پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه فاریاب کې ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه، ۳ ټپیان دي

په فاریاب کې ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه، ۳ ټپیان دي

تاند (شنبه، د اسد ۱۳ مه) د شبرغان پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د اندخوی ولسوالۍ د روغتون ريیس ډاکټر سنجر عمر نن ازادی راډیو ته وویل:

 دا پېښه په خان چهارباغ ولسوالۍ کې شوې، چې له امله يې نهه تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

 هغه زياته کړه، په مړو کې شپږ نارينه او درې ښځې او په ټپیانو کې دوه نارينه او يوه ښځه دي.

د طالبانو د ترافيکو رياست د مسوولانو په وينا، د پېښې ډیری قربانیان د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکي دي. د دوی په وینا دا پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله شوې ده.

د فارياب په خان چهارباغ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې د څېړلو مسوول دوست محمد دوست وايي چې د پېښې مړي او ټپيان د اندخوى ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب