جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد دیپرېشن په اړه د ښاغلي تصمیم ځواب

د دیپرېشن په اړه د ښاغلي تصمیم ځواب

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترم ډاکټر صاحب، زموږ یو ملګری دی ډیپریشن لري. یو کال کیږی چی دا لاندي دواګاني یی خوړلي دي. له دوا خوړلو سره ښه وي خو چی دوا خلاصه شی بیا پري را شروع شی. پاکستان ته هم لاړ او هلته یی ډاکټر سره مشوره وکړه هغه ورته وویل چی دا خوړلي دواګاني دي ټولي ښي دي خو اوس ته باید یو له دیونه چی ښه درباندي لګیدلي انتخاب کړي او اقلا یو یا یونیم کاله یی مسلسل وخوري. نو محترم ډاکټر صاحب ستاسو مشوره په دي باره کی څه شی دی. آیا همداسی وکړي لکه د پاکستان ډاکټر چی ورته ویلي او که څه بله مشوره لری. که یو او یا یونیم کال یی مسلسل وخوري نو آیا څه بل مشکل خو به نه پیداکوي؟ له ځواب نه مو مننه!

1.       Prothiaden: (Dothiepin/Dosulepin Hydrochloride) 75 mg

2.       Clofranil (Clomipramine) 25 mg

3.       Sertraline hydrochloride: 50 mg

4.       Revotril: (Clonazepam) 0.5 mg

5.       Atcopram (Escitalopram) 10 mg.

6.       Lexotanil (Bromazepam) 3 mg

7.       Pentoxol-M (Flupenthixol)

8.       Cheer Up: (Escitalopram

9.       Flux (Fluoxetine HCI) 20 mg

10.   Neuro-Bedoxine plus: (Vitamin B1. B6. B12. + Paracetamol.

11.   Clofen: (Baclofen).

12.   Stelazine (Trifluoperazine)

د محترم ورور محب دانش په ځواب کې:
ګرانه وروره،
دا چې ملګری مو پاکستان ته هم تللی ددې نو معلومیږي چې ستونزه ېي ژوره ده. خپګان یا (Depression) داسې ستونزه ده چې تر ډیره بریده باید د دوا کومک پکې واخیستل شي. څرنګه چې په پاکستان کې ورته ډاکټر ویلې دي د دوا په اړوند مشوره ېي زه هم تائيدوم. خو زما په اند باید د دوا سره سره د روانی تداوۍ (Psychotherapy) څخه هم ګټه واخلي. د دوا تاثيرات د دوا د استفادی پورې تړلی وي کله چې دوا اخیستل پریښودل شي نو په لوړ احتمال خپګان به بیا را برسیره شي.
په لمړي سر کې زما په اند ستاسې دوست باید مسلکي ارواپوه ته مراجعه وکړي او رواني تداوي پیل کړي. د رواني تداوۍ مختلف ډولونه کولای شي د خپګان په کمښت کې ګټور ثابت شي. خو تر ټولو موثره ډول ېي سلوکي-ادراکې رواني تداوي (Cognitive Behavioral Therapy)  کیدای شي.
خو ددې لپاره چې یوڅه مرسته مو ستاسي د دوست سره کړی وي نو لاندې وړاندیزونه ورته لرم:
فعالیت لرل
ورزش د خپګان د کمولو تر ټولو موثره او ښه لار ده، که وکولای شی هره ورځ د نیم ساعت او یا ۴۵ دقیقو لپاره د خپلې خوښي ورزش وګړئ کولای شئ خپګان مو تر ډیره حده کم کړئ. ورزش مو د معافیت سیستم تقویه کوي او د مختلفو ناروغیو نه مو ژغوري. د دې تر څنګ ورزش یو ټولنیز فعالیت کیدای شي او د ورزش له لاری کولای شی د خلکوسره په تماس اوسئ، ټولنیزې اړیکې د خپګان د کمښت باعث ګرځي.
د معلوماتو راټولول
کله چې انسان ته خپګان پیدا کیږي ورسره د ناامیدۍ او ناپوهۍ احساس هم مل وي. ډیر معلومات لرل د داسی افکارو څخه لریوالې رامنځ ته کوي. داسې ډیرې منابع شته چې د خپګان په اړوند جامع او هراړخیزه معلومات درکولای شي. د داسی معلوماتو پیداکول به تاسي سره د مایوسۍ په کمښت کې مرسته وکړي.
مناسب خوب لرل او د مخدره توکوڅخه ډډه
مناسب خوب لرل د بدن د معافیت  په لوړولو کې ارزښتناک رول لوبوي. د شپی خوب مو تنظیم کړئ او که د ورځی خوب مو د شپی خوب پروګرام خرابوی نو د ورځی په جریان کې د خوب څخه ډډه وکړئ ترڅو د شپی آرام خوب وکړای شی.
اکثراً داسی انګیرل کیږي چې د مخدره توکو په استعمال سره به خپګان کم شی خو دا نا سمه خبره ده او مخدره توکې د رواني ستونزو د لاډیریدو سبب ګرځي. کوښښ وکړئ ترڅو د مخدره توکوڅخه ځان لری وساتئ.
یوځل بیا هم په دی تاکید کوم چې ملګری مو باید یو مسلکي ارواپوه ته مراجعه وکړي ترڅو د دوا ترڅنګ د رواني تداوۍ څخه هم ګټه واخلي.
ستاسی او ستاسی د ملګري د صحت او بریا په هیله
مننه.

1 COMMENT

  1. دا زما تجربه ده دی ورور ته دی دی 2 سگریت ی ماشام او یو یو دی باد له خورلو وسکوی نو بیا به وزته نتیجه نالومه شی یو واری یی انتحان کری ند بیا به درته مالومه شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب