Home+سعودي د مکعب په نوم شهکار ودانۍ جوړوي

سعودي د مکعب په نوم شهکار ودانۍ جوړوي

تاند – د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د معمارۍ پر یو بل شاهکار، چې “مکعب” نومیږي، کار پیل شو.

مکعب به یوه لویه مکعب شکله اسمان څکو ودانۍ وي چې ۴۰۰ متره (۱،۳۱۲ فټه) لوړه وي او د پلنوالي او اوږدوالي له پلوه به د نیویارک د امپایرسټېټ ودانۍ ۲۰ برابره ستره وي.

د سعودي د عامه پانګونې صندوق په وینا، په دې کې به دومره ځای وي چې ۲۰ امپایر سټیټ ودانۍ پکې ځای شي

د بلومبرګ د راپور له مخې، دا به د نړۍ تر ټولو لویه ودانۍ وي.

مکعب به د نوي «مربع» مېنې مرکزي برخه وي او ډیزاین یې له اسلامي دودیزې معمارۍ څخه الهام اخیستی، چې ۲ میلیونه مربع متره داخلي فضا به ولري.

 په دې ودانۍ کې به یو لوی تاوېدونکی برج وي، او هولوګرافیک ټکنالوژي په وسیله به تر اوبو لاندې صحنې ښکلې رامنځته کړي.

د دې اسمانځوکې ودانۍ د جوړولو لپاره د خاورې کیندنه نژدې بشپړه شوې ده او تر دې دمه شاوخوا۱۰ میلیونه مکعب متره [شاوخوا ۳۵۰ میلیون مکعب فوټه] خاوره د ۲۵۰ کیندونکو او ۴۰۰ وسیلو په مرسته ایستل شوې ده. تمه ده چې دا پروژه تر ۲۰۳۰ کال پورې بشپړه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...