت په ورستیو کلونو او د سردار محمد داود په لمړیو کلونو کی و شوروی اتحاد ته دزده کړو په موخه لیږل سوی وه له بده مرغه روسانو هغوی په کمونیستی روحیه سامبال کړیوه او په ستنیدو د خلق دموکراتیک ګوند سره یوځای سوی وه چی وروسته بیا د پولیسو افسران لکه صمد ازهر، عبدالله همکار، جمیل نورستانی، باقی پتک، خواجه میراحمد، خلیل سکندری، فاروق یعقوبی او نور هم د پرچم د اړخ غړی سول.
په ټوله کی د خلګو د دموکراتیک ګوند د خلق او پرچم اړخونه وه چی د امن فغانستان د نامنی اصلی عاملین وه همدا ګوند د تیرو څلویښت کلونو د خون ریزی او هیواد ورانولو ته لاره همواره کړه چی تر ننه دوام لری دوی وه چی مختلفو هیوادو ته یی د مداخلی زمینه مساعده کړه. په ټوله کی د هیواد د نیمی پیړۍ د جګړی مسولیت په کور دننه د خلق دموکراتیک ګوند او په بهر کی د روسانو په غاړه دی.
روسانو به خبله مستقیمه مداخله و امریکا، ایران، باکستان، سعودی، ترکیی او نور هیوادونو ته د مداخلو لاری پرانیستی.
د یوه اړخه د پرچم او خلق د اړخونو اتحاد عینی نه و بلکه د روسانو تر فشار لاندی رامنځته سوی و ځکه یی بقا نه لرل لکه څنګه چی ولیدل سوه د واک او مقامونو پر ویش په تد ریجی ډول د خپل منځی اختلافاتو قربانی سول .له بله اړخه په ټوله کی ګوند کمال ته د پختګۍ نه و رسیدلی د حکومتدارۍ ظرفیت یی نه درلود .
بیله دی چی د هیواد عینی او ذهنی شرایط په نظر کی ونیسی په عجله یی وغوښتل کمونستی اهدافو ته د شوری اتحاد په شان ژر تر ژره ورسیږی له همدی کبله یی یوپه بل پسی داسی فرمانونه صادر کړل چی هم د هیواد او هم د ولس د کلچر سره همږغی نه وه اوهم یی د دینی مقدساتو سره اړخ نه لګاوه. د بیلګی به توګه د اتم فرمان له مخی یی د خلګو ځمکی تصرف او بزګرانو ته یی وویشل دا عمل سره بیره پرهغه چی د وقت د مقتضیاتو سره یی مطابقت نه کاوه د ټولنی عینی او ذهنی شرایط ورته مساعد نه وه او په داسی شدت او نا مناسب شکل یی د عملی کیدو کار پیل کړ چی ځمکی لرونکی یی د فیوډال تر نامه لاندی نیول، بی عزته کول، ډبول او حتی وژل همدا رنګه ملایان تر دیر جدی تهدید لاندی راغلل حتی مامورینو لمونځ په پته کوۍ که نه د ایډیالیست به تور د خطر سره مواجه کیدل او یا حد اقل د وړاندی تګ او ارتقا مخه یی ډپ کیدل دا ټوله پداسی حال کی چی تر اوسه لا د حاکمیت پایی لرزانه او ګوندی اتحاد ورځ تر بلی ټکنې کیدې.
حتی په بسم الله ویلو په تلویزون کی ملنډی وهل کیدی همدا سبب سو چی د ولس او حکومت تر منځ واټن پر ډیریدو سو ان تر دی چی مخالفت مسلحانه رنګ واخیست او د غرب پام یی ځانته واړوۍ.
د خلق او پرچم اړخونو تر منځ اختلافاتو هم عمق پیدا کړ تر هغه چی حفیظ الله امین د پرچم اړخ مشران ټوله د سفیرانو په نوم له کارمل نه بیا تر نور احمد نور، داکتر نجیب او نور نور له هیواده وشړل همدا ځای و چی روسانو ځان په یو تنګناه کی احساس کړ له یوه اړخه د غرب په داګه مداخله او د اخوانیانو څخه ملاتړ،له بل اړخه ورځ تر بلی د جګړی تیزیدل، تلفات او ویرانۍ ډیریدل له بله اړخه د خلق او پرچم د نیم بنده اتحاد ننګونه، په ټوله کی د دموکراتیک نظام د ړنګیدو معنی لرله نو ځکه ترکی و روسیی بیا کمونستی کیوبا ته وبلل سو او تر فشار لاندی ونیول سو ترڅو د ګوند دننه اتحاد د سره پیاوړی کړی او د اتحاد په لاره کی پراته خنډونه لیری کړل سی.
ترکی د روسانو سره د برچم او خلق د اختلافاتو عمده عامل حفیظ الله امین وارزوۍ نو ځکه وپتیل سوه چی و کابل ته د نورمحمد ترکی د ستنیدو سره سم امین له منځه یووړل سی، ترکی د پلان د عملی کیدو به موخه وغوښتل د ستنیدو سره سم امین له منځه یوسی خو ونه توانیدی امین وار دمخه کړ ترکی یی ووژی او د چارو واګی یی پلاس کی واخستی( ۱۹۷۹) چی په ترځ کی یی ډیر د نورمحمد ترکی طرفداران او پرچمیان زندانی کړل خو د پرچم رهبری کړۍ د هیواده بهر سفیران پاتی سول.
د روسانو پلان ناکامه سو حتی روسانو ته خطر ځکه نور هم زیات سو چی امین ځان یوازی احساس کړ او د جهاد د اصلی علمبردار حکمتیار سره یی اړیکی ټینګی کړی تر څو یو مشترک حکومت جوړ کړی چی عقبی حمایه به یی طبعا امریکا وی دی وخت کی د روسانو دصبر کاسه لبریزه سوه د پرچم اړخ مشران او د ترکی ترټل سوی طرفداران یی په مسکو کی سره راغونډ کړه او مسلحانه تجاوز یی پیل کړ ۶ جدی ۱۳۵۸وه چی روسی عسکر افغانستان ته دننه سول د امین اداره یی نسکوره او ببرک کارمل یی د واک پر ګډی کښیناوه.
دا تجاوز د امریکایانو او د هغه د متحدینو سخت غبرګون وپاروی او په اصطلاح تبر یی دسته پیدا کړه د افغانستان د دین دوسته ولس د دینی احساساتو څخه د ګټی اخیستو ښه زمینه مساعده سوه نور امریکا د اسلام د دین تجارت پیل کړ او د جهاد بهیر یی ګړندی کړ د اسلحی مرسته ډیره سوه ډالر په کافی اندازه میدان ته راغلل د مزدورانو خرید هغه که کورنی وه یا بهرنی مسلمانان، پیل سو د هیواد د لوټی لوټی کیدو او د ولس وژنه په ظالمانه ډول پیل سوه د حکومتی کارمند نه نیولی تر معلم او د مکتب تر شاکرده مجاهدینو وژل حتی چی د چا به سر لوڅ و وژل کیدی امریکایی او پاکستانی دستور همداسی و. له بله اړخه روسانو ظالمانه او بی امانه کلی او ښارونه د اشرارو د له منځه وړلو په موخه بمباری کول ولسونه یی وژل خلاصه له دواړه اړخو افغان وژنه او هیواد ورانول په شدت دوام وموند.
امریکا چی د کلونو راهیسی د روسانو سره په سړه جګړه کی ښکیل و، افغان ولسی مقاومت ته په کتو میدان ته را ودانګل د پاکستان دروازی یی د مهاجرت لپاره پرانیستلی او د حکومت او ولس ترمنځ مخالفت ته یی پکه ووهل، رنګارنګ افغان تنظیمونه یی په پاکستان کی ایجاد کړل او د جګړی امکانات یی په پراخه پیمانه ورته مهیا کړه. اسلامی حزب د حکمتیار په مشری، اسلامی جمعیت د برهان الدین ربانی په مشری، ملی محاذ د پیر سیداحمد ګیلانی په مشری، نجات ملی د صبغت الله مجددی په مشری اسلامی اتحاد د عبدالرب رسول سیاف په مشری، وحدت حزب د عبدالعلی مزاری په مشری چی روسته بیا وحدت حزب چی د اهل تشیع څخه جوړ و ایران ته لاړ او هلته پر ۷ برخو وویشل سو.
ددی تنظیمو مشرانو ته، غرب په راس کی امریکا (د ناټو پوځی تړون) پراخ پوځی او مالی امکانات برابر کړه ترڅو د افغانانو د وژلو او افغانستان ورانولو په بیه د دوی لوی رقیب شوروی اتحاد (د وارسا پوځی تړون) د اسلام او جهاد تر نامه لاندی پرګونډو کړی. په ټوله کی دواړه نړیوالو اړخونو یو تعداد افغانی مزدوران استخدام او د افغانستان د ورانۍ او افغانانو د وژلو دنده یی وروسپارل.
هیره دی نه وی ګلبدین حکمتیار، برهان الدین ربانی او احمدشاه مسعود هغه لمړنی کسان وه چی د داود خان د حاکمیت په ورستیو کی یی د پاکستان استخباراتو ای ایس ای ته پناه یووړه او د هغه اداری لخوا استخدام او ترین سول ترڅو د افغان هیواد او حکومت په وړاندی مسلحانه وجنګیږی چی وروسته بیا د داود خان حاکمیت ړنګ او د خلق ګوند واک ته ورسیدې جګړی ملی رنګ واخیستۍ د جګړی د تودیدو له امله دا لړۍ پراخه سوه عبدالرب رسول سیاف، پیر سید احمد ګیلانی، عبالعلی مزاری، مجددی او نور کسان د مادی ګټو په بدل کی امریکا وهڅول د جهاد تر نوم لاندی د افغانانو د سپیڅلی عقایدو څخه په ګټه اخیستو د خلق دموکراتیک ګوند او د وخت شوروی اتحاد په وړاندی مسلحانه جګړه تیزه کړی.
دی جګړی ته فطری مجرمینو، قاتلانو او حرفوی غلو د وړو جهادی قومندانانو په رول کی نوۍ رنګ ورکړ. ډیر وژنه او زیاته ویرانی هغه ټکی و چی د غرب د امتیازاتو لاسته راوړل یی ممکن کول. جګړی ته مقدس رنګ ورکړل سو د امریکا په هڅه عربو ورته راودانګل او د جهاد نوم ورکړل سو چی حتی د ینی علماو پتوا یی هم تر لاسه کړه دا لمړی ځل و چی په هیواد کی د دین څخه تجارتی ګټه پورته سول.
له همدی ځایه امریکا د نړۍ په سطح ګواکی د اسلام د دفاع دنده په غاړه واخیسته په عربی نړۍ کی یی پراخی ډلی ټپلی وروزلی چی د عبدالله عزام او اسامه تر رهبرې لاندی یی د نړۍ افراطیت د افغانستان په لور وهڅاوه افغانی مزدورانو هم د تقلبی اسلام نقاب پر مخ وغوړاوه د اسلامی رهبرانو په نوم یی د دین تر عنوان لاندی، لنډغرو ته یی د انسانانو د مرګ جواز ورکړ د مکتبو سوځل، د صحی کلنیکو ورانول د سړکانو تخریبول د برق د ستنو چپه کول د پلونو چپه کول د بیګناه انسانانو وژل د مجاهدینو به اساسی دنده بدل سوه. تر ټولو مهمه لا داچی دا جنایی کړیو په خپله لمن کی نوی حرفوی جنایتکاران وروزل لکه قسیم فهیم، عطا محمد نور، یونس قانونی ضیا مسعود، حاجی محمد محقق، کریم خلیلی، بصیر سالنګی، ایوب سالنګی، دین محمد جرات، زرداد، جمعه خان همدرد، ظاهر قدیر، ګل اغا شیرزوی، تورن اسماعیل، لطبف ابراهیمی، حاجی الماس، امن الله ګذز و امثالهم.
د ولسی مرګ او میر تر څنګ د دولتی عساکرو او جهادی ډلو تلفات ورځ تر بلی ډیریده همدا رنګه د روسی عساکرو مرګ ژوبله د پام وړ کچی ته ورسیدل بل اړخ د جګړی دوام د شوروی اتحاد قتصاد وننګوۍ چی بالاخره روسان د ماتی منلو.
ته تیار سول د ۱۳۹۶هه ش دلوی پر ۲۶ یی افغانستان روسی څواکونو زموږ هیواد ترک کړ خو موضوع ختمه نه سول تر هغه چی شوروی اتحاد د تاریخ کندی ته ولوید او پر ۱۶ جمهوریتونو وویشل سو، شرقی اروپا ازادی ترلاسه کړه د برلین دیوال ونړیدۍ غربی او شرقی جرمنی واحد دولت سو او د وارسا پوځی تړون له منځه ولاړ. په افغانستان کی د خلق دموکراتیک ګوند په تدریج د منحل کیدو لاره خپله کړه تر هغه چی د مرکزی کمیټی ځنی غړی او پوځی جنرالان احمدشا مسعود او ګلبدین حکمتیار ته پناه یووړه او د واک دوره یی د داکتر نجیب الله په اسارت پای ته ورسیدل.
په اصل کی جګړه د شوروی اتحاد د ماتی په موخه تمویل سوی وه امریکا خپل هدف ته په رسیدو نور افغانستان یوازی پریښود. او مجاهدینو وکولای سو د چور او تالان ترڅنګ هیواد د وینو په حمام بدل کړی.
دوه مطلبو ته صریح اشاره ځکه ونه سول چی جلا اوږد تفصیل ته اړتیا لری، لمړی داچی د خلګو د دموکراتیک ګوند کوم اړخ یا افرد وطن دوسته، ترقی خواه او ملی شخصیتونه وه او کوم اړخ یا افراد مزدورصفته، پردیپال، او وطن پلورونکی وه.
دوهم د پاکستان رول ته د افغانستان په قضایاو کی اشاره ونه سول ځکه جلا اوږد تفصیل ایجابوی خو به لنډه کی په افغانستان کی جګړه د لویه سره د شرق او غرب ده، پاکستان د یو منفعت جویه دلال رول لوبولی دی.