شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د منیر اکرم د بښنې تر غوښتنې | پوهاند دودیال

د منیر اکرم د بښنې تر غوښتنې | پوهاند دودیال

فیسبوک کې مې ولوستل چې د م.م. سازمان کې د پاکستان استازی منیر اکرم، له خپلو تیرو خبرو پښیمانی څرګنده کړې او له پښتنو یې بښنه غوښتې ده. ما ته دمکتب دوران را یاد شو:

د پنځوسمې لمریزی لسیزی د پیل کلونه وو، شاید ۱۳۵۲یا به شاید ۱۳۵۳ (؟) کال به و، زه د حبیبې عالی لیسه کې زده کوونکی وم. د پسرلی ورځو کې به چې بهر توند باران وو، ځینې ټولګیووال له ووتل، خو نوروبه مجبور تفریح هم ټولګې کې تیروله، د تفریح لسو دقیقو کې به ټولګي کې یو تن پاڅېد یو شعر، یوه کیسه یا حتا یوه ټوکه به یی ویله. ح. ب. به خپل یو نوې شعر لوست، مکیش لال یا سباش چندر، یا ارجنداس(درې هندو صنفیان مو ول) به یوه هندی سندره یا لنډه ادبی ټوټه ویله او بیا به یې ژباړله. موږ هغه وخت له دوی څخه د ټاګور او دهغه د ادب په هکله اوریدلي وو. کله به مو د ریاضی یو سخت سوال مطرح او د ټولګی اول نمره به پاڅید پر تخته به یې حل کولو باندې بوخت شو، کله به چیستانونه ویل کیدل او کله به یوه نیمه ټوکه. په دې منځ کې بی شمیره ټوکې پر پاکستان جوړې شوې وې یوه به یی دلته ولیکم:

واسع ډیر شوخ و، ځینی ټوکې به یې سیاسي وې. د بیلګې په توګه:

په  لندن کې د ډیرو هیوادو څخه خلک په یو شمیر مسابقو کې د ګډون لپاره راغلي وو. یوه مسابقه دا وه چی له سرکوزي (خوګ) سره به د هغه کوټه/کپس کې څوک ډېر ځنډ پاتی شي؟ (سرکوزی یو ډیر مردار حیوان دی، د چټلی له لاسه یې بویونه تر کیلومترو پورې ځي).

یو امریکایی لاس پورته کړ، هغه یې د سرکوزی قفس ته وردننه کړ دروازه یې ورپسې بنده کړه، خو درې دقیقی وروسته په غوسه او بدوضعیت راووت پوزې ته یې دسمال نیولی و. روسی لاس پورته کړ. هغه یې کپس ته ور دننه کړ، خلکو ساعتونو ته کتل یوه دقیقه، دوه، درې، څلور… چکچکی شروشوی، خو په څلورنیممه دقیقه کی روسی راووت دسمال یی پوزې ته نیولی و، کانګی یی ستونی پورې رارسیدلی وی خو سم له وتو سره یی لاړې یوې خواته توکړی لرې ولاړ چې مخ او لاس ومینځي. نوبت د چینایی راورسید. کله چی هغه ننوت د کپس له دروازی یی یوځل د لوبو د اتلانو په شان نندراچیانو ته په غرور وکتل او بیا یې دروازه ځان پسې بنده کړه، خلکو او د مسابقې ریفري، ساعتونوته کتل او ثانیې او دقیقی یی شمیرلې، همدا چې څلورنیممه دقیقه شوه چکچکې شروع شوې، پنځه دقیقی شوې، نه یواځې چکچکی بلکې د نندارچیانو له منځه د چین بیرغ هم پورته شو، خو سم له پنځو دقیقو او شل ثانیو چینایی راووت او لا د کپس خوله کی و چی ګل موپه مخ استفراق یی وکړ. نوبت د پاکستانی شو. له رنګ څخه تور و، ژیړه چوټه یی اغوستی وه، د خوګ کپس ته ننوت. بیا ریفری او تماشاچیانو خپلو ساعتوته کتل شروع کړل یوه، دوه، …شپږ دقیقی چکچکی شوی،… ، لس دقیقی! چکچکی او ناری سورې!! ګوري چی د کپس دروازه په شدت پرانیستل شوه، دا وخت خوګ راووت او یو دسمال یې پوزې ته نیولی و.

ټولګی کې مو دخندا له زوره بډوډي نیولي وو، زموږ هیڅ پام نه و، د تفریح لس دقیقې پوره شوې وې، چې دهلیز څخه ښوونکی را ورسید په صنف را ننوت، خو سره له هغه هم ځینو خپله خندا نشوه درولای. د بیولوژی استاد مو ډیر توند او غوسه ناک و، موږ ته یې په غوسه وکتل او په کفتان باندې یې ښه زړه یخ کړ. موږ له ویرې او حیا نفسونه ګوګل کې بند کړل، خو لا هم د صنفیانو مخونه له خندا تک سره وو.

له اوسنۍ فرشګاه سره چې نوې جوړه شوې وه، د پاکستاني بسونو ایستګاه او د ټکټ ورکولو کړکۍ وه، هفته کې به یوځل پاکستانی انترنشل بس راته، هغه به معمولاً د مازیګر څلور بجی رارسېد، دا وخت به چې څوک له دې سیمې تیریدل پوزی ته به یی دسمالونه نیول.

افغانان ټولو انسانانو ؛ په تیره ګاوڼدیو ته درناوی لري او درلود یې، خو پورته وضعیت او ټوکې ځکه جوړې شوې چې هغه وخت له پاکستان رادیو څخه د کاکاجان او برخوردار یو پروګرام و، نوم یې (رادیو صدای دوست ) و، دغې راډیو به دومره مزخرفې، سپکې او ناوړه  خبرې کولې چې د واسع جان ټوکه یې ګرد ته هم نه رسیده، دغې راډیو او برخوردار ټولو افغانانو، په تیره پښتنو ته زښت زیات توهین کاو. افغانانو به هیڅکله پاکستانی وروڼو باندې دا ډول ټوکې نه وای جوړې کړې، که د دوی د کاکا جان او برخوردار ناسم تبلیغات نه وای. نن ورځ هم که د منیر اکرم صاحب بیځایه سپکاوی نه وای، افغانانو به د ده په وړاندې میډیا کې دا ډول دریځ نه غوره کاو. افغانان معزز او درانه خلک دي، نورو ته هم درناوی  لري، خو چې په تنګ شي،نو بیا په جنګ شي ، او د سپکې خبرې ځواب هم په هغه شان ورکوي.

زه له پورته ټوکی بښنه غواړم یو ملت ته سپکاوی ډیر غلط کار دی. د پاکستان خلک او شریف ملت زموږ وروڼه دي. خو له بده مرغه سیاسی رقابتونو او ناوړه سیاسی لوبو د دواړو هیوادو ترمنځ مناسبات دوستانه پرېنښودل، اوس دا دی، مسئله دې حد ته ورسیده چې د نړۍ ترټولو د اوچت دریځ لرونکی مقام، د دیپلوماسی لویې ادارې، د ملتونو د دوستۍ او یووالي سمبول او د ټول بشریت د مرجع لوړ مقام (UN) کې د یو هیواد استازی یوه نامناسبه خبره کوي او افغانان عکس العمل ته مجبوروي. نباید داسې شوي وای. دا د (رادیو صدای دوست) د پروګرام په شان بی سنجشه خبره و. په دې پنځوسو کلونو کې باید پاکستان له افغانستان سره خپل مناسبات سم او دوستانه کړي وای.

2 COMMENTS

  1. سلام
    دمنیر عمر ،مقام اوموقعیت اجازه نه ورکوله چې وایی عذر له ګناه بدتر دی. ملګری ملتونه هم نن سبا دهرجاسوس اګریمنت منی.عطا ابن ابی ریاح دمکې معظمې یومحدث نه ۷۳۳م چا پوشتنه وکړه چې دانسان نجات به څه شی کې دی؟هغه وویل په پنځو شیانو کې :
    الف-په خبله ژبه تسلط او حاکمیت
    ب- انسانی فضیلت او اخلاق
    ج-له خلکو سره په وړینه تنده سلوک
    د-دنورو له عیبو نو سترګې پټول
    ه-دګام داوچتولو پېژندګلوی دطاعت او معصیت ترمنځ
    منیرخان [دملګرو ملتو] به حجره کې باید دا سوچ کړی وای که افغانان هیڅ هم ونه وایی خو بل ته اهانت کول دځان سپکاوی او اهانت دی.توره چې تیریږی خو ګذار لره کنه!

  2. ښاغلی او منلی شریف زاد صاحب السلام علیکم
    ډیره ښه خبره مو کړی ده، منیر خان ډیر بیځایه د پښتنو پر کلتور نا سمه تبصره کړی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب