جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کاسازر پروژې عملي کار به ژر پیل شي

د کاسازر پروژې عملي کار به ژر پیل شي

تاند (شنبه، د اسد۱۳مه) د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت نن (شنبې) اعلان وکړ چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار به ژر په افغانستان کې پیل شي او په دې اړه له نړیوال بانک سره په لوړه کچه خبرې اترې روانې دي.

د سږ کال په پیل کې، نړیوال بانک تایید کړه چې کاسا زر پروژه به د دریو ګاونډیو هیوادونو په غوښتنه اجرا شي.

نړیوال بانک ټینګار کړی چې د پروژې ټول لګښت او راتلونکي عایدات به په بهر کې اداره کیږي او د طالبانو لاسوهنه به پکې حداقل وي.

خو د طالبانو په واک کې د اوبو او انرژۍ وزارت ادعا کړې چې د دې پروژې له فعالېدو سره به افغانستان د برېښنا له لېږد څخه په کال کې ۶۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.

تمه وه چې په افغانستان کې دا پروژه دوې میاشتې پخوا پیل شي.

 د طالبانو له خوا د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم خبرې روانې دي. دوی څرګنده کړه چې د کاسا زر پروژې د پلي کولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د اوبو او انرژۍ په وزارت کې د انرژۍ د پروګرامونو مشر فرهاد محمودي وویل:”د نړیوال بانک په پروژو کې، چې مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا پلي شوي، د کاسا زر پروژه شامله ده.

تمه کیږي چې د ماسا زر پروژه تر ۲۰۲۶ پورې بشپړه شي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نړیوال بانک په افغانستان کې د ۴،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې ودرولې. خو اوس د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر پرانستل شوی او نړیوال بانک د شرکتونو حسابونه تصفیه کوي او پورونه پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب