پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د استخباراتو رييس وايي، توده جګړه ختمه شوې خو سړه...

د طالبانو د استخباراتو رييس وايي، توده جګړه ختمه شوې خو سړه روانه ده

تاند (شنبه، د اسد ۱۳مه) د طالبانو د حکومت د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق وايي، په افغانستان کې توده جګړه پای ته رسېدلې خو لا هم سړه او فکري جګړه روانه ده.

وثیق په کندهار کې د طالبانو حکومت د اردو د ۶۰۰ مسوولانو اصلاحي غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ: «د سړې جګړې اصلي هدف دا دی چې مجاهدین په څو ډلو ووېشل شي.»

دې غونډې ته د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وویل: له معنوي او مادي تیاریو پرته د خاورې دفاع نه شي تر لاسه کېدای.

د طالبانو د دفاع وزیر زیاته کړه: د نرمې جګړې پر ترڅ کې دفاع وزارت باید خپل کارمندان او ټول خلک د دښمن د نرمې جګړې له ټولو طریقو، وسیلو او محتوا خبر کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د خپل حکومت له پوځي منسوبینو غوښتنه کړې له هغو کړنو ځانونه وساتي چې د خلکو د کرکې سبب کېږي.

متقي ویلي، «اردو د حکومت او خلکو ساتنه کوي او د دغې اړیکې پياوړتیا لپاره باید د خلکو منځ کې محبوبیت ومومي.»

په دې غونډه کې د طالبانو مشر هم د پوځی ځواکونو په اطاعت او د افغانستان د اوسني حکومت په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

3 COMMENTS

  1. د ټرلیبانو نا لیدلي ، نا معلومه او مجهوله مشر هم د پوځي ځواکونو په اطاعت ټینګار کړي. دا نو ډیره عجیبه خبره دي، مخ یې چا ندي لیدلي، پلار نیکه ، قوم او نصب یې ندي معلوم خو اطاعت غواړي.
    ایا تر دی زیات د ٢١ پیړۍ مسخره چا لیدلي یا آوریدلي دي؟

  2. درید و برید شکست و ببست
    یلان را سر و سینه ،پا و دست
    اوس لدی قهرمانیو د ورانولو او وژلو نه باید تیر شو ملت او وطن دړی وړی دی ، فاستبقوا الخیرات ته ضرورت لری،د سړیتوب عملی اثبات غواړی .
    څومره ښه ویل شوی :
    ښه خوی به دی سلطان کړی
    بد خوی به دی پر ځان پوری حیران کړی
    امارت او سلطانی ، انسانی لوړ اخلاق غواړی ؛لنډغری ،بدمعاشی او پایلچی ازمایل شوی نباید خپل شخصی نظریات او متعفن تعصبات په دین ورګډ کړو ،امراء باید د فرعونیت حمار رخصت او د خدمت شرافت او ظرفیت باندی ځان مزین کړی ،حکومت نیونه آسانه او ساتنه یی علم و حکمت غواړی یواځی طالب دا دروند بار نشی وړی ،وخت مه ضایع کوی او په ایمانداری سره خدمت خلق الله ته ځان تیار کړی ورنه انسان په زیان کی دی .

  3. دکتور سلام
    مګر الله سبحان وتعالی په سورة المؤمنون واضح نه دی فرمایلی چې فرمایی:
    لانکلف النفس الا وسعها…..۶۱ آیه
    دغه نفس چې دپاو توان نه لرې ولی من وزن ته ډډه ورکوی؟
    وثیق دی له ځانه پوښتنه وکړی همدارنګه په ترتیب سره چې خپله له درې کلو وروسته دمسلکی پوهې نارې او نغارې وهی.
    وایی عقل افغان دیر میآید!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب