پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهر کاره بټوه جوړه شوه

هر کاره بټوه جوړه شوه

تاند- داسي بټوه جوړه شوه چې نه یوازې موبایل چارجوي او له وای فای سره وصلېږي؛ بلکې که یې څوک غلا کړي، د غله عکس اخلي.

له دې جیبي بټوې څخه، چې والټرمن نومېږي، د پاوربانک او د وای فای د هاټ سپاټ په توګه هم کار اخیستل کېدای شي.

له دې بټوې سره GPS یا لارښود هم یوځای کولی شو. البته دا بیا په تاسو پورې اړه لري چې په بټوه کې نور څه زیاتوئ.

که د موبایل خاوند خپل ټېلفون هېر کړي، دا بټوه یې ورپه یادوي.

د دې بټوې تر ټولو په زړه پورې برخه یوه کوچنۍ ځیرکه یا سمارت کمره ده چې که بټوه ورکه شي یا یې څوک غلا کړي، د غله عکس په پټه اخلي.

دا عکس له بټوې سره د وصل شوي ټېلفون خاوند یا په حقیقت کې د بټوې اصلې خاوند ته لېږل کېږي.

په کمره کې یو سیمکارت شته چې موبایل ټېلفون یې د والټرمن ویبپاڼې له لارې غل موندلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب