شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله: د نړيوالو فشارونه کومه ګټه نه لري، بې باوري...

ملا هبت الله: د نړيوالو فشارونه کومه ګټه نه لري، بې باوري زياتوي

تاند:( دوشنبه، د دلوې اوولسمه)‏ ‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د‌ دوی رهبر ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د قول اردوګانو له قومندانانو او لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي.

د نوموړي په وینا؛ په دې لیدنه کې ملا هبت الله ویلي، چې د افغانستان پر حاکمې ادارې د نړیوالې ټولنې فشارونه به کومه ګټه ونه لري، بلکې د بې باورۍ فضا به رامنځته کړي.

مجاهد نه ده روښانه کړې، چې له بې باورۍ زياتيدو څخه د هبت الله اخندزاده مشخصه موخه څه ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير هم په پرله پسې ډول ورته خبرې کړي، خو د طالبانو د يوه لويه برخه مشرانو د روزونکې مدرسې( حقانيه دارالعلوم) مشر مولانا حامد الحق د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو افراطي بنديزونو ته په اشارې ویلي، چې طالبان د دغو افراطي پریکړو په واردولو نړيوال تر فشار لاندې راولي څو د دوی اداره په رسميت وپېژني.

10 COMMENTS

  1. ياره بې باوري نوره څنګه وي چې ولس خو ټول درڅخه بېزاره او په تېښته دی.
    تاسې ولس ته راښکاره کېدای نه شئ، نو تاسې به څنګه پوه شئ؟
    تاسې جسماً او ذهناً د حکومت لپاره نه، بلکې د جنګ او تخريب لپاره روزل شوي واست، نو حکومت جوړولنه او کول خورا ډېر ګران دی. ځکه خو نړۍ له تاسې او تاسې له نورې نړۍ سره په ژبه نه پوهېږئ او نه ورسره پوهاوي (تفاهم) ته رسېدای شئ، نو فشار به ځکه ګټه نه کوي. تاسې يوازې له هماغه يو چا سره په ژبه پوهېږئ چې روزلي يې ياست.

  2. ملا مجاهد صاحب ته باید وویل شي چې رښتیا هم ستاسو لجاجت او تکبر افغانانو ته کومه ګټه نه کوی . تاسې هم له افغانستان نه خارج ته رسمي سفر نه شئ کولای ، ستاسو پرځای منیر اکرم او بلاول بوټو په نړیوالو کنفرانسونو کې نمایندګي کوی او د خپل هېواد په ګټه او ستاسو او ټولو افغاناو پرضد ویناوې کوي .
    د توپک او کوتک پالیسي به اخر ستاسو د زوال او نابودي زمینه برابره کړي . سعودی عربستان چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یو مهم هېواد دی ، له کابله د خپل سفارت استازي ووېستل . ستاسو نژدې ملګري او استاد پاکستان هم خپل دیپلوماتیک فعالیت نژدې صفر ته را کم کړ.
    ازبکستان برښنا او د ترمز بندر بند کړ .
    هغه د هفتې 40 میلیونه خوږې چې هره هفته د افغانستان بانک ته راتلې بندې شوي . نړیوالو موسسو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول .
    او که تاسې وایاست ، زمونږ پر بلا که ټول افغان ولس له لوږې مري او یا له هېواده کډه کوي او یواځې ټالبان به په کنډوالو حکومت کوی ، نو داخو بیاهم تاسو د خپل زوال اومرګ فرمان په خپله لیکئ . مونږ نه غواړو چې بیا پاچاهي ګردشي راشي ، خو تاسو د ولس او نړیوالو غوښتنو ته معقول او قناعت بښونکی ځواب پیدا کړئ . که نور نه وي له خپل ملت سره مشوره وکړئ چې دوی څه غواړي او څنګه داستونزې حلولای شئ .

    { فاعتبروا يا أولي الأبصار }

  3. کوم حاکم چی ځان خادم د ملت نه بولی او یواځی دخپلی خیټی ، جیبب او د کرسیو د اشغال په غم کی وی نو د خلفاوو ،امراوو او سلف صالح نقش قدم د تعقیب پوهه،تربیت او ظرفیت اصلاََ نلری او
    حال داچي د ملت ،امت او بشریت نه جدا ژوند حتی مغارو او سمڅو کی هم ممکن ندی ۰
    نو ثابته شوه چي دا خلک د حکومت او خدمت اهل ندی ، اول ملت تباه کوی ،مسلمان بد ناموی او افغان شرموی
    بیا ځان هم تباه کوی ۰
    کار اهل ته یی سپارلی نشی
    عدالت نشی کولی ، دملت سره کاملاََ نا اشنا او بیګانه یی ، خدمت یی نشی کولی ، ډوډی یی ورنه اخلی ، مکاتب او معتبر پوهنتونونه تړی،ډدی پر ځای چی خپل سپی وتړی ،نجونی له تعلیم محروموی ،د ملت ژوند فلج او تدریجی مرګ ته مو روان کړی نو ځکه بندیز او فشار اثر په ملت پریوزی ،طالب ته ډکی اداری،ذخیری ،خزانی ،لوکس کورونه او لوکس موټران او نور بی حسابه نعمتونه ورپاتی دی چی نه یی په قدر پوهیږی او نه یی شکر اداء کولی شی او تر زاړو مفسدینو بدتر کارول کیږی اصلاح نشته،کار له فاسد نه افسد ته اوښتی
    سعودی سفارت هم در نه لاړ ، یواځی ملت نه بلکی امت او بشریت در نه تښتی ۰
    که ملت درسره نه وی بیا حکومت مفهوم نلری بیا طالب یوه غاصبه ډله بلل کیږی ، نه امارت شته او نه مشروعیت ۰

  4. بلکل همدا خبری ملا محمد عمر صاحب هم کولی چه نتیجه یی شل کاله، هیواد له اشغال ته برابر کړ ، امارت یی شل ورځو کی ړنګ۔شو او بیا یی صرف د قضایی مصونیت خطونه کرزی صاحب ته لیږل ، دا کندهاری سر زور کار نه ورکوی ، باید مشر د نړی واقیعتونه درک کړی او د کلیوالی نظریاتو او سیاست څخه راووځی ،تر څو هیواد او قوم بیا له کوم بل افت سره مخامخ نه کوی

    • دا د کندهاری لفظ کارول مناسب نه دی غلط غلط دی نه کندهاری غواری نه افغانی. تول شمال د دوستم په نامه نشو بدنامولای یا ننگرهار د حاجی قدیر په نامه او خاطر

  5. طالب نژدی یا لژ لیری خو حتمی به یی واکمنی رنگه او سقوط شی خو زما طبیعت د علماوو په نامه خراب دی داسی وخت شاید راشی چی خلگ به بیا د مدرسی د نامه خخه نفرت کوی خلگ به د ملا او طالب د نامه خخه نفرت کوی او پبریو پیریو به خلگ ملا او طالب ته د اوسنی حکامو د اعمالو پیغور او طعنه ورکوی طالبان په هر قیمت چی باید اصلاح راولی که شیخ صاحب هبیت الله قناعت نه کوی دا امیر بدل کری بل دی وتاکی داسی شخص چی ورتیا یی ولری د جهان فعلی حساس سیاستونه درکرای شی او په دیر حکمت او درایت سره الهی احکام پلی کری>

  6. تر څو چې دیني لېونتوب د مرګ کندې ته و نو لیږي او طالبي ریښې ورکې نشي انسانیت ، عدالت، فردي حقوق ، د مادې تحقيقات به تل زنداني وي ! دینی او طالبی لیونتوبونه اوس جهالت او د ټولني د پر مختګ مخه یې نیولې ده !

  7. د دوستانو د تبصرو په ارتباط : وایی کوڼ یې په کونه غوو، خو ده بېچاره نه اورېده .
    د ټالبانو په مشر ملا هم دا کیسه روانه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب