چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهسعودي د ملا هبت الله يوه نيږدې وزير ته ویزه ورنه کړه

سعودي د ملا هبت الله يوه نيږدې وزير ته ویزه ورنه کړه

تاند:( دوشنبه، د دلوې اوولسمه)‏ ‏راپورونه وايي، چې سعودي عربستان د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب ته د وېزې له صادرولو ډډه کړې ده.

یوه دیپلوماتیکه سرچینې وايي د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست ته د وېزې د نه صادرولو په تړاو د ریاض له پرېکړې درې اونۍ کېږي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه نورمحمد ثاقب په یوه پنځه ورځني سیمینار کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

ويل شوي، په پام وه چې په دې سفر کې سعودي عربستان ته له افغانستانه د ۳۰ زرو هغو کسانو د سفر قرارداد لاسلیک شي، چې د راتلونکي کال د حج لپاره یې نوملیکنه کړې ده.

نور محمد ثاقب د طالبانو په کابينه کې له هغو وزيرانو ګڼل کیږي، چې د دوی رهبر ملا هبت الله اخندزاده ته ډېر نیږدې دی.

پرون سعودي عربستان له دې کبله، چې طالبانو یې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه نه وه ورکړې، په کابل کې خپل سفارت وتړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب