جمعه, نوومبر 1, 2024
Home+خپله ورانه د بل ودانه | زهیر سپېځلی

خپله ورانه د بل ودانه | زهیر سپېځلی

دا اسانه ده، چي بل ته مشورې ورکوو، خو دا بيا ګرانه ده، چي پر هغو مشورو خپله عمل وکړو.
بل ته مشورې ورکول د خولې خبري دي، خو پر هغو عمل کول بيا له موږه کار غواړي او دې ته مجبوره کېږو، چي مټي به رانغاړو.
څوک چي په تشو خبرو عادت وي، هغوی ته مټي رانغښتل او عمل کول ډېره سخته ده.
زموږ مشکل دا دی، چي تر ګرانه، اسانه خوښوو؛ ځکه د عمل وخت مو هم تشو خبرو ته ورکړی دی.
هري ټولني ته چي وګورو، د وګړو وضعيت او حالت ئې ترې معلومېږي. کومي ټولني چي ابادي دي، وګړي ئې هم اباد او خوشحاله ژوند لري؛ برعکس چي کوم وګړي روحي او جسمي ناروغه او ناتوانه وي، ټولنه ئې هم همداسي وبولئ.
د ځينو ټولنو پرونی او ننـنی حالت چي وګورې، معلومېږي، چي په خوب، خيال او زاريو تر دې ځايه نه دي راغلي. خپل پرونی حالت ئې پخپله بدل کړی دی، چي ننني حالت  ته رارسېدلي دي.
چا، چي ژوند ته د ژوند په سترګه کتلي دي، ژوند ته ئې ژوند ويلي دي او ژوند ئې د تېرولو پر ځای کړی دی، هغوی کارونه کړي دي، خوارۍ او سختۍ ئې وړي دي. د خپلو ذهني او جسمي ستړياوو ثمره ئې نن يو پرمختللی هيواد او پرمختللی ملت دی.
استاد پسرلی وايي:
د مـراد  مـنزل تـه  هر څوک ورنژدې شو
يو پښتون لکه مېخ  شوی ټغر پروت دی
موږ د نورو پرمختللو ټولنو په ستاينه او تماشه داسي بوخت يو، چي د خپلي ټولني پرمختګ ته وخت نه لرو.
دا رانه هېر دي، چي موږ هم ټولنه لرو، خو ولي شاته پاته يو؟!!
پر دې فکر هم نه کوو، چي پرمختللي ټولني خو له اسمانه دغسي جوړي نه دي راغلي، لامل ئې څه دی، چي د يوې ځمکي مخلوق يو، هغوی چېرته دي او موږ چېرته؟
هغوی په اسمان کي ګرځي او موږ د ځمکي په تل کي پاته يو!!!
د نورو د دنګو – دنګو  ودانيو، پخو سړکونو، پلونو، کارخونو او پرمختللي حالت تماشې کوو، په حيرانۍ او تعجب ئې ستايو، خو خپله په کچه سړکونو ناارامه سفرونه کوو، په نيمه ولاړ کورونو کي اوسو او په وروسته پاته حالت کي لا پاته يو.
موږ که فقط همداسي د نورو نندارې کولې او ځانونه مو دغسي مېخ کړي او له دنيا نه په څنګ کړي وي؛ هيڅکله به د ښه او پرمختللي ژوند خوند و نه ګورو، نه به د سيالانو سيال شو او نه به نور زموږ تماشې وکړي، لکه موږ چي د پرمختللو هيوادونو کوو. که مو  چا سيل او تماشه هم کوله، په دې به ګوته په غاښ راته پاته وي، چي موږ جسماً په يوويشتمه پېړۍ کي يو، خو حالت او فکر مو څو پېړۍ شاته پاته دی؛ د کومي تېري او هېري زمانې مخلوق يو، چي پر دې حال پاته يو.!!!
که د زمانې غوښتني درک نه کړو او پر تقاضاوو ئې ځان پوه نه کړو، دا زمانه به له موږه ډېره مخته تللې وي او موږ به بيرته په بله زمانه کي پاته يو.
هسي خو پر لرغونو مجسمو هم نوي – نوي وختونه راځي، خو هغوی لا د هم د هغي زمانې دي، چي په کومه زمانه کي جوړي شوي دي.
داسي نه ده، چي اباد ژوند، ښه وضعيت او پرمختللی حالت فقط د نوري نړۍ لپاره دی او موږ ئې ستايني او تماشې ته راغلي يو. موږ هم د همدې نړۍ برخه يو، دا مو حق او مسؤليت دی، چي خپله برخه نړۍ داسي اباده کړو چي نور زموږ نندارې ته راشي او  موږ وستايي.
دا چاره که سخته ده، خو ناممکنه  نه ده، په دې شرط که د خبرو پر ځای عمل ته راشو او زحمت وباسو، حتماً به د راحت خوند ګورو او د يوه اباد او سوکاله ژوند څښتنان به شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب