پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهپه پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل...

په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۶ مه) یوه ځانمرګي بریدګر د شنبې په ورځ په خیبرپښتونخوا کې یوې امنیتي پوستې ته نژدې چاودنه وکړه چې په پایله کې یې اته کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا، بریدګر د وزیرستان میرعلي ښار ته نژدې د یو موټرسایکل رکشې شاته چاودنه وکړه.

هغه وویل، په دې برید کې څلور پولیس افسران، د ملېشه ځواک دوه غړي او دوه ملکي وګړي ووژل شول.

یو سیمه ییز پولیس افسر له فرانس پریس سره په خبرو کې د نوم نه ښودلو په شرط وویل وویل: «په پنځو ټپيانو کې د درېیو وضعیت نازک دی او دوی یو سیمه ییز پوځي روغتون ته بېولی دی.»

یوه بل سیمه ییز حکومتي چارواکي چې هغه هم نه غوښتل نوم یې یاد شي، د وژل شوو او ټپيانو شمېر تایید کړ.

د دې برید مسوولیت د “اسود الحرب” په نوم یوې لږ پېژندل شوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

په همدې اوونۍ کې افغانستان ته نسبتاً نژدې په خیبر پښتونخوا کې پر یوه بله پوسته د پاکستاني طالبانو له خوا برید وشو، چې لس پولیس افسران پکې ووژل شول.

د بنو د دغه برید په اړه ځینې شکونه لری او وايي چې ښايي دا برید د هغه څه په خاطر شوی وي چې پولیسو له دې سیمې څخه د پوځ د وتلو غوښتنه کوله.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتیوت پر اساس، تېر کال په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو شمېر له ۲۰۱۴ کال راوروسته تر ټولو لوړ و.

سږ کال کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه ثبت شوي، چې ۳۲۹ کسان پکې وژل شوي  دي. دا تر دې دمه په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال دی.

راپورونه ښيي چې د خیبر پښتونخوا ګڼې سیمې، په تیره بیا د وزیرستانونو او ډیره اسماعیل خان شاوخوا سیمې د ټي ټي پي تر کنټروړل لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب